Apr 28, 2016 12:50 Asia/Kabul

ګرانو او قدرمنو دوستانو سلامونه مو قبول کړئ. په تېرو مطالبو کښې مو بيان کړل چې د اسلامي تعليماتو مطابق د بشري حقوقو د قانون جوړونې حق يوازې خداے پاک لره دے.

خداوند متعال د پېغمبرانو عليهم السلام او د اسماني کتابونو د نازلولو له لارې دغه قواعد انسان ته په ګوته کړي دي. له هغې وړومبنۍ ورځې څخه چې انسان وپنځولے شو، خداے پاک اسماني کتابونه د هغۀ مخې ته وګرځول چې د هغۀ د ژوند لارښونه وکړي. په دغو لارښوونکو کتابونو کښې انسان ته ښودلې شوي دي چې له کوم ځايه راغلے دے او کوم خوا ته به ځي او د خداے پاک لوري ته په صراط مستقيم باندې څه رنګ تګ وکړي. قران شريف چې تر ټولو وروستے او ترټولو کامل او بشپړه کتاب دے په حقيقت کښې يو امانت دے چې خداے پاک د انسانانو ترمېنځ ګرځولے دے چې د هغۀ په تعليماتو باندې د عمل له لارې خلقت معنا پېدا کړي او پنځون تفسير شي. خداے پاک انسان ته وعده ورکړې ده چې که په دغه لارښود کتاب او د هغۀ په تعليماتو پورې زړۀ وتړي نو له ټولو اسمانونو او زمکې به اوچت شي او که يې څنګته کيږدي نو زياتره موجودات به پرې برتري بيامومي. د قران شريف د سورۀ احزاب په دوه اويايم مبارک آيت کښې راغلي  دي:
« إِنَّا عَرَضْنَا الْأَمَانَةَ عَلَى السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَالْجِبَالِ فَأَبَيْنَ أَن يَحْمِلْنَهَا وَأَشْفَقْنَ مِنْهَا وَحَمَلَهَا الْإِنسَانُ ۖ إِنَّهُ کَانَ ظَلُومًا جَهُولًا» يعنی؛ ((مونږ امانت (يعنې ژمنه، دنده او الهي ولايت) اسمانونو، زمکې او غرونو ته وړاندې کړ هغوي يې له اوچتولو ډډه وکړه او ترې وويرېدل خو انسان په اوږه کړ، هغه ډېر ظالم او جاهل ؤ (يعنې ځکه چې د دغه لوړ مقام قدر يې ونۀ پېژندۀ او په ځان يې ظلم وکړ.)) 
قرآن مجيد نړيواله کورنۍ په دريو برخو وېشي. د دغې کورنۍ درې غړي په دا ډول دي. مسلمانان، غېر مسلمانان موحدان او ملحدان يعنې کافران.
نړيواله کورنۍ دغه درې غړي لري او قران د هغو ټولو لپاره يو خاص پېغام لري او د هغوي لپاره د يو لړ خاصو حقوقو قائل دے. د بعثت په هم هغه زمانه کښې هم خداے پاک دوه اصول د پېغمبراکرم (ص) په اختيار کښې ورکړل چې وکړې شي په هغو سره د دغو غړيو چارې تدبير کړي. د سورۀ آل عمران په څلور شپېتم مبارک آيت کښې راغلي دي چې فرمائي:
« قُلْ يَا أَهْلَ الْکِتَابِ تَعَالَوْا إِلَى کَلِمَةٍ سَوَاءٍ بَيْنَنَا وَبَیْنَکُمْ أَلَّا نَعْبُدَ إِلَّا اللَّـهَ وَلَا نُشْرِکَ بِهِ شَيْئًا وَلَا يَتَّخِذَ بَعْضُنَا بَعْضًا أَرْبَابًا مِّن دُونِ اللَّـهِ فَإِن تَوَلَّوْا فَقُولُوا اشْهَدُوا بِأَنَّا مُسْلِمُونَ» ((ووايه: اے کتابيانو! راشئ د هغې خبرې لوري ته چې زمونږ او ستاسو ترمېنځ يوشان ده چې له واحد خدايه بغېر د څه پرستش ونکړوو او څه څيز د هغۀ هم سنګ ونه ګرځوواو له مونږ  څخه ځينې بې له خدايه ځينې په خدائۍ قبول نه کړوو. هرکله چې له دې بلنې سرغړونه وکړي نو ووايه: ګواه اوسئ چې مونږ مسلمانان يوو.))
