Apr 28, 2016 12:44 Asia/Kabul

ګرانو او قدرمنو دوستانو په تېرو مطلبونو کښې مو په ګڼ شمېر دليلونو سره ثابته کړه چې د بشري حقوقو د قواعدو د ټاکنې حق خاص خداے لره دے

او د متفکرانو، پوهانو افکار او د انسان عقل په يوازې ځان نشي کولې د دنيا د ټولو انسانانو لپاره د بشري حقوقو قواعد وټاکي. له دې امله چې انسان د بشري حقوقو د قواعدو موضوع ده، په دې پروګرام کښې غواړوو چې د اسلام په الهي تفکر کښې د انسان مقام بيان کړوو. د دغه بحثونو بيانول په دې دليل اهميت لري چې د اسلامي بشري حقوقو اعتقادي اصول څرګندوي او د لويديځ له بشري حقوقو سره يې د حېثيت او اصولو فرق لا په ډاګه کوي ‎.
انسان داسې طبيعت لري چې د هغۀ له ظاهري بدن او مادې سره وابسته دے او همدارنګ داسې يو فطرت لري چې اډاڼه يې الهي روح دے. د انسان ټول فضيلتونه د هغۀ فطرت او ټول کږلېچونه يې طبيعت ته ګرځي. د دغو دواړو ترمېنخ تل يو پائېدار جنګ موجود دے چې که فطرت په هوا او هوسونو باندې کامياب شي نو ((جهاد اکبر)) ورته ويل کيږي. کله چې په دې جنګ کښې فطرت کامياب شي نو ټولې فرښتې يې مخې ته په سجده پريوزي او کله چې طبيعت بريالے شي نو انسان يو داسې موجود شي چې له حېواناتو هم پريوتے وي.
د قران شريف قدرمن مفسر او د فلسفې استاد علامه طباطبائي د انسان د ژوند طبيعي اړخ ته په پام سره باوري دے چې انسان په طبيعي توګه وحشي او په برتري غوښتونکے دے نه قانونمند او متمدن. تمدن هغه ښکارنده ده چې په انسان تپلې شوې ده ګنې هغه خوښوي چې په وحشي توب کښې ژوند وکړي. هر کس تر يوې اندازې پورې تيري کوونکے دے او له دې امله چې ويني چې نور هم د تيري او تجاوز په حال کښې دي نو کوشش کوي چې د قوانينو په جوړولو سره دغه تيري حد او پوله لرونکي او انډول کړي. نو ځکه که انسان د قانون حکومت مني نو له دې امله دي چې غواړي دغه ټول تيري د نظم او نظام تابع شي.
د انسان له طبيعته وراخوا د هغۀ روح ودې او ترقۍ ته اماده دے. قران شريف د سورۀ اسراء په اويايم مبارک آيت کښې انسان يو داسې موجود بولي چې خداے پاک ورته کرامت ورکړے دے:
(( وَلَقَدْ کَرَّ‌مْنَا بَنِی آدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِی الْبَرِّ‌ وَالْبَحْرِ‌ وَرَ‌زَقْنَاهُم مِّنَ الطَّيّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَى کَثِيرٍ‌ مِّمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلًا))
يعنې مونږ بنيادمانو ته کرامت ورکړ او هغوي مو په اوچه او سمندر کښې (به مرکبونو) سوارۀ کړل او ورته مو پاکې روزۍ عطا کړې او هغوي مو په زياترو مخلوقاتو چې مو پېدا کړي دي برتري ورکړه.))
