Apr 28, 2016 11:52 Asia/Kabul

ګرانو او قدرمنو دوستانو سلامونه مو قبول کړئ. په تېر مطلب کښې مو اشاره وکړه چې د بشر حقوق په انساني تفکر کښې يو ژور او جرړې لرونکے مفهوم لري.

له ډېرو لريو زمانو راهسې فلاسفرانواو متفکرانو انسان يو لړ حقوق لرونکے بلۀ. دغه حقوق د لويديځ د فلاسفرانو له نظره د انسان له طبيعته رامنځته شوي دي چې عقل پرې پوهېدې شي. له رنسانسه تر مخکې پورې به فلاسفرانو د طبيعت او عقل ترڅنګه د وحي تعليماتو ته هم توجه کوله. خو له رنسانسه وروسته او د هيومينېزم يعنې انسان محورۍ د تفکراتو په سلطې سره الهي اړخ ته پاملرنه کمه شوه او انساني طبيعت او اراده يوازې د بشري حقوقو د اصولو بنياد وګرځېد.
انسان او د هغه ارادې ته پاملرنه د دې سبب شوه چې د انساني حقوقو د ټاکلو لپاره يوازې صالح مرجع انسان او د هغۀ اراده او عقل وګڼل شي. په همدې بنياد د دغه تفکر ملاتړو په خپلو مېنځو کښې د تړون په  لاسليکولو سره د بشري حقوقو په باره کښې د موافقه ليک په برابرولو لاس پورې کړ او هغه يې د بشري حقوقو نړيواله اعلانيه وبلله. هغوي بې له خوښې ناخوښې توحيدي نړۍ کتنې او له خداے سره د انسان تعلق ته بې له پامه د نړۍ د ټولو ملتونو لپاره يو موافقه ليک برابر کړ او هغه يې  نړيوال او نه بدلېدونکي اصول او قواعد وبلل. خو د بشري حقوقود نړيوالې اعلانيې د تصويبېدو په هم هغه وخت کښې داسې هېوادونه وو چې د دغه ستر غفلت په اړه يې غبرګون وښود او  الهي اړخ او د وحي تعليماتو ته بې پامي يې د دغې اعلانيې يوه لويه نيمګړتيا وبلله. دا په داسې حال کښې دي چې په ديني تعليماتو کښې انساني حقوقو ته په پاملرنه زيات تاکيد شوے او په هره زمانه کښې او د هر يو قوم لپاره الهي پېغمبران عليهم السلام ولېږل شول چې هغوي له خپلو حقوقو او دندو سره آشنائۍ او انساني کمال ته ورسوي.
په ټولو الهي دينونو کښې د انسان سعادت او نېکمرغي او فلاح او کاميابۍ ته د هغۀ په رسېدو تاکيد شوے دے. هر دين په خبلو تعلياتو کښې انسان ته پاملرنه کړې او د هغۀ د حقوقو او ذمه واريو په بيانولو کښې د هغۀ نېکمرغي يې په نظر کښې لرلې ده. په ټولو دينونو کښې انسان ته  د يو ارزښتمن، کرامت لرونکي او په بله معنا مقدس موجود په توګه کتل شوي دي. په عهد عتيق کښې راغلي دي چې آدم په الهي صورت کښې پېدا کړے شوے دے او دا يعنې انساني موجودات په تندي باندې الهي مُهر لري چې هغوي ته لوړ ارزښت ورکوي.
قران شريف په دې اړه فرمائي: ((بې له شکه چې مونږ د آدم اولادونو ته کرامت وبخښۀ.))
د دينونو له نظره ټول انسانان په دې کښې چې د خداے پاک لخوا پېدا کړې شوي دي شريک دي. په خلقت او پنځون کښې اشتراک، د ځينو هغو حقوقوپه نړيوال توب چې له ملکوتي سرچينې څخه رامنځته کيږي تماميږي. دغه حقوق په زوال موندونکي قوت او دنيوي اقتدار سره له انسانه نه شي اخېستل کېدې. دغه مفهوم په يهودي او مسيحي سنتو او هم په اسلام او نورو هغو دينونو کښې چې الهي بنياد لري موندل کيږي.
د اسلام حقوقي نظام هم يو اجتماعي نظام دے چې پکې د انسان سعادت او خوشبختۍ ته د غوره کمال په توګه پاملرنه کيږي. په دې نظريې سره د پغمبرانو عليهم السلام بعثت د الهي احکامو په ملګرتيا سره د انسانانو لارښونه کوي چې له الهي تعليماتو او اسماني کتاب څخه په استفادې سره په ټولنه کښې عدل، انصاف او عقلانيت ټينګ کړي.