د دې مبارک آيت يوه برخه د ټولو موحدانو ترمېنځ ګډ اصل بيانوي او بله برخه يې د ټولو انسانانو ترمېنځ ګډ اصل بيانوي. که څه هم په ظاهره بيان شوے ټول آيت له کتابيانو سره اړوند ښکاري او موحدانو ته پېغام ورکوي چې بې له خدايه د څه پرستش ونکړي او له هغه سره شرک ونکړي. خو د ملحدانو په شمول ټولو انسانانو ته بلنه ورکوي چې له خپلو مېنځو څخه يو کس يا څو کسان په خدائۍ غوره نه کړي.
د قران مجيد په دويم اصل کښې دسورۀ ممتحنه په اتم مبارک آيت کښې مسلمانانو ته هم حکم ورکوي چې د نورو دوو غړيو يعنې غېر مسلمانانو او ملحدانو خاص حقوق دې محترم وګڼي. حتی د ملحدانو په اړه انصاف کول تشويقوي. او فرمائي:
« لَّا يَنْهَاکُمُ اللَّـهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقَاتِلُوکُمْ فِی الدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوکُم مِّن دِيَارِکُمْ أَن تَبَرُّوهُمْ وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ ۚ إِنَّ اللَّـهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ» " خداے تاسو د هغو کسانو په اړه چې د دين په لاره کښې له تاسو سره ونۀ جنګېدل او تاسو يې له خپلو کورونو او وطنونو ونۀ وېستلئ له نېکۍ کولو او د انصاف له خيال ساتلو نۀ منعې کوي، ځکه چې خداے انصاف کوونکي خوښوي.))
په اصولې توګه د اسلام بنيادي حکم دا دے چې مسلمانان دې نړيوالې
 کورنۍ ته د احترام او وفا په سترګه ګوري او يوازې دې له هغو کسانو مخ وګرځوي چې ورباندې يې سياسي او اجتماعي دباوونه راوړي دي. په همدې دليل د سياسي چلند په حقله هم مسلمانانو دا تعليم زده کړے دے چې هيڅکله به لوظ او قول نه ماتوي او تر هغه  وخته چې بله خوا په خپله ژمنه پابند وي هغوي دې هم خپله ژمنه محترمه وګڼي. خداے پاک د سورۀ توبه په اوم مبارک آيت کښې همدغه مسئله بيانوي چې ((تر هغه وخته چې هغوي په خپلو لوظونو ټينګ ولاړ وي نو تاسو هم ټينګ اودريږي))  قران کريم همدارنګ مسلمانانو ته تعليم ورکړے دے چې له ټولو انسانانو سره دې ښۀ  سلوک ولري. د سورۀ بقرې په درې اتيايم مبارک آيت کښې راغلي دي: : « وَقُولُوا لِلنَّاسِ حُسْنًا» يعنی؛ "له خلقو سره ښۀ سلوک کوئ.))