د انسان کرامت د دې ښودونکے دے چې هغه په حقيقت کښې له وجودي لحاظه يوه ځانګړتيا او اوچتوالے لري. په نورو الفاظو سره د انسان کرامت د دې بيانوونکے دے چې هغه يو لوړ او اعلی کېفيت لري او د دنيا د موجوداتو يوه اوچته مرغلره ګڼلې کيږي نو په همدې وجه د سورۀ ص د پينځۀ اويايم مبارک آيت له مخې خداے پاک د دغې ځانګړې مرغلرې له پېدا کولو وروسته ابليس ته خطاب کوي: ((ولې دې د هغه څه په وړاندې چې په دواړو لاسو مې پېدا کړ سجده ونکړه؟))
دا تعبير يعنې د خداے پاک په دوو لاسو د انسان خلقت د دې ښودنه کوي چې انسان يوه ارزښتناکه مرغلره ده.
د همدغه کرامت په وجه پکار دي  ټول اخلاقي او حقوقي تعليمات د دغه نظر اصل ته په پام سره او ورسره په بشپړه سمون خوړنې سره برابر کړې شي. کله چې دا ومنوو چې انسان يوه کرامت لرونکې او ارزښتناکه مرغلره ده نو بيا به خامخا په دې باور لروو چې نۀ  يوازې ازادي او امنيت وغېره دهغۀ حق دے بلکه پکار دي په دا ډول تفسير او تنظيم شي چې د هغۀ له کرامت سره سمون وخوري.
انسان يو خداے لټوونکے مخلوق دے او له خداے سره د هغۀ تعلق عېن فقر او حاجت دے. خداے پاک د قران شريف د سورۀ فاطر په پينځلسم مبارک آيت کښې فرمائي: ((اے خلقو! تاسو خداے پاک ته حاجتمن يئ.))
له دې مبارک آيته په حقيقت کښې دا څرګنديږي چې وړومبې دا چې انسان خپلواکه وجود نه لري او بله دا چې تعلق يې يوازې خداے سره دے او له بل هيڅ مخلوق سره وابسته نه دے. نو ځکه د بشر لپاره د هر ډول حقوقي ترتيب او تنظيم پکار دي د هغۀ له خداے لټوونکي روح سره پوره سمون ولري. هغه حقوقي تعليمات چې د انسان لپاره وجودي خپلواکي فرض کوي يا دا چې هغه له خداے نه بغير يو مخلوق سره وابسته بولي د حق له سرچينې څخه الهام نه اخلي.
قران شريف انسان د يو ابدي او تل پاتې مخلوق په توګه معرفي کړے دے. قران شريف د سورۀ انشقاق په شپږم مبارک آيت کښې فرمائي:
«يَا أَيُهَا الْإِنسَانُ إِنَّکَ کَادِحٌ إِلَى رَ‌بِّکَ کَدْحًا فَمُلَاقِيهِ» يعنی؛ "اے انسانه، تۀ په رنځ او کوشش سره د  خپل پروردګار لوري ته روان يې او ورسره به ملاقات کوې.))
دغه خبره خاص مومنانو لره نه ده بلکه د ټولو انسانانو په باره کښې ده. ځکه چې له همدغه آيته وروسته فرمائي چې ځينې خلق به د خپل کردار عمل نامه په ښي لاس کښې لري يعنې مومنان دي او ځينې به په کيڼ لاس کښې لري يعنې کافران دي.
نو بس د قران شريف له نظره انسان يو همېشنے او ابدي مخلوق دے. البته د انسان ژوند په مرګ سره نه ختميږي. له مرګه وروسته د انسان روح د بندن له حصاره ازاديږي او همېشنے ژوند يې تر لقاء ا... يعنې له خداے پاک سره تر ملاقاته دوام مومي. نو ځکه انسان په دغه ټوله اوږده لاره کښې داسې قوانينو او اصولو ته ضرورت لري چې د خداے پاک لخوا مقرر شوي وي.
