Apr 28, 2016 12:29 Asia/Kabul

ګرانو او قدرمنو دوستانو په تېر مطلب کښې مو وویل چې ټول خلق یو لړ حقوق لری چې د هغو حقوقو د حفاظت او ترې د ګټې اوچتولو دنده لری.

همدارنګ مو اشاره وکړه چې حق یوه پائېداره او نه بدلېدونکې چاره ده. نو ځکه د حق سرچینه به هم ثابته او همېشنۍ وی. الهی مکتوبونه خداے پاک د بشری حقوقو سرچینه بولی. ځکه چې خداے حق دے. خداے حق دین او الهی احکام د خپلو پېغمبرانو علیهم السلام له لارې د خلقو ترمېنځ خپارۀ کړی دی. نو ځکه الهی احکام او اوامر ټول حق دی او نه بدلېدونکی دی.

هغه څه چې حق دین یې بیانوی له زمانی او مکانی اختلافاتو نه وراخوا د ژوند په کلی کرښو او د انسانی ژوند په بنسټیزو چارو مشتمل دی. دغه کلی کرښې هیڅکله په څه تړون سره نۀ ټاکلې کیږی. ځکه چې له نړۍ سره د انسان د خاص تعلق په بنیاد ټینګې دی. انسان له نړۍ سره یو اصیل تعلق لری چې بنیادی اصول یې د وختونو او ځایونو په فرق سره نه بدلیږی. بشری حقوق هم د همدغه پائېدار تعلق په بنیاد دی او یوازې د هغو قرارداری چارو په بنیاد نۀ دی چې خپله د انسانانو لخوا برابریږی او دا په مختلفو ټولنو کښې په کامله توګه فرق لری. نو ځکه هغه څه چې د خداے پاک لخوا د انسانانو د حقوقو په توګه په نظر کښې نیول شوی دی قراردادی او موقتی چارې نۀ دی چې په مختلفو وختونو یا مختلفو ځایونو کښې د بدلون وړ وی.

بشری حقوق پکار دی د نړۍ د ټولو انسانانو لپاره یو شان او سوچه پېغام ولری. څرګنده ده چې داسې یو قانون له مختلفو سرچینو څخه رامنځته شوې نه شی کېدې. د اسلامی مکتب له نظره د بشری حقوقو سرچینه پکار دی د ټولو انسانانو ترمېنځ ګډه وی. ځکه چې حق یوه پائېداره چاره ده او څرګنده ده چې د حق سرچینه هم پکار دی یوه پائېداره چاره وی. هغه وخت چې یوه سرچینه د بشری حقوقو د برابرولو بنیاد ګرځېدې شی چې د نړۍ د ټولوخلقو په نزد په آدابو،رسوماتو، نژاد،رنګ او جنس وغېره کښې د هغوی له اختلافاتو نه په تېرېدو ومنلې شی.او که داسې نه وی نو که بشری حقوق د نورو سرچینو له مخې برابر کړوو نو بیا د ټولو بشری آئیډیالونو او ضرورتونو ضمانت ورکوونکی نه شی کېدې او یوازې د هم هغې ډلې چې په دغې مخصوصی سرچینې عقیده لری ضرورتونو ته خواب ویوونکی وی.

په عامه توګه د هېوادونو کورنی قوانین د یو واحد اساسی قانون په بنیاد برابرولې شی. د بشری حقوقو د تدوین لپاره هم یو نړیوال اساسی قانون ته ضرورت لروو. په دغه اساسی قانون کښې د قوانینو د برابرولو لپاره کلی چوکاټ او کرښې ټاکل کیږی. اوس دا پوښتنه رامنځته کیږی چې د ټولو انسانانو او ټولو وختونو لپاره هغه ګډه او نړیواله سرچینه کومه پکار ده؟ که مو په یاد وی په هغه پروګرام کښې چې د لویدیځو فلاسفرانو له نظره مو د بشری حقوقو د سرچینې په اړه درسر وغږېدوو اشاره مو وکړه چې په دغو کښې ځینې فلاسفران او متفکران د انسان د طبیعت، ځینې یې عقل، ځینې یې اراده او ځینې هم یې آداب او رسومات او عرف د بشری حقوقو د قواعدو د سرچینې په توګه معرفی کړی دی. اوس غواړوو چې په دغو نظریاتو باندې د شویو ځینو اعتراضونو څېړنه وکړوو.

