Apr 28, 2016 13:32 Asia/Kabul
  • اسلامي بشري حقوق (۱۴)
    اسلامي بشري حقوق (۱۴)

ګرانو او قدرمنو دوستانو د سلامونو په وړاندې کولو سره اسلامي بشري حقوق له يو بل مطلب سره ستاسو په خدمت کښې يوو.

په تېرو مطلبونو کښې مو يادونه وکړه چې د اسلام له نظره ټول انسانان د فطرت له لحاظه يوشان پېدا کړې شوي دي. نو ځکه د اسلام له نظره د بشري حقوق يعنې هغه حقوق چې د انسان له طبيعي استعدادونو او طبيعت څخه دي او دا په ټولو ا نسانانو کښې د واحد فطرت په واسطه يو شان دي. د اسلام مبين دين د نړيوالې کورنۍ د ټولو غړيو لپاره يو لړ پروګرامونه او پېغامونه لري. په اوسنۍ زمانه کښې هم چې د وحي له نازلېدو څخه زيات اوږدۀ کلونه تېر شوي دي اسلامي فقيهان او متفکران هم کولې شي اسلامي اصول او احکام د زمانې له احوالو او حالاتو سره مطابق د عقل د نعمت  او د فقهي او اصولي پوهې په مرستې سره په روشي او منضبطه توګه له قران مجيد او د خداے د ګران رسول (ص) او د معصومو امامانو عليهم السلام چې د وحي  له سرچينې سره متصل دي له سنت او سېرت څخه استنباط کړي. له دې نظره شريعت غږمله مجموعه او منظومه ده چې د خداے پاک لخوا د انسان لپاره بيان شوې ده او هيڅ داسې څيز نشته چې په قران شريف کښې ذکر شوي نه وي.
تر ټولو مهم اعتراض چې د لويديځ په بشري حقوقو، د بشري حقوقو په نړيواله اعلانيه او نورو نړيوالو اسنادو باندې په  دې لړ کښې کيږي دا دے چې په دغو متنونو او اسنادو کښې بشري حقوق له دې نه زيات چې د عامه فلسفي اصولو په بنياد وي د لويديځ کلتور پېداوار دے چې د لويديځ د کلتوري بدلونونو رنګ يې اخېستې دے او د هغه کلتور په يوې برخې بدل شوي دي. په داسې حال کښې چې د افرادو د حقوقو په ژوره پېژندنه کښې ترټولو مهمه مسئله د انسان صحيح پوهه او له هغۀ څخه صحيح تعريف دے. د انسان حقوق د انسان د شناخت له اصولو او په نړۍ کښې د هغۀ له مقام سره نه شلېدونکے تعلق لري. نو ځکه د حقوقو د منشور تدوين او پروګرام د هغۀ د حقوقي فلسفې څېړنې ته اړتيا لري. خو لويديځه نظريه له الهي او اسلامي نظريې سره يو لړ بنيادي او ځانګړي فرقونه لري.
لويديځ پاله تفکر له مادې او د هغې له حرکت نه بغېر څه په رسميت نه بېژني. په دې نظريه کښې انسان يوه ښکارنده ده،نۀ يو ماهيت، يعنې انسان د هغوي د پېژندنې د معرفت په منظومه کښې د نورو مادي ښکارندو ترڅنګه د مادي ښکارندې په څېر مطرح کيږي. بې له دې چې د انسان له طبيعې اړخه وراخوا د هغۀ د پېژندنې ماهيت چې د هغۀ په الهي خلقت کښې جرړه لري بيان کړي.
لويديځه نظريه د هستۍ پېژندنې اساس او بنياد په مادي وجود کښې رالنډوي. د هغوي له نظره له مادي نه وراخوا هر ډول چارې افسانه او خرافه ده. نو ځکه د حقوقو ارزښت د هغو د مادي خوندله ارزښت سره خاص تړاو لري. په داسې حال کښې چې د اسلامي تګلارې له مخې هستي پېژندنه ګڼ شمېر اوزار لري او له حس او تجربې سره نه منحصريږي. ترټولو ټيټه درجه يې له حس او تجربې څخه شروع کيږي او لوړې مرحلې يعنې د عارفانو عرفاني کشف اوشهود او تر ټولو لوړ يعنې د انبياو وحي  او د معصومينو عليهم السلام کشف باندې تماميږي.
