Apr 28, 2016 13:06 Asia/Kabul

ډیرو ګرانو دوستانو! دا دئ اوس په اسلام کی د بشری حقوقو له یو بل مطلب سره ستاسو په خدمت کی یو، هیله ده د دغه مطلب تر پایه پوری زموږ سره و اوسئ.

په اوس حال کی هغه څه چی د بشری حقوقو د مقرراتو په نامه پیژندل کیږی، له دویمې نړیوالې جګړې وروسته، د حقوقی قوانینو د شتوالی د ضرورت د احساسولو محصول دي. د بشری حقوقو د قوانینو د تنظیمولو اساسی علت او مقصد، همدغه د اړتیا احساس ؤ. بشری قانون جوړونکي او پوهان دې نتجې ته ورسیدل، چی لمړئ باید د نړۍ د ټولو خلګو د اړتیاؤو سره یو غږمل قانون تیظیم شی؛ چی په ټولو هیوادونو کی د اجرا وړ وی. دویم دغه قانون جوړونکی پدی پسی ؤو، چی د دغه قانون پلی کیدا باید، د ټولو ټولنو د  ګټو برابرونکې وی، او یواځی د یوې یا څو ټولنو او ډلو په واک کی رانشی. دریم، د نوموړیو قانون دانانو د ګمان او تصور بنسټ دا ؤ، چی د داشان یو قانون مواد او اصول باید، د خلقت د واقعیتونو په اساس وی، نه دا چی د خیالاتو او اوهامو په اساس، جوړ شی.
ټولې دغه فرضیې درستې او منطقې دي. هغه څه چی د توپیر سبب دئ، د دې پوښتنې د ځواب په هکله اختلاف دئ، چی د خیال او وهم، او حقیقت او واقعیت ترمنځ پوله، څه ده؟ او کوم څوک کولای شی دغه پوله وپیژنی؟ د مادی قانون پوهانو له نظره، له مادې پرته بل هیڅ څیز واقعیت او شتون نه لری، او هر هغه چی د لیدلو او درک وړ نه وی، خیال او خرافات ديد. له دې رویه، روح – ابدیت او غیر مادې عالم، د خیالاتو او اوهامو له جملې څخه دي.
مګر، الهی قانون پوهان باوري دي؛ چی د حقوقی قوانینو سرچینه، په مادیاتو پوری محدوده نه ده؛ بلکه په نړۍ کی له مادې څخه لا لوړ ارزښتونه شتون لری، چی حقیقت او واقعیت په هغو پوری مربوط دی. که د ټولو انسانانو ګډه ګټه مطرح وی، یواځی له همدې لارې څخه د چمتو کیدو وړتیا لری. ځکه چی د ژبې؛ دود او عادات په شان مادې سرچینې، په یواځې سر نشی کولای، په حقیقې توګه وحدت رامنځته کونکی او پایداره وی. په همدی دلیل، د بشری حقوقو د ټاکلو لپاره، تر ټولو ډیره ښه سرچینه، د متعال خدای ج ذات دئ. خدای تعالی ج دغه حقوق او قوانین، د پیغمبرانو د لیژلو، او د انسانانو ترمنځ د الهی دینونو د رائیجولو له لارې، د ټول بشریت لپاره وړاندی کړل.
په تیر مطلب کی مو وویل: چی انسان د خدایتعالی ج مخلوق دئ، او د عقل، ارادې او مسؤلیت په شان د هغه خصوصیاتو ته په پام سره، پر نورو مخلوقاتو باندی برترې لری. او له همدې کبله متعال خدای ج پیغمبران، د انسان له عقل سره د مرستې د کولو او ملګرتیا، او د غیبې چارو، او له مړینې وروسته چارو، او هر هغه څه په زمینه کی، چی انسان له دنیا څخه تر آخرته پوری د خپل ژوندانه په لاره کی ورته اړمن دئ، د لارښوونې لپاره واستول. سربیره پر دې متعال خدای ج، آسمانی کتابونه بشر ته وړاندی کړل، تر څو د هغه د ژوندانه په چارو کی لارښود وی. داسلام دین هم؛ چی وروستئ آسمانی دین دئ، د ټول بشریت لپاره، انسان دوستانه پیغامونه لری. د مسلمانانو، مؤحدانو او ملحدانو په شمول؛ د نړۍ هر درې واړه ډلې او فرقې،د اسلامی پیغام په لړۍ کی شتون لری.  او اسلام هغوی ټولو ته بلنه ورکړې ده. قرآنکریم هم، چی ډیر بشپړ او وروستئ آسمانی کتاب دئ، نه یواځی د مسلمانانو لپاره، بلکه د ټولو انسانانو لپاره، بشری او انسان دوستانه پیغامونه لری. ځکه نو زموږ په عصر او زمانه کی، ټول الهی احکام بیان شوي، او د انسانانو په واک کی دي.