ځینې لویدیځ متفکران باوری دی چې آداب ، رسومات او عرف د بشری حقوقو ټاکوونکی کېدې شی. د دغه نظر په ځواب کښې پکار دی وویل شی چې د نړۍ د هرې سیمې خلق خپل خاص کلتور، آداب، رسومات او عرف لری. سیمه ایز او جغرافیائی خصوصیتونه نه یوازې په دودونو، رسوماتو او آدابو باندې زیات اثرات لری بلکه په فکری او اعتقادی خصوصیتونو هم اثر کوی. مثلاً هغه خلق چې په یوه سړه سیمه کښې اوسیږی په توده سیمه کښې د اوسېدونکو خلقو په شان د حقوقی مقرراتو په اړه فکر نه کوی. نو ځکه په هره زمانه یا جغرافیائی سیمه کښې ځینې داسې آداب، رسوم او عرف موجود وی چې له نورو سیمو سره فرق لری. په همدې دلیل آداب او رسومات د ټولو انسانانو د ژوند د کلی کرښو د ټاکلو لپاره یوه ښه سرچینه نه ګڼلې کیږی. البته پکار دی دا خبره ومنوو چې د هر ملت خاصې ځانګړتیاوې، آداب، رسومات او عرف د قانون د اجرا کولو په څه رنګوالی کښې زیات تاثیر لری، خو د ګډ قانون په برابرولو او تفسیرولو کښې تاثیر نه لری.

تردې ځایه وویل شول چې بشری حقوق ګډې سرچینې ته ضرورت لری. اوس پکار دی دا پوښتنه و شی چې آیا انسان کولې شی دغه ګډه سرچیه وپېژنی او د هغې په بنیاد بشری حقوق وتاکی؟

هیڅ یو کس د یوې موضوع له پېژنګلۍ نه بغېر د هغې په اړه بحث او خبرې اترې نه شی کولې. د انسان له پېژندګلۍ نه بغېر د بشری حقوقو خبره کول یوه ناشونې چاره ده. د انسانانو لپاره د بشری حقوق ټاکنه د ځان او نورو بشری ډلو له پېژندګلۍ نه بغېر ناممکنه ده. تر ننه پورې هیڅ یو نفسیات پېژاندی یا انسان پېژاندی نه دی کړې شوی دا ادعا وکړی چې انسان یې د هغۀ له ټولو روحی او نفسیاتی اړخونو سره په بشپړه توګه پېژندلے دے. نو بیا څنګه هغه انسان چې د خپل ځان او نورو انسانانو بشپړه شناخت نۀ لری د ټولو انسانانو لپاره د حقوقو د برابرولو ادعا لرلې شی؟

مهم ټکے دا دے چې پوه شوو چې انسانان په طبیعی توګه له یو بل سره یووالے او غږملتیا نه لری. هغه څه چې د انسانانو ترمېنځ د اشتراک، غږملتیا او ملګرتیا سبب کیږی مادی اسباب او وسیلې دی. مادی اسباب په هم هغه اندازه چې د انسانانو ترمېنځ د ملګرتیا او غږملتیا سبب دی د اختلافاتو سبب هم دی. وحدت او یووالی ته د انسان د رسېدو یوازېنے عامل دا دے چې له طبیعته او مادې څخه ازادی حاصله کړی. انسانان چې هر څومره دنیا ته نزدې کیږی زیاتره اختلافاتو ته مخه کوی او هر څومره چې خدائی رنګ واخلی او له مادی تعلقاتو څخه لرې شی نو وحدت او یووالی ته رسیږی. انسان د وحی له رڼا نه بغېر د مادې له کثرته نه شی ازادېدې. نو ځکه انسان د مادی کثرتونو او اختلافاتو په زمینه کښې د بشر واحدو او ګډو حقوقو د پېژندګلۍ او برابرونې توان نه لری.