د وېلو ده چې په دې مبارک آيت کښې ((قول)) د خبرې او ګفتار په معنا نه دے بلکه د سلوک او عمل په معنا دے. له هغو نورو مبارکو آيتونو څخه چې مسلمانان د نړيوالې  کورنۍ د غړيو د حقوقو خيال ساتنې ته رابولي دا بشپړه او د قدر وړ حکم دے چې د دريو پېغمبرانو عليهم السلام له ژبې بيان شوے دے او په قران مجيد کښې درې ځل يعنې د سورۀ اعراف په پينځه اتيايم، د سورۀ هود په پينځۀ اتيايم او د سورۀ شعراء په يو سل درې اتيايم مبارکو آيتونو کښې راغلے دے. . «وَلَا تَبْخَسُوا النَّاسَ أَشْيَاءَهُمْ » يعنی: "د خلقو له څيزونو څه کم نه کړئ))." دغه وېنا د حضرت شعېب (ع) له وخت نه رائجه وه او له هغه وخت نه تر اوسه پورې تل په ا لهي شريعتونو کښې مطرح وه او ده. البته حضرت شعېب (ع) هم خپل تعليمات او لارښونې د حضرت ابراهيم (ع) له مکتبه اخېستې وې. دغو بنيادي وېناو له ټولو الهي مکتبونو سره تعلق لرلے دے. د دغه پېغام په پوهېدو کښې پکار دي د هغې هر اړخيزوالے او بشپړوالے په نظر کښې ولروو. دغه مبارک آيت د هر دين او نژاد د خلقو د ژوند ټول اړخونه په نظر کښې لري. کم خرڅونه، ګران خرځونه، په تدريس، تاليف او تحقيق کښې تحريف، په  خدماتي او  اجتماعي چارو کښې کم غور کول، په قضاوت او فېصلې کولو او په ټولو زمينو کښې په هر څه کښې سستي کول له خلقو څخه په کمولو کښې راځي. مثلاً کله چې يو مسلمان او يو ملحد عدالت او محکمې ته مراجعه کوي نو د قاضي فريضه جوړيږي چې د هغوي ترمېنخ د عدل او انصاف په خيال ساتنه کښې فرق ونکړي او که داسې يې وکړل نو د بل لوري له حق څخه يې کم کړي دي. نو له دې امله قران شريف د سورۀ نساء په اتۀ پنځوسم مبارک آيت کښې حکم ورکړے دے چې عادلانه قضاوت دې د ټولو خلقو په اړه وي نۀ يوازې د مسلمانانو او کتابيانو په اړه. لکه فرمائي:
« وَإِذَا حَکَمْتُم بَيْنَ النَّاسِ أَن تَحْکُمُوا بِالْعَدْلِ»؛ ((او کله چې د خلقو ترمېنځ فېصله او داوري کوئ نو په انصاف سره داوري وکړئ.))
اسلام د نړيوالې کورنۍ د ټولو غړيو لپاره پېغام لري. د نړيوالې کورنۍ ټول غړي يعنې مسلمانان، موحدان او ملحدان په اسلامي پېغام کښې شامل دي او اسلام په خپله بلنه کښې ټول شامل کړي دي. اوس کېدې شي ځينې دا ګمان وکړي چې د نړۍ لپاره د اسلام پېغام يوازې د بشريت د ژغورونکي حضرت امام مهدي (ع) د نړيوال حکومت په دوران پورې منحصر دے. که څه هم دا خبره په خپل ځاے صحيح ده چې د زمانې امام (ع) به دنيا د واحد حکومت ترسيوري لاندې لارښونه کوي خو پکار دي دا ګمان ونکړوو چې د هغه قدرمن امام د غېبت په زمانه کښې اسلام د نړيوالې کورنۍ لپاره څه پروګرام او پېغام نۀ لري. آيا ويلې شوو چې د امام د راڅرګندېدو تروخته پورې چې څوک يې نېټه نۀ شي ټاکلې او لرې والے او نزدې والے يې معلوم نۀ دے نړۍ به په خپل حال پاتې وي او اسلام يې د  چارو د تدبير وس ونه لري؟ او آيا ويلې شوو چې د نړۍ ټول خلق پکار دي مسلمانان شي  چې اسلام يې تر خپلې يوې چترۍ لاندې راولي؟ په قطعي توګه يې ځواب منفي دے. ځکه چې اسلام د امام د ظهور د روښانه وخت له رارسېدو نه تر مخکې پورې د نړيوالې کورنۍ د نورو غړيو لپاره هم پېغام او پروګرام لري. که هغه موحدان وي او  که غېر مسلمانان وي او که ملحدان وي.