قران شريف انسان يو ابدي مخلوق بولي نو په همدې وجه خداے پاک چې د دنيا مدبر او چلوونکے دےد انسان د همېشني ژوند په ټولو مرحلو کښې د هغۀ د ژوند پروګرامونه تدبير کړي دي او د هغۀ د ژوند د ټولو برخو لپاره يې يو لړ آداب او سنت ګرځولي دي. د انسان انفرادي او اجتماعي ژوند د انسان د ژوند له وړمبۍ مرحلې يعنې دنيا سره اختصاص نه لري. په آخرت کښې هم فردي او ډله ايز ژوند موجود دے خو د آخرت او دنيا د ډله ايز ژوند ترمېنځ جوهري فرق موجود دے.
د دغو دواړو نظامونو جوهري فرق دا دے چې انسان په دنيا کښې نه شي کولې خپل ټول ضرورتونه په يوازې ځان پوره کړي. انسان د حېواناتو په اپوټه په دا ډول د دنيا ژوند ته داخليږي چې څه پوښ او اوزار په اختيار کښې نه لري. حېوان له هم هغې ابتداء څخه په بدن باندې بوښ لري او د ښکار لپاره پنجې او د تګ او ټوپ وهلو لپاره توان لري،خو انسان د پېدائش په شروع کښې دغه څيزونه نه لري. خداے پاک د سورۀ نساء په اتويشتم مبارک آيت کښې د انسان کمزوري بيانوي چې: (( انسان کمزورے پېدا کړے شوے دے.))
نو په دې دليل انسان په دنيا کښې د خپلو ضرورتونو د پوره کولو لپاره  له نورو سره وابسته دے او له دې امله ډله ايز ژوند ته مخه کوي، خو په آخرت کښې داسې نۀ دے. په آخرت کښې د رزق بې پايانه دسترخوان غوړېدلے دے او هيڅوک د روزۍ موندلو لپاره کار او کوشش ته ضرورت نه لري. هر څوک به په آخرت کښې د هم هغه دسترخوان مېلمه وي چې خپله يې په دنيا کښې برابر کړے دے.
په جنت کښې هيڅوک د سوکالۍ لپاره کار او تلاش ته ضرورت نۀ لري. بلکه هر څوک يوازې په ارادې او او مشيت سره خپلې غوښتنې ترلاسه کوي او البته په همدغه حال کښې جنت د اجتماعي ژوند خوند او خوشحالي هم لري. هلته کښې د يوې کورنۍ د وګړو او خپلوخپلوانو راغونډېدل هم يو خوند لري. خو دغه ډله ايز تشخص د خوند اخېستو لپاره دے نه د يو بل د کار د ترسره کولو او د يو بل د ضرورتونو د پوره کولو لپاره دے.
دغه انفرادي او اجتماعي تشخص په دوزخ کښې هم په نظر راځي. به دوزخ کښې هم هرهغه څه چې انسان ترې ويريږي بې له څه کوشش او تلاشه آماده دي. خو هغه څه چې د هغۀ لپاره برابريږي يوازې د شر او بدۍ له جنسه دي. هم هغه ډول چې په جنت کښې جوش وهونکې چينې او ونې او بوټي او د نورو نعمتونو پېدائش د جنتيانو د غوښتنے نتيجه ده. په دوزخ کښې هم هر هغه څه چې د دوزخيانو د ويرې او ترهې سبب کيږي بې له څه ځنډه به تيار وي. د دوزخ ډله ايز تشخص هم داسې دے چې دوزخيان مجبور دي چې له هر هغه کس سره چې ترې کرکه کوي د هغۀ انډيوال او ورسره به يوځاے په عذاب اخته وي. د سورۀ مريم په اتۀ شپېتم مبارک آيت کښې فرمائي: ((ستا په پروردګار قسم چې هغوي به له شېطانانو سره محشور کړو. نو په داسې حال کښې چې په ګونډو به وي په ټول دوزخ کښې به يې حاضر کړوو.))