بل ټکے دا دے چې د نړۍ له پېژندګلۍنه بغېر د بشر د حقوقو د سرچینې پېژندل ممکن نه دی.انسان یوه اوږده ماضی تېره کړې ده او یو مبهم او له رمز او راز نه ډک مستقبل په مخکې لری. هغه کس چې غواړی د انسان په باره کښې یو حکم جاری کړی، پکار دی د دنیا او انسان ماضی او مستقبل په ښه توګه وپېژنی او په دې پوه شی چې د انسان او دنیا ترمېنځ څه تعلق ټینګ دے. انسان داسې مخلوق نه دے چې په یوازې ځان او د هستۍ د نظام له نورو اجزاو سره له تړاو نه بغېر ژوند وکړی. د بشری حقوقو په بیانولو کښې چې د بشر په اړه د یو لړ اصولو او قواعدو ټاکنه پرې لازمی ده داسې یوې پېژندګلۍ ته په قطعی توګه ضرورت لری.

یو بل مطلب چې د بشری حقوقو د سرچینو په پېژندلو او ټاکلو کښې د انسان بې وسی ثابتوی دا دے چې انسان په عامه توګه په خپل او د ټولنې به ضرورت باندې تاکید کوی، بې له دې چې د رښتیاو او دروغو ضرورتونو ترمېنځ فرق وپېژنی. هغه بیمار چې د جراحۍ له عمله تازه فارغ شوے وی د زیاتې تندې احساس کوی خو د هغۀ ډاکټر پوهیږی چې دغه ضرورت یې د دروغو دے. له بشری حقوقو سره په اړوندو مسائلو کښې هم د ټولنې زیاتره ضرورتونه همداسې دی او پکار دی هغه کس چې انسان د هغۀ له ټولو اړخونو سره په ښه توګه یې پېژنی د کارپېژندنې نظر ورکړی چې له دغو څخه کوم ضرورتونه یې رښتینی دی او کوم یې د دروغو دی.

کله چې انسان وغواړی د بشری حقوقو په ټاکنه او برابرونه لاس پورې کړی نو څرګنده ده چې خپل ځان د سم او ناسم شناخت معیار او ملاک بولی. نو په داسې صورت کښې هر څه یې چې له خپلو غوښتنو او آرزوګانو سره سمون خوری غوره کوی او له دې نه بغېر نور څنګته کوی بې له دې چې د هستۍ د نړۍ د نورو موجوداتو او مخلوقاتو ګټو او مصالحو ته پاملرنه وکړی.

هغه څه چې نن سبا د مروجه بشری قانون جوړونې په سېسټم کښې موجود دی دا دی چې هر هغه څه چې اکثریت یې قبلوی یو قانون ګڼلې شی. د الهی مکاتبو له نظره دغه حل لاره هیڅکله عاقلانه او عادلانه نه ده. ځکه چې د بې شمېرو خلقو د غوښتنو او آئیډیالونو پوره کوونکې به نه وی ځکه چې داسې ډله خلق موجود دی چې له دغه قانون سره مخالف دی او یوه ډله خلقو هم د ناخبرۍ او نورو عذرونو په وجه د دغه قانون په اړه په فېصلې کولو کښې ګډون نه دے لرلے. له بلې خوا ولې راتلونکی نسلونه دې پکار دی هم هغه قانون ته غاړه کېږدی چې یوه ورځ د هغۀ له شتونه بغېر او د پخوانیو نسلونو لخوا برابر کړې شوے وی.

د دې سوال په ځواب کښې کېدې شی دا ادعا وشی چې اجتماعی ضرورتونه د داسې حالت تقاضا کوی. ځکه چې نه شی کولې په یو وخت د یو یو کس نظر پوره کړې شی. خو په ځواب کښې باید ووایوو چې دا یو مشکل په قانون جوړونه کښې په غلطه توګه او غېر الهی بنیاد باندې د انتخاب پېداوار دے او د دغه بنیاد له بدلونه بغېر د مشکل ختمېدنه ممکنه نه ده.

