Apr 28, 2016 12:37 Asia/Kabul

ګرانو او قدرمنو دوستانو په تېر مطلب کښې مو وویل چې انسان د بشری حقوقو د قوانینو د ټاکلو او جوړولو لپاره مناسبه سرچینه نۀ دے.

د بشری حقوقو د ټاکلو لپاره له هرڅه وړومبے پکار دی انسان وپېژنوو او له دې وروسته د هستۍ په نړۍ او ورسره د انسان په خاص تعلق باندې پوه شوو. خو کوم انسانان کولې شی ادعا وکړی چې په کامله توګه انسان د هغۀ له ټولو پېچلو وجودی اړخونو سره پېژنی؟ بل ټکے دا دے چې انسانان له جهالت او هېرونې پاک نۀ دی. همدارنګ هوا او هوس او نفسانی خواهشات د بشری متفکرانو په لاره کښې ستر خنډ دے. کوم یو متفکر او قانون پوه د یو داسې قانون د جوړولو ادعا کولې شی چې له جغرافیائی سیمې او کلتوری خصوصیتونو څخه وراخوا د ټولو انسانانو ګټې او مصالح یې په نظر کښې لرلی دی؟

خو له مخکې بیان شویو اعتراضاتو او اشکالاتو څخه هیڅ یو د الهی قانون جوړونې په اړه نه شی کېدې. ګرانو دوستانو په دې مطلب کښې غواړوو چې د دغې ادعا د ثابتولو لپاره یو لړ دلائل او مستندات بیان کړوو.

د انسانانو د حقوقو د ټاکنې او جوړونې لپاره ترټولو غوره سرچینه خداے پاک دے. ځکه چې له یوې خوا د خداے پاک د علم او پوهې په حریم کښې جهالت او ناپوهی هیڅکله لاره نه لری. لکه قران شریف د سورۀ سباء په دریم مبارک آیت کښې د خداے پاک د علم په حقله فرمائی: ((په اسمانونو او زمکه کښې هیڅ څیز له هغۀ نه پټ نۀ دے.))

له بلې خوا هېره او سهوه هم د خداے پاک د علم پراختیا ته لاره نه لری. یعنې دا ناممکنه ده چې خداے پاک دې د یو څیز په اړه جاهل وی یا دې هغه هېر کړی. لکه قران شریف د سورۀ مریم په څلور شپېتم مبارک آیت کښې فرمائی: ((ستا پروردګار هیڅ څیز نه هېروی.))

همدارنګ د مینې، بغض او کینو په بند کښې ګېرېدنه هم د خداے پاک له ذاته لرې خبره ده. هغه پروردګار چې د انسان خالق دے او هغۀ ته یې د ژوند حق ورکړے دے خپله له انسانه ښۀ پوهیږی چې د هغۀ ګټې او مصالح کوم دی. په دا ډول هم د قانون جوړونه او هم د قانونی انعامونو او سزاګانو ټاکنه چې تر هر حده او پولې پورې وی له خداے پاک سره ښائی.

د الهی دینونو نظریه دا ده چې ټول انسانان کولې شی د یو بل ترڅنګه سوله ایز او دوستانه ژوند ولری. دا له دې امله دی چې د ټولو بشری وګړو ترمېنځ یو ګډ او پائېدار اړخ موجود دے. همدغه اړخ دے چې کولې شی د انسان خوشبختی رامنځته کړی او د انسان رښتینې سوکالۍ پوره کړی. قران شریف دغه اړخ ((روح)) نوموی او وائی چې دغه روح الهی فطرت لری.