په اسلامي تفکر کښې د بشري حقوقو يو اصل له نړۍ او په دې نړۍ کښې د خداے پاک د نعمتونو په اړه د هغۀ له دندې سره د انسان خاص تعلق دے. د دغه تفکر يو اصلي محور دا دے چې د انسان ښۀ يا بد کردار د دنيا د نعمتونو په پېدا کېدو يا کمېدو کښې زياته ونډه لري. انسان له خاصې جغرافيائي ځانګړتيا سره په هر هېواد او هره سيمه کښې کولې شي په خپل عمل سره دنيا ته بڼه ورکړي او د هستۍ د نعمتونو حدود پراخه کړي.
مثلاً قران شريف د حجاز ټاټوبي په باره کښې داسې خبره کوي چې که څه هم دغې سيمې مناسب جغرافيائي موقعيت نه لرۀ او پرېشانه اجتماعي حالت يې هم لرۀ خو پکې د کعبې شريفې د شتون په دليل چې د الهي دين يو مهم مرکز دے دواړه نعمتونه يعنې ښۀ اقتصاد او امنيت يې لرلے دے. دغه ټکي ته په پام سره په دې پوهېدې شوو چې د انسان د حقوقي دندو د بيانولو لپار پکار دي د دنيا په نسبت د انسان تعلق او د هستۍ د نعمتونو په وړاندې د هغۀ دنده وپېژندلې شي.
په هغه نظريه کښې چې قران شريف يې بيانوي دنيا په دې دليل د انسان لپاره رام او مسخر شوې ده چې دې فلاح او کاميابي ترلاسه کړي او دغه فلاح او کاميابي د نفس له تزکيې او پاکيزګۍ څخه عبارت ده.
نو ځکه له نړۍ او د هغې له نعمتونو څخه په استفاده کښې داسې عمل نه شوو کولې چې له سولې او امنيت سره سمون ونه خوري. د صنعتي کولو مسئله پکار نه دي د نړۍ د تخريب او ويجاړۍ سبب شي. قران شريف د داسې نېکو کسانو يادونه کوي چې په عېن حال کښې د زياتو او شاندارو نعمتونو د لرلو باوجود د يرغل او تخريب په فکر کښې نه وو.  سليمان، داؤد او ذوالقرنين عليهم السلام د دغو نېکو کسانو نمونې دي. مثلاً داؤد عليه السلام د سليمان عليه السلام وارث ؤ او په اوسپنه باندې يې تسلط لرۀ او يو انقلابي شخصيت، ملي رهبر او لوړ قوت يې لرۀ خو هغۀ دغه معجزه ناک قوت او طاقت د يرغل، تخريب او د يرغل کوونکو وسلو د جوړولو په لاره کښې استعمال نه کړ بلکه هغه يې د زغرې په جوړولو کښې استعمال کړ او له دغه بې مثاله خداے ورکړي قوته يې د دفاع په لاره کښې استفاده وکړه.
نو بس قران شريف مونږ ته دا رازده کوي چې د کائناتو له نعمتونو څخه په استفاده کښې سمه لاره غوره کړوو او د اصلاح او نجاب په فکر کښې اوسوو.
ګرانو او قدرمنو دوستانو تر دې ځايه پوه شوو چې انسان د قران له نظره انساني کرامت لرونکے، خداے لټوونکے، همېشنے، ابدي او انفرادي او اجتماعي تشخص لرونکے مخلوق دے. انسان د هستۍ له دنيا سره ډېر نزدې تعلق لري او د دې دنيا نعتمونه د هغۀ  لپاره رام او مسخر شوي دي چې کاميابي ترلاسه کړې شي. خداے پاک د پېغمبرانو عليهم السلام او د اسماني کتابونو د نازولولو له لارې دغه قواعد د انسان لپاره ټاکلي دي. انسان له الهي احکامو څخه په پېروۍ سره داسې مقام ته رسېدې شي چې خليفت ا... او د فرښتو د سجدې ځاے وګرځي او له بلې خوا په سرغړونې سره له حېواناتو هم لاندې مقام ته نزول وکړي.
------------------

ټیګونه