د اسلامي نظريې له مخې انسان له مادې نه يو لوړ موجود دے. نو ځکه حقوق پکار نه دي يوازې د مادي خوندونو پوره کوونکي وي، بلکه پکار دي روحي او بدني ضرورتونه هم په نظر کښې ونيسي. انسان په خپل بهرني ماهيت سره د روح او بدن يو ترکيب دے او د انسان حقيقي تشخص درې ډوله يعنې حېواني، انساني او الهي اړخونه لري. له دې امله د انسان حقوق پکار دي له دغه ترکيبي ماهيت او درې ډوله حقيقي اړخونو سره سمون وخوري.
په شريعت پاله نظريه کښې خداے پاک د دنيا او انسانانو خالق دے او د انسان له حقيقت، مقام، مصالحو او فائدو څخه خبر دے، نو ځکه هغه پروګرامونه چې د بشري حقوقو، ګټو او فائدو د پوره کولو لپاره تدوين شوي او د دين په نوم سره په يوه مجموعه کښې وړاندې شوي دي چې بشر خپلو حقوقو ته ورسيږي.
د لويديځ له نظره د انسان حقوق د انسان له ذاته شروع کيږي او په هغۀ سره ختميږي. د بشر له عقل نه بغېر هيڅ مرجع د حقوقي ادعاګانو په اړه د داورۍ لپاره موجود نه دے. د انسان حقوق د مطلق فرد پالنې د کلتور هيله لري او دا په دې معنا دي چې د دغو حقوقو منشا، مشروعيت، اعتبار اومفهوم يوازې انساني دي او نه شي کولې د انسان له ذاته  وراخوا څه سره يې وتړي. په بله معناد انسان حقوق سېکولر دي اوله خداے پاک، وحي يا دين سره څه تعلق نه لري. حقوق يوازې د عقل په بنياد دي. په داسې حال کښې چې د اسلامي نظريې په بنياد وړومبې انسان له خداے سره وابسته او د هغۀ مخلوق دے، نه له خداے او خالق څخه خپلواکه، او له دې امله چې د انسان د وجود مبداء متعال او قادر خالق دے نو ځکه انسان نه شي کولې د خپل پېدائش مبداء ته بې پامي وکړي او بله دا چې انسان تر الهي ربوبيت  لاندې شتون لري او د هغۀ د چارو تدبير د هغه چا په اختيار کښې دے چې دې يې خلق کړے دے.
د هيومېنسټي تفکر په بنياد اصل او بنياد د انسان خواهشات، مېلانات او لذتونه دي او که يو دين معتبر هم وي نو پکار دی د افرادو د هوا او هوسونو له پوره کولو سره موافق او د انسان له خواهشاتو سره غږمله وي، له دې امله او په دې تفکر کښې انسان د خداے جانشين او د ټولو ارزښتونو محور بلل کيږي. دلته حقوق او قانون يو داسې څيز دے چې انسان يې د خپل خواهش په بنياد برابروي او هم دلته دي چې هيومېزم د لېبرالېزم لوري ته لارښونه کيږي. د لېبرلېزم په بنياد په حقوقوکښې بنيادي او اساسي اصل د انسانانو مطلقه ازادي ده خو که هر فرد وکړې شي هغه څه چې خپله يې خوښوي ترسره کړي او په دې لړ کښې  ازاد وي نو ګډو وډي ، له نورو څخه د ازادۍ سلبول او په اجتماعي نظام کښې اختلال رامنځته کيږي. نو مجبوراً او د ضرورت له مخې او يوازې د نورو د حال د خيال ساتنې په خاطر پکار دي د هر فرد د ازادۍ لپاره د يو لړ حدودو قائل شي او د هر کس ازادي نورو ته له نه زيان سره مشروط او محدوده کيږي.
د ارزښتونو د نسبيت او د بشر د مصلحت په ځاے د هغۀ غوښتنې ته د اصالت ورکولو په بنياد ترټولو بد اخلاقي کارونه نه يوازې ناخوښه نه دي بلکه مقدس د  دفاع وړ او د بشر له مسلمو او طبيعي حقوقو څخه بلل کيږي.
د مثال په توګه د بشري حقوقو د وضع کوونکو له نظره هم جنس بازي مقدسه ، د دفاع وړ او د بشر له طبيعي حقوقو څخه ګڼل کيږي خو د نمونې لپاره د حجاب خيال ساتنه جرم ګڼل کيږي. له دې امله د جنېن د سقطولو د منعې او د جنسي تعلقاتود محددولو په اړه مذهبي تعليمات او له کورنۍ، اخلاقو او پاکلمنۍ سره اړوند احکام په ښځو باندې د ظلم نمونه معرفي کوي او د هغود ختمولو په لړ کښې فعاليت کوي.