اوس کېدې شی دا پوښتنه رامنځته شی چې آیا فطرت هم هغه طبیعت دے چې بشری متفکران یې د بشری حقوقو بنیاد بولی؟ په ځواب کښې پکار دی ووایوو چې مونږ د څیزونو لپاره د هغو مختلفو خاصیتونو په اعتبار چې یې لری د یو لړ ذاتی ځانګړتیاو قائلیږوو. مثلاً انسان ګوری چې اوبۀ یو جسم او یوه ماده ده، خاوره هم یو جسم او یوه ماده ده. خو له دغو څخه هر یو خپلې خاصې ځانګړتیاوې لری چې بل یې نه لری، نو مجبوراً دا نتیجه اخلی چې په دغه جسم کښې یو قوت، یوه انرجی او یو خصوصیت پټ دے چې د دغې خاصې ځانګړتیا سبب شوے او یو بل خصوصیت په دویم کښې پټ دے چې د هغۀ د خاصې ځانګړتیا سبب شوے دے، او هغه ځانګړتیا چې د یو خاص اثر سبب کیږی نوم یې ((طبیعت)) دے. البته د طبیعت لفظ د نباتاتو، حېواناتو او انسانانو په شان سا لرونکی او جاندارو په اړه هم استعمالوو، ځکه چې په ځینو اړخونو کښې له بې جانو سره مشترک دی، په لنډه توګه جاندار هغه څه چې بې جان یې لری ، لری یې خو داسې اړخونه هم لری چې بې جان یې نۀ لری.

انسانان په خپلو ذاتی او طبیعی خصوصیتونو سربېره فطرت هم لری. فطرت هم هغه څیز دے چې لویدیځ متفکران ترې غافله پاتې دی. خو الهی دینونه ورته خاصه پاملرنه کوی. فطرت د کمال لوری ته د انسان د دائمی حرکت او جستجو سرچینه دے. فطری ګروهنې هم ناآګانه دی او د فطری استعدادونو غوړېدنې د هغو د خنډونو له لرې کولو او د کمال په لوری کښې راتلل دی. هغه انسان چې دنیا ته راځی یو داسې حېوان دے چې باطن یې د انسان جوړېدو استعداد لری نو ځکه دغه فطری ګروهنې د تربیت او روزنې وړ دی. د دغو ګروهنو غوړېدنه روزنې، تربیت او مجاهدت ته ضرورت لری. انسان د هغې دانې په شان دے چې کمال او سعادت ته د رسېدو لپاره پکار دی یوه لاره پلې کړی. فطرت د انسانی روح له خواصو څخه دے او د هغۀ د د وجود او خلقت برخه دے. دغه روح دے چې د فطرت ظرف دے اوهغه په بر کښې لری.

د قران شریف له نظره د ټولو انسانانو ترمېنځ دغه ګډ اصل یعنې فطرت درې ځانګړتیاوې لری. وړومبۍ دا چې یوازې خداے غواړی. دویمه دا چې په ټولو انسانانو کښې د امانت په توګه اېښودے شوے دے او دریمه دا چې له هر ډول بدلون او تغییر څخه په امان کښې دے. د قران شریف د سورۀ روم په دېرشم مبارک آیت کښې راغلی دی: ((فِطْرَتَ اللَّهِ الَّتِی فَطَرَ النَّاسَ عَلَیْهَا ۚ لَا تَبْدِیلَ لِخَلْقِ اللَّهِ)) یعنې له الهی فطرته پېروی وکړه چې خداے انسانان د هغۀ په بنیاد پېدا کړی دی.د خداے خلقت نه بدلېدونکے دے.))

نو ځکه څرګنده ده چې هغه څه چې د ټولو انسانانو ترمېنځ د ګډ اصل په توګه منل کېدې شی الهی فطرت دے. له دې امله د بشری حقوقو په ټاکلو او پېژندلو کښې بې له دغه ګډ اصله په بل څه اعتماد نه شی کېدې او هیڅکله پکار نه دی چې د انسان د وجود په هغو سرچینو چې د هغۀ طبیعت ته ګرځی تکیه وکړوو. کله چې دغه اصل ومنلې شی نو په ډاګه کیږی چې د بشری حقوقو جوړوونکے هغه موجود دے چې دغه فطرت یې جوړ کړے او پېژنی یې.

تر دې ځایه دا معلومه شوه چې قران شریف د ټولو انسانانو ترمېنځ ګډ اصل د هغوی فطرت بولی او د یوې اهمیت لرونکې سرچینې په توګه یې ورته ارزښت ورکړے دے. خو له فطرته زیاته ارزښتمنه وحی ده او په همدې دلیل قران شریف د الهی پېغمبرانو علیهم السلام په شمول ټولو ته دا حکم ورکوی چې له ځانه څه قانون جوړ نه کړئ او غوږ مو د وحی سرچینې ته کیږدئ. نو کله چې د پېغمبرانو علیهم السلام په باره کښې حالت داسې وی نو د نابغانو او نورو لوړو انسانانو دنده هم معلومه ده.