اسلام يو آئيډيل او نمونه نظام دے چې پکې يو خوا يوه نمونه ټولنه وړاندې کيږي چې خلق يې د ځان لپاره بېلګه وګرځوي او له بلې خوا پکې خلق خاص مقام او انساني کرامت لري ا له حقوقو نه علاوه يو لړ ذمه و ارۍ هم په غاړه لري او د خپلې ټولنې په غبرګون کښې کردار ادا کوونکے او ونډه لرونکے وي.
او دا پوښتنه رامنځته کيږي چې د اسلام د مبين دين له نظره انسانان څه حقوق لري او څوک به دغه حقوق ټاکي؟ آيا انساني عقل په يوازې ځان دا صلاحيت لري  او بشري حقوق ټاکلې شي؟ او آيا د انسان طبيعت او ذات د بشري حقوقو د ټاکلو لپاره يوازېنۍ سرچينه او ميزان دے؟
له دې بحثه مخکې ضروري ده چې د لويديځ او د اسلام له نظره د حق د کلمې معنا بيان شي. په کلي توګه د حقوقو د ماهيت په اړه دوه نظريې موجودې دي. يوه نظريه چې په ارادې يا انتخاب باندې تاکيد کوي او بله نظريه دا چې په ګټه يا مصلحت باندې تکيه کوي. د وړومبۍ نظريې مطابق حق له هغه قدرته عبارت دے چې قانون افرادو ته ورکړے دے چې يو کار دې وکړي يا دې ونکړي.
د دغې نظريې له مخې حق د انسان له ارادې يا انتخابه رامنځته شوے دے. يعنې هر کس په خپلې ارادې او انتخاب سره د خپلو تعلقاتو د برابرولو لپاره يو لړ قوانين قبلوي. نوځکه فرد کولې شي حق اجرا کړي او يا ترې تېر شي. په دې نظريې باندې يو لړ نيوکې کيږي، منجمله دا چې ځينې انفرادي حقوق لکه ژوند د ختمولو يا سپارلو وړ نۀ دے. آيا فرد کولې شي د ژوند کولو حق له ځانه واخلي او يا خپل د ژنوند حق د نورو لاسو ته وسپاري؟ يوه بله نيوکه دا چې نن سبا د حېواناتو، ونو او د سمندر د  څنډو وغېره د حقوقو خبره کيږي چې له حېواناتو، اکولوجي او د ژوند له چاپېريال سره په اړوندو مسائلو کښې يې رواج پېدا کړے دے. حېوانات، غرونه او ځنګلونه څه قوت او ارادې لرلې شي؟
په دويمه نظريه کښې د حقوقو هدف د فرد له قدرت او اراې څخه ملاتړ نه بلکه له هغۀ سره د متعلقو  ځينو سرچينو او مصالحو حفاظت ګڼل کيږي. دغه نظريه له وړومبۍ نظريې سره ځينې اړوندې نيوکې نه لري خو هغه خنډ چې په دغه نظريه کښې ښکاري دا دے چې له افرادو سره متعلق ګټي د هغو حقوقو يوه برخه ده چې د هغوي لپاره په نظر کښې نيول شوي دي. يعنې وړومبے پکار دي د افرادو لپاره يو لړ حقوق منظور شي  او بيا له هغو نه د رامنځته شويو ګټو ضمانت ورکړې او وپېژندل وشي. البته له حېواناتو او د طبيعت له مظاهرو سره اړوند حقوقو په اړه بيا هم پوښتنه شته چې داسې يو حق لرونکي څه ګټې لرلې شي؟
خو د اسلام له نظره د حق معنا څه ده؟ حق د پائېدارې هستۍ په معنا دے. يعنې هرهغه څيز چې ثبات او پائېداري ولري حق دے. په همدې دليل قرآن پروردګار حق بولي. د سورۀ حج په دوه شپېتم مبارک آيت کښې راغلي دي: ((دا له دې امله دي چې خداے حق دے او هغه څه چې بې له هغۀ يې رابولي باطل دي.))
البته حق درجې لري، ځکه چې هر حق د ثبات په يوه رتبه کښې ځاے نه لري. خو حق د حقوقو د علم په اصطلاح کښې په اجتماع کښې يو اعتباري مفهوم دے. حقوق له هغو ټولو اجتماعي قوانينو او مقرراتو څخه عبارت دي چې د خداے پاک لخوا د نظم، عدل او انصاف د ټينګښت لپاره د په بشري ټولنه کښې تدوينيږي چې د ټولنې نېکمرغي رامنځته کړي.