پدی زمینه کی، د یو شمیر کسانو له خوا، دا شک او شبهه مطرح کیږی چی د اسلام قوانین په تیرو  ۱۴۰۰ کلونو  پوری مربوطیږی، او په اوس عصر او دوره کی کوم کارنده توب نه لری. په بله وینا، اوس ممکنه ده یوه پوښتنه د ټولو په ذهن کی پیدا شی، چی که اسلام او هغه څه چی د قرآن او سنت له لارې موږ ته رسیدلی دي، د بشری حقوقو یواځنۍ سرچینه وی، بیا نو د قرآنکریم له نازلیدو، او حضرت پیغمبر اکرم ص، او د معصومو امامانو ع له حضور وروسته، د نویو او بی شمیرو پیښو سره باید، څرنګه چلند وکړو؟
یو شمیر په غلطۍ سره دغې پوښتنې ته په ځواب کی وایی: چی اسلام یواځی ارزښتمن او کلې اصول بیان کړی دي؛ مګر د حکومت او د خلګو د ژوندانه کیفیت، ټاکلئ نه دئ. د مثال په توګه اسلام وایی: چی د خپل ژوندانه نظام، د عدل او قسط په اساس وټاکئ، خو د هغو قوانینو او مقرراتو رامنځته کول، چی داسی یو هدف ته د رسیدو لپاره ضروری دي، پخپله د انسان په غاړه دي.
دغه ځواب غلط دئ. ځکه هغه څه چی الهی قانون ټاکونکو، د بشری حقوقو په باره کی، په کتاب او سنت کی راوړی دي، نه یواځی ارزښی اصول پکی شاملیږی، بلکه د قیامت تر ورځې پوری؛ د فردی او ټولنیزو مقرراتو په شمول، د انسان د ټولو اړتیاؤو بیانونکي دي.
زیاتره اسلامی پوهان باوري دي، چی اسلام نه یواځی د بشر په ژوندانه باندی واکمن اصول او ارزښتونه ټاکلي دي، بلکه د قیامت تر ورځې پوری یی، د بشر د ژوندانه ټول فردی او ټولنیز، قوانین او مقررات بیان کړي دي.
په اسلامی کتابونو کی راغلی دي: چی هر هغه څه چی د خلګو د اړتیا وړ وی؛ د قرآنکریم په کتاب کی او د پیغمبر اکرم او پاکو امامانو په سنت کی شته دي. حضرت امام صادق ع فرمایی: « په رښتیا متعال خدای ج په قرآنکریم کی د هر څیز روښانه بیان نازل کړئ، تر هغه ځایه پوری چی په خدای قسم، خدای تعالی د هیڅ څیز له بیان څخه چی بشر ورته اړمن وی، ډډه نه ده کړې، او دغه مسئله تر دې حده پوری ده، چی هیڅ بنده و نشی ویلای: « کاشکی دغه څیز په قرآن کریم کی نازل شوئ وای» مګر داچی متعال خدای هغه په رښتیا په قرآن کریم کی نازل کړی وی.»
د دغه ارزښتمن بیان سره سم، هر هغه څه چی د خلګو د اړتیا وړ وی، په قرآنکریم کی راغلی دي، تر څو کوم څوک و نشی ویلای، کاشکی دغه مطلب په قرآنکریم کی وای. پدې توګه ادعا نشو کولای چی مثلاً د حکومتی مسایلو او د بشری حقوقو په زمینه کی، کتاب او سنت کوم پیغام موږ ته ندی راوړئ. آیا ممکنه ده هغه دین چی تر دې حده پوری یی د اقتصادی چارو، د ژوندانه د چاپیریال او داسی نورو مسایلو په شان، فردی او ټولنیزو موضوعګانو ته پاملرنه کړې ده، پدغو مسایلو پوری د مربوطو قوانینو او مقرراتو تنظیمول، د بشر محدود او نیمګړی فکر ته سپارلي وی؟
امام باقر ع هم فرمایی:« په رښتیا، متعال او لوړ مرتبه خدای ج، ټول هغه څیزونه چی امت ورته  اړمن دئ، پخپل کتاب او سنت کی   نازل کړي دي، او هغه یی په روښانه توګه خپل پیغمبر ته بیان کړي، او د هر څیز لپاره یی حد او پوله ټاکلې، او د هغه لپاره یی روښانه کونکئ دلیل راوړئ، او همداراز یی له هغه حد او پولې څخه د تیری کونکو لپاره، سزا ټاکلې ده.»
د دغه شریف روایت سره سم هم، د امت ټولې اړتیاوې، په کتاب او سنت کی لیکلي شوي دي، که هغه د  افرادو اړتیاوی وی، او که د هغوی د ټولنې اړتیاوی. دغه روایت پدې معنا نه دئ چی، متعال خدای ج، ټول د اړتیا وړ مطالب، د امام عصر عج په نزد ایښي دي، او د هغه کامل انسان، او د خدای د خلیفه تر ظهوره پوری، انسانی ټولنه له دغه هدایت څخه بی برخه وی، بلکه دغه احکام؛ هم بیان شوي او هم، هغو ته لاسرسې موندلای شو.