د اسلام قدرمن پېغمبر (ص) له دې سره سره چې ټول طبیعی نعمتونه لری او د وحی له سرچینې سره هم تعلق لری د خلقو لپاره د قانون جوړونې حق نۀ لری.د قران شریف د سورۀ قیامت په شپاړسم او اولسم مبارکو آیتونو کښې پېغمبراکرم (ص) ته ویلی شوی دی: ((په بیړې سره د قران قرائت مه کوه چې مونږ خپله قرآن راغونډ کړے دے او په تایې لولوو.))

دا خطاب په دې معنا دے چې پېغبر پکار نۀ دی د وحی له ترلاسه کولو مخکې خبره وکړی. البته د اسلام قدرمن پېغمبر (ص) په همدې طریقه چلند وکړ. نو ځکه خداے پاک د هغه حضرت په باره کښې د سورۀ نجم په دریم او څلورم مبارکو آیتونو کښې فرمائی: ((په خپله خوښه څه خبره نه کوی بلکه هرڅه چې وائی الهی وحی ده چې ورباندې نازله شوې ده.))

د بشری حقوقو د قانون جوړونې حق یوزې خداے لره دے، ځکه چې انسان له خپل هستۍ بخښونکی سره نزدې تعلق لری. دغه تعلق یوازې د انسان له خلقت سره محدود نه دے، بلکه له خلقته وروسته هم هغه تل د دغه نزدې تعلق په زمینه کښې ژوند کوی. له دې امله بشر د خپل تکامل د لارې د پلی کولو لپاره له پرودګار سره تعلق ته ضرورت لری او نه شی کولې په خپل سر په دې لاره تګ وکړی. نو نتیجه یې دا شوه چې د بشری حقوقو ټاکنه چې د د دغه تکاملی لارې له ګامونو څخه یو ګام دے پکار دی د هستۍ بخښونکی هم هغې مبداء لخوا بڼه ونیسی.

له بلې خوا د بشری حقوقو د ټاکنې سریزه دا ده چې پکار دی انسان او د هغۀ ضرورتونه وپېژندل شی. د دغو ضرورتونو پېژندنه د انسان د ژوند د مختلفو اړخونو په اړه بشپړه معلومات لرنه لازمی کوی. څرګنده ده چې یوازې خداے په دغو ټولو اړخونو خبر دے. د خداے پاک علم او احاطه یوازې په اوسنی وخت پورې محدوده نه ده، بلکه د انسان او نړۍ په تېر وخت او راتلونکی پوهیږی. هغه خداے چې خپله یې انسان پېدا کړ او له بل هر کس نه د هغه د وجود له پېچلو اړخونو خبر دے. نوځکه یوازې خداے دے چې بشری حقوق ټاکلې شی.

توحیدی نړۍ لید د حقوقی فلسفې په برخه کښې یو خاص نظام لری. د دغه فکری نظام په بنیاد خداے پاک هستِ محض یعنې بې نقصه موجود دے او هستِ محض هر کمال لری او له هرې نیمګړتیا او نقصه پاک دے. یوازې حقِ محض دے چې کولې شی حق وټاکی او عطا یې کړی. په همدې دلیل قران مجیدد سورۀ آل عمران په دېرشم مبارک آیت کښې فرمائی: ((الحق من ربک، یعنې حق ستا له پروردګار څخه دے.))

له بلې خوا د نړۍ ټول موجودات چې هر یو د نقصان یوه درجه لری د هغه هستِ محض تر سرپرستۍ لاندې راځی. دغه سرپرستی او اِشراف د هر موجود په تناسب مختلف وی او که یو موجود له هغه هستِ محض سره څه تعلق ونه لری نو له هستۍ څخه یې ونډه صفر ته رسیږی. په مقابل کښې هغه موجود چې له هستِ محض سره لا زیات تعلق ولری نو له هستۍ څخه به یې ونډه لا زیاته وی.

--------------------------------------------------

ټیګونه