ګرانو او محترمو دوستانو تر دې ځايه پوه شوو چې د اسلام مبين د ټول بشريت لپاره انساندوستانه او بشر دوستانه پېغامونه لري. انسان د خداے پاک مخلوق دے او عقل، ارادې او ذمه وارۍ ته په پام سره په نورو مخلوقاتو باندې برتري لري. خلق د خلقت په اصل کښې په خپلو کښې برابر او مساوي دي او د رنګ، جنس، نسل او قوم له مخې د هغوي ترمېنځ مېنځ هيڅ ډول تميز او برتري د قبول وړ نه  ده. د انسان برتري د هغۀ له ايمان، تقوا، عمل او اکتسابي کوشش سره تړاو لري. په همدې دليل خداے پاک پېغمبران عليهم السلام د انسان له عقل سره د مرستې او په غېبي او له مرګ نه وروسته مسائلو کښې او هر هغه څه کښې چې انسان ورته له دنيا نه تر آخرته پورې د خپل ژوند په لاره کښې ضرورت لري د لارښونې لپاره ولېږل.
له دې نه علاو خداے پاک اسماني کتابونه د بشر مخې ته وګرځول چې د هغۀ د ژوند لارښود وي. قران شريف هم چې ترټولو کامل او ترټولو آخري اسماني کتاب دے يوازې د مسلمانانو لپاره نه بلکه د ټولو انسانانو په اړه بشري او انساندوستانه پېغامونه لري. زمونږ په زمانه کښې ټول الهي احکام بيان شوي او د انسان رسائي ورته شته. له دې سره سره روښانه ده چې په دې زمانه کښې  مسلمانان هومره توان نۀ لري چې اسلامي احکام په ټوله دنيا کښې جاري کړي. نو ځکه نن هر مسلمان ذمه واري لري چې په داسې لاره کښې تګ وکړي چې وکړې شي اسلامي احکام په ټوله نړۍ کښې جاري کړې شي.
دلته مهم ټکے دا دے چې مسلمانان حق نۀ لري چې د اسلامي احکامو د جاري کولو لپاره له نورو انسانانو سره مقابلې ته راپاڅي. د هغه کار په شان لکه چې ځينې تندلاري او افراط پالي کسان يې د تش په نامه اسلامي احکامو د اجرا لپاره کوي. هغه لاره چې پکار دي دغه هدف ته د رسېدو لپاره پلې شي د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د دندې ترسره کول  دي. دا هم هغه طريقه ده چې قران شريف يې مسلمانانو ته معرفي کوي. خداے پاک د سورۀ حج په يو څلوېښتم مبارک آيت کښې فرمائي: (( بې شکه هغه کسان چې کله مې ورته په زمکه کښې توان او طاقت ورکړ، نو نمونځ قائموي، زکات ورکوي او امر بالعمروف او نهي عن المنکر کوي او د ټولو کارونو خاتمه خداے پاک لره ده.)) يو بل ټکے دا دےچې اسلام د نړيوالو تړونونو او معاهدو د ساتنې او د حقوقي ژمنو او قسمونو په خيال ساتنې باندې ټينګار کړے دے. نتيجه يې دا شوه چې که څه هم اسلام د نړيوالې کورنۍ د ټولو غړيو احترام کوي خو خپل پېروکار يې ژمن کړي دي چې دغه کورنۍ حق او صلاح ته راوبولي او خپل ټول توان او قوت استعمال کړي چې نړيواله کورنۍ اسلام ته ګروهنه پېدا کړي. 
-----------------

ټیګونه