په لويديځه نظريه کښې د حقوقو مقصد يوازې فرد او د حکومت په وړاندې د هغۀ حقوقو ساتل دي. د هغوي له نظره حقوق فرد لره دي نه ټولنې او عمومي مصالحو لره. خو په اسلامي نظريه کښې د حقوقږ هدف په يو وخت د فرد او ټولنې د حقوقو تحقق، د عدل او انصاف ټينګښت او په آخر کښې د انسان د روح د لوړتيا او د معنوي فضائلو د ترلاسه کولو لپاره زمينه برابرول دي. په اسلامي تفکر کښې د فرد او ټولنې اصالت د انسان د لوړو مصالحو په سيوري کښې معنا پېدا کوي.
د يو لېبرل موجود په توګه بشر ته يوه اړخيزه کتنه او له لېبرلي تګلارې سره مطابق د ازادۍ او اختيار تعريف په غربي بشري حقوقو باندې يوه  ترټولو مهمه نيوکه ده. بشري حقوق د هغو مفهوم ته په پام سره يعنې هغه حقوق چې انسان يې په خپله غاړه لري او پکار دي چې د رنګ او مذهب وغېره له حېثيته پاک  وي. له دې امله د بشري حقوقو مفهومي لازمه دا ده چې نړيوال وي. خو لويديځ بشري حقوق د هغو ادعاګانو په اپوټه چې يې لري نړيوال نشي کېدې، ځکه چې بشر ته يې د بشر په توګه پاملرنه نه ده کړې بلکه بشر ته يې د لېبرلېسټي مطلب اخېستنې په بنياد او د په يو خاص مېټريلېسټي اړخ کښې يې ورته پاملرنه کړې ده. د لويديځ د بشري حقوقو يواړخيز والے د همدې چارې په وجه دے.
د لويديځ انسان ژوند يوازې د دنيائي ژوند په چوکاټ کښې دے او د هغۀ لپاره څه آخرت وجود نه لري. نو ځکه له دنيوي ژوند او د هغۀ له خوندونو نه بغېر هيڅه داسې ارزشتي بنياد په ځاے نه پاتې کيږي چې حق نظام ورباندې په لويديځ کښې څه تکيه ولرلې شي.
په داسې حال کښې چې په توحيدي نظريه کښې د انسان د ژوند حدود په دنيا او دنيوي ژوند کښې نه رالنډيږي بلکه له مادي ژوند نه وروسته يو بل ژوند هم موجود دے. له ديني نظره حقوق په دنيوي خواهشاتو پورې محدود نه د ي، بلکه د دنيا او آخرت يو ترکيب دے. دنيا د آخرت يوه وسيله ده.
په بنيادي توګه په لويديځ کښې د بشري حقوقو پېدائش د استبدادي نظامونو په خلاف د دغه ټاټوبي د ولسي غورځنګونو او انقلابونو او د اجتماعي ضرورتونو پېداوار دے او په لا پراخه اړخ کښې ننني بشري حقوقو له وړومبي او دويم نړيوالو جنګونو نه وروسته د اروپا او لويديځ د ضرورتونو نتيجه بللې شوو. په  دقيقه توګه په همدې دليل دي چې دغه پېداوار له افراط او تفريط سره مخامخ دے او له بشپړتيا او حقيقت پالنې څخه خالي دے، په نورو الفاظو سره له دې زيات چې دغه دريځ نيونې له فلسفي او فکري مرکز څخه او د نړيوالو او اصلي بنيادونو لرونکې وي د لويديځ د اجتماعي ضرورتونو تابع او تر يوۀ حده د ټولن پېژندنې د اصل په بنياد ولاړ دي. له دې امله دغه حقوق نړيوال نه شي کېدې، ځکه چې د عصري او سيمه ايزو ضرورتونو تابع دي او د ټولو لپاره د قبول وړ فکري بنيادونه ورلره نه شوو ګڼلې. په دقيقه توګه د همدغه کمښت په وجه دي چې لويديځ بشري حقوق تل مشکل پېدا کوونکي دي او زياتره ټولنې او متفکران يې دريځ نيونې ته مجبور کړي دي، منجمله اسلامي هېوادونو په قاهره کښې د اسلامي بشري حقوقو اعلانيه تصويبه کړه چې په دې زمينه کښې اسلامي نظريات مطرح کړي او په ټوله دنيا کښې د شيعه او سني په شمول ټولو مسلمانو متکفرانو هر يو د خپل وس مطابق په دغه اعلانيه کښې د درج شويو مفاهيمو په وړاندې دريځ نيونه کړې او ورباندې يې نيوکې کړي دي.
------------

ټیګونه