د متفکرانو او عاقلانو عقل او تفکر هم په یوازې ځان نه شی کولې د بشری حقوقو قواعد وټاکی. پکار دی په دې پوه شوو چې په هره موضوع کښې د عاقلانو او متفکرانو خبره پرېکنده حجت او دلیل نه ے. یوه هغه مسئله چې پکې د عقل د خاوندانو پوهه په یوازې ځان کافی نه ده، له نړۍ کتنې سره اړوند مسائل دی یعنې هغه تفکر او مطلب اخېستنه چې یو مکتب یې د نړۍ او هستۍ به اړه وړاندې کوی نړۍ کتنه نومولې شی. د بشری حقوقو د سرچینو ټاکنه او د اصولو استنباط یوه اعتقادی او له نړۍ کتنې سره اړوند مسئله ده. له دې امله پوهان او متفکران یوازې په دې وجه چې عاقلان دی نۀ شی کولې د بشری حقوقو د سرچینو په باره کښې خپل نظریات حجت او قطعی وګڼی. خداے پاک د قران شریف د سورۀ بقرې په یو سل دېرشم مبارک آیت کښې فرمائی: ((له بې عقله کس نه بغېر بل څوک دے چې د ابراهیم له دینه مخ ګرځوی.))

په اسلامی نظریه کښې عقل دا دے چې په هغۀ سره د خداے پاک پرستش وشی. په همدې دلیل په قران شریف هغه کسان چې د حضرت ابراهیم (ع) له دینه مخ وګرځوی ناپوهه او بې وقوف کسان ګڼل کیږی. نو په دا ډول عقل که د پوهې او خرد په معنا وی خو په الهی دین باندې له عقیدې سره مل نه شی نو نادانی او ناپوهی ده.

له بلې خوا پکار دی دې ټکی ته توجه ولروو چې زیاتره هغه انسانان چې د بشری حقوقو د پېژندګلۍ او ټاکلو په لټه کښې شوی دی د ځان محورۍ او هوا پرستۍ له آفته په امان کښې نه وو او نه دی. که یو انسان ځان محوره وی نو بې له شکه د حق په مقابل کښې اودریږی او که وکړې شی نو باطل حق ښئ. دا هم هغه کار دے چې یهودی پوهانو او عالمانو به کوۀ. البته پکار نه دی چې هېر کړوو چې که څه هم انسان ځان غوښتونکے او خود خوا دے خو فطرتاً خداے غوښتونکې او خداے غواړے دے. د خود خواهۍ طبیعت او د فطرت د خدا غوښتنې ترمېنځ جنګ تل د انسان په وجود کښې موجود دے. زیاتره خلق له خپل طبیعت سره بلد دی او له دې امله یې خودخواهی په خدا خواهۍ باندې تسلط پېدا کوی.

خو قران مونږ ته دا تعلیم راکوی چې د خلقت نړۍ د خپلې خدا غوښتنې لاره پلې کوی. انسانان هغه لټون کوونکی دی چې پېدا کړې شوی دی چې په دغه ډېر ستر سمندر کښې لامبو ووهی او مرغلرې راپېدا کړی. که په غلطه لاره لاړ شی نو ډوبیږی او د نورو لپاره د عبرت سبب ګرځی.

له تېرو ټولو بحثونو څخه دې نتیجې ته رسیږوو چې د انسان له خوا قانون جوړونه له ډېرو اعتراضونو سره مخامخه ده. همدغه مشکلات په دې باندې یو لړ مضبوط دلائل دی چې انسان نه شی کولې د بشری حقوقو قواعد وټاکی. په مقابل کښې په الهی قانون جوړونه کښې له ویل شویو اعتراضونو څخه یو هم شتون نه لری.

ګرانو او قدرمنو دوستانو په راتلونکی پروګرام کښې به داسې دلائل بیان کړوو چې دا ثابته کړوو چې د بشری حقوقو په اړه قانون جوړونه یوازې له خداے پاک سره ښائی. په داسې صورت کښې دی چې د دنیا له خلقت نه واخلې تر خاتمې پورې د ټول بشریت لپاره پائېدار او نړیوال قواعد او قوانین وټاکلې شی.

-------------------------------------------------------------

ټیګونه