دلته ضروري ده چې د حق او حکم فرق هم بيان شي. که يوه چاره يوازې قانوني اړخ ولري يا د وظيفې تر حده وي او څيزونو ته وګرځي حکم ورته ويل کيږي. فقهي احکام چې هر يو د انسان لپاره يو لړ ذمه وارۍ ټاکي له دې امله حکم بلل کيږي. او يا هغه احکام چې څيزونو ته ګرځي لکه دا چې اوبۀ پاکوونکې دي.
خو د حقوقو او احکامو ترمېنځ نه بيلېدونکې رابطه موجوده ده. مثلاً که څه هم انسان د ازادۍ حق لري خو په عېن حال کښې په ازادۍ مجبور دے. يعنې دا چې انسان نه شي کولې له ځانه ازادي لرې کړي. نو له دې امله ټول هغه حقوق چې د بشر له ازادۍ سره اړوند دي د انسان په اړه الهي احکامو ته ګرځي. د مثال په توګه که څه هم انسان د ژوند حق لري خو وظيفه لري چې د دغه حق حفاظت وکړي  او نه شي کولې هغه له ځانه جدا کړي. په ديني مکتب کښې د انسانانو د ټولو حقوقو روح د خداے حکم دے. په دې معنا چې هم هغه ډول چې انسان پکار د ي له سالمو اوبو او هوا استفاده وکړي او حق نۀ لري چې له دغو دواړو څخه ځان بې برخې کړي. همدا ډول انسان دنده لري چې له هغو حقوقو څخه چې خداے ورلره ټاکلي دي استفاده وکړي.
يعنې انسان د هر هغه حق په وړاندې چې خداے پاک ورته عطا کړے دے يو لړ دندې او ذمه وارۍ لري او دغه ذمه وارۍ د هغه حق له حفاظت او خيال ساتنې سره اړوند دي. خداے پاک په دې وجه دغه ذمه واري او دنده فرض کړې ده چې غواړي انسان له خپلو انساني حقوقو څخه په ګټه اوچتولو سره کمال او سعادت ته ورسي. ځکه چې د ټولو احکامو او ذمه واريو ريښه  د انسان مصلحت ته ګرځي. دغه احکام يوه ټينګه اډانۀ لري. ځکه چې دغه ټول احکام خداے پاک ته چې حق دے او پائېداره هستي ده ګرځي.
د قران شريف د سوره توبه په درې دېرسم مبارک آيت کښې راغلي دي چې: ((هغه ذات چې خپل پېغمبر يې له هدايت او حق دين سره راولېږۀ.)) دلته په دې خبره پوهېدې شوو چې ديني احکام د پېغمبرانو او انسانانو ترمېنخ د يو عامه تړون او اجتماعي اعتبار په څېر نه دي چې وروسته د باطلېدو وړ وي. په همدې دليل هر هغه قانون چې انسان د اسماني وحي په نظر کښې لرلو نه بغېر برابر کړي د باطلېدو وړ دے.
په توحيدي نړۍ کتنه کښې هر هغه نعمت چې له حق سره مل وي، او هيڅ داسې يو نعمت په دنيا کښې نه شي موندل کېدې چې انسان يې په وړاندې مسئول نه وي.  د نهج البلاغې د دوه څلور څلوېښتم حکمت له مخې امام علي (ع) فرمايلي دي: ((د خداے پاک لپاره په هر نعمت کښې يو حق دے. هر چا چې يې حق ادا کړ له هغه نعمته زياته ګټه اوچتوي او هر هغه کس چې د هغه حق په وړاندې کوتاهي وکړه نو ځان يې په خطر کښې و اچوۀ ‎. (يعنې د نعمت د ختمېدو خطر)
نو په دې بنياد انسان له نعمتونو څخه په استفاده کښې ازاد نه دے او پکار د ي د هر نعمت حق ادا کړي. خو دا چې د هر نعمت حق څه دے پکار دي د وحي تعليماتو او د ديني لارښوونکو وېناو او د نعمتونو په وړاندې د هغوي کردار ته پاملرنه وکړي.
ګرانو او قدرمنو دوستانو په راتلونکي پروګرام کښې به دا وضاحت وکړو چې ولې خداے پاک د بشری حقوقو د ټاکلو لپاره صالح مرجع دے. همدارنګ دا موضوع چې انسان په يوازې ځان او په خپل عقل باندې په تکيې سره نه شي کولې د انساني حقوقو د ټاکلو لپاره يوه ښه سرچينه وي له يو لړ دلائلو سره به يې ستاسو په خدمت کښې وړاندې کړو. نو تر هغه وخته بريالي اوسئ.
----------

ټیګونه