البته روښانه ده، چی د قرآنکریم په وسیله دغه بیان شوي اصول او کرښې، د ټولو له خوا د پوهیدلو وړ نه دي، بلکه د قرآنکریم حقیقی مفسران، یعنی معصوم امامان(علیهم السلام) کولای په هغو باندی وپوهیږی، او نورو ته یی بیان کړی.
په نتیجه کی باید وویل شی په هره دوره کی د انسانانو ټولې اړتیاوې، په کتاب او سنت کی بیان شوي دي، لیکن په دغه مطلب باندی درست پوهیدل، هغه وخت شونی دي چی، د امامت او فعالې فقهې رول ته پاملرنه وکړو.
که څه هم، د قرآنکریم د نازلیدو، د اسلام د ګران پیغمبر ص د بعثت او د معصومو امامانو ع د ژوندانه له وخت څخه، زیاته موده تیریږی، او د غیبت په دوره کی هم، د نننی بشر لپاره د کامل انسان سره د مستقیمې اړیکې امکان نشته، خو د اسلام فعاله فقه، او د اجتهاد مسئله، د اوسنیو انسانانو د نویو مسایلو او مشکلاتو ځواب ویونکې ده. په دی اساس، د اجتهاد د مسئلې په شتوالی سره، د اسلام قوانین او مقررات نه زړیږی، او د بشر د ورځنیو پرمختګونو سره ګام په ګام، پرمختګ کوی.
په لا روښانه توګه د دغه حقیقت د درک لپاره، باید و پوهیږو چی په لمړنیو اسلامی پیړیو کی، فقهې مقررات او حقوقی قوانین، تر دې حده پراخ او زیات نه ؤو، خو دغو قوانینو ته د اړتیا له زیاتیدا سره جوخت، اجتهاد وکولای شو پخپلې دندې باندی عمل وکړی، او د بشری زیاتیدونکو اړتیاؤو ځواب ویونکی وی. البته دغه اړتیاوې، تر نه چندان لیری وخته پوری، د عبادی مسایلو او مدنی احکامو په زمینه کی وې، او له دې رویه، د اجتهاد ځوابونه هم، په زیاته اندازه په همدې زمینې پوری مربوطیږی.
ګرانو عزيزانو! لکه څنګه چی پوهیږۍ چی یوه فقه؛ د دې لپاره چی الهی حکم ته ورسیږی، او هغه د فتوا په بڼه بیان کړی، باید له دریو مرحلو څخه تیره شی. لمړنۍ مرحله داده چی د اسلامی نړۍ لید په اساس، فقهې سرچینې وټاکی. ټولې فقهې سرچینې، په کتاب – سنت – عقل او اجماع کی ځلا پیدا کوی. ( په فقه کی اجماع، په یوه دینی مسئله کی د مذهبی عالمانو ګډ نظر او رایې ته ویل کیږی). که څه هم د تشیع د مذهب د نظر سره سم، اجماع له سنت څخه اخیستل شوی احکام دي، او خپلواکه سرچینه نه ده. له دې مرحلې وروسته، له دغو سرچینو څخه د فقهې اصولو او قواعدو د را ایستلو نوبت رسیږی. او دریمه مرحله هم، عبارت ده،  د هغو ففهې اصولو او قواعدو په اساس، د فتوا له استنباط څخه.
هر کله چی یو حقوق پوه هم، د حقوقی قوانینو په تنظیمولو پیلوی، له هماغو مراحلو څخه تیریږی، چی یو فقیه یی تر شا تیروی. یعنی لمړئ باید حقوقی سرچینی په ښه توګه وپیژنی، پسله هغه له هغو سرچینو څخه، حقوقی اصول را وباسی، او وروسته بیا له هغو اصولو څخه حقوقی مادو ته لاس پیداکړی.
د اسلامی قوانینو او مقرراتو په هکله هم، که څه هم له معصومینو پرته، ټول انسانان ممکنه ده اشتباه او خطا وکړی، لیکن دا پدې معنا نه ده، چی له معصومانو پرته هیڅوک ونشی کړای، حقیقت ته ورسیږی، او د حقوقو سرچینه کشفه کړی. همدا چی پیغمرانو، انسانانو ته بلنه ورکړې چی حقایق لاسته راوړي، د دی ښودنه کوی چی له دې لارې څخه تیریدل، له ټولو سختیو سره سره ممکن دي.
ځکه نو هغه څوک کولای شی، د حقوقو سرچینې ته لاس پیداکړی چی، پیاوړی هوډ او جدې اراده ولری. د داسی یو انسان ځانګړنه داده چی؛ هم په علمی مسایلوکی، او هم په عملی چارو او موضوعګانو کی، یقین او هوډ، له شک او تردید سره نه ګډوی، او د دغو دؤو مواردو پولې پیژنی.
ګرانو ملګرو! د دغه مطلب دوام په راتلونکی پروګرام کی ستاسو حضور ته وړاندی کوؤ، تر هغه مو په لوی خدای سپارو. 

ټیګونه