Jan 11, 2021 16:56 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کښې

د افغانستان او پاکستان د تیرې اونۍ مهمې پيښې او د هغو څیړنه

د امریکې د خارجه وزیر څرګندونو ته د افغانستان د حکومت غبرګون، د صلحې له موافقې د امریکې د سړغړونې په هکله د طالبانو دریځ، د ځلمي خلیلزاد د ملاقات غوښتنې ته د اشرف غني منفي غبرګون، د افغانستان د حکومت او پارلیمان د بودجې په سر شخړه، د امریکې د دوه ګوني او منافقانه سلوک د بندولو په هکله د افغانستان د مشرانو جرګې غوښتنه، د پاکستان له ځینو جګ پوړو چارواکو سره د امریکې د ځانګړي استازي صلاح مشورې، د امریکايي پوځیانو له خوا په لوګر ولایت کښې د فاب شنګ پوځي اډې خالي کول، په افغانستان کښې د قدرت د انتقال د لارې په توګه په انتخاباتو باندې ټینګار، په پاکستان کښې د خلکو په وژله کښې له داعش سره د دغه هیواد د ترهګرو ډلو ملګرتیا او په افغانستان کښې د طالب ډلې په سنبالولو باندې د پاکستان تورنیدل، د افغانستان او پاکستان د تیرې اونۍ مهم خبرونه او بدلونونه وو.

*/*/*/*/*/*/*/*/

د افغانستان د لوګر ولایتي چارواکو وویل چې امریکايي ځواکونو په دغه ولایت کښې د فاب شنګ Fob Shank)،په نامه خپله ترټوله ستره اډه خالي کړه او دغه اډه نن سبا د افغانستان د حکومتي ځواکونو په واک کښې ده.

په لوګر کښې د پوځي چارواکو په وینا د امریکې او طالبانو ترمینځ له موافقې نه تر مخکښې پورې په فاب شنګ اډه کښې د امریکې تقریباً شپږ سوه ځانګړي ځواکونه دیره وو خو اوس یې شمیر دریو سوو ته کم شوی دی. د ویلو ده چې په دې وروستیو کلونو کښې په دغې اډې کښې تر اتلسو زرو پورې بهرني ځواکونه پاتې شوي وو.

د افغانستان په لوګر ولایت کښې د امریکې د ترټولو سترې اډې خالي کیدل که څه هم په دغه هیواد کښې د امریکايي ځواکونو د شتون تیت پرک والې کموي خو باید وګورو چې له دغې اډې د یادو پوځیانو د وتلو اغیزې په څه وي.

په لوګر ولایت کښې د فاب شنګ اډې د خالي کولو لپاره د امریکې  د پوځ په اقدام کښې دوه سناریوګانې مطرح کولې شو.

په وړومبنۍ سناریو کښې د امریکې پوځ د فاب شنګ اډه د افغانستان حکومتي ځواکونو ته سپارلې ده تر څو په دغه هیواد کښې خپل ځیني لګښتونه کم کړي. په تیره بیا دا چې افغان ځواکونو ته د فاب شنګ اډې د سپارل کیدو په وخت هلته یوازې ۳۰۰ امریکايي پوځیان دیره وو او د امریکې پوځ پریکړه کړې چې نورو اډو ته د هغوي په منتقلولو سره په افغانستان کښې عملاً خپل لګښتونه کم کړي.

په دویمې سناریو کښې د امریکې پوځ د لوګر له فاب شنګ اډې څخه د خپلو پوځیانو په ایستلو سره نیت لري چې له افغانستانه خپل ځواکونه سوکه سوکه وباسي.

امریکا سره له دې چې د ۲۰۲۰ کال په فرورۍ میاشتې کښې له طالبانو سره د صلحې په موافقه کښې ژمنه کړې وه چې د ۲۰۲۰ کال تر پاې پورې به خپل ټول پوځیان له افغانستانه وباسي خو دې چارې ته یې هم هغه شان بې پامي کوي او د سپینې ماڼې دې لوظ ماتونې په قطر کښې د صلحې پر بین الافغاني مذاکراتو باندې منفي اغیزه کړې ده.

د طالبانو له خوا له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له بشپړې وتنې سره د اوربند او د صلحې په خبرواترو کې د پرمختګ شرطمنول ښودنه کوي چې په دغه هیواد کښې د خپلو ځواکونو په ساتلو باندې د سپینې ماڼۍ ټینګار په افغانستان کښې د صلحې د راتلو اصلي خنډ دی.

په داسې حالاتو کښې چې د امریکې یوازې له فاب شنګ اډې څخه خپل ځواکونو په افغانستان کښې نورو اډو ته منتقل کړي دي، دا کار د نیواکګرو د وتلو او د صلحې د خبرواترو د بهیر د لارې د هواریدو لپاره د خلکو د غوښتنې د پوره کیدو په لړ کښې د یو ګام سبب نه شي ګرځیدې.

د امریکايي ځواکونو له خوا د فاب شنګ اډې له پریښودلو سره هم مهاله او د بین الافغاني مذاکراتو د دوم پړاؤ د ترسره کیدو په درشل کښې کابل ته د افغانستان په چارو کښې د امریکې د ځانګړي استازي ځلمي خلیلزاد سفر د کابل د چارواکو لپاره دا فرصت رامینځته کولې شي چې له طالبانو سله د صلحې په موافقه کښې د سپینې ماڼۍ د ژمنو د نه اجرا کولو پایلو ته د هغه پام راواړوي.

که امریکا په افغانستان کښې یوازې د خپلو ځواکونو د ځایونو بدلول جاري وساتي نو له تیرې شنبې څخه په قطر کښې له طالبانو سره د صلحې د مذاکراتو د پيل شوي دویم پړاؤ نتیجه به هم د وړومبي پړاؤ په شان وي چې په دغه هیواد کښې د صلحې د ټینګښت د فرصت سوځیدل دي.

*/*/*/*/*/*

د پاکستان وزیراعظم د ترکیې ای نیوز ANews TV خیرپ چینل ته په مرکه کښې وویل چې د دغه هیواد په بلوچستان صوبله کښې د هزاره قام د شیعه ټولنې د هدفمنو وژلو په شمول د بې دفاع خلکو خلاف هر ډول حملې، د ترهګرو ډلو او د خطرناکې ترهګرې تکفیري داعش ډلې په ملګرتیا او د ډونلډ ټرمپ په ملاتړ سره ترسره کیږي.

عمران خان زیاته کړه: په پاکستان کښې ځانګړې ترهګرې ډلې شتون لري چې په بلوچستان کښې د هزاره ټولنې خلاف د ټرور د عملیاتو د اجرا کولو پلاننګ کوي.

د شیعه مسلمانانو خلاف د خلکو د وژلو لپاره په باکستان کښې له ترهګرو دلو سره د داعش ډلې د ملګرتیا په هکله د پاکستان د وزیراعظم وینا له هغو ګواښونو څخه ده چې پاکستان ورسره له دې وروستیو کلونو څخه مخامخ دی.

د داعش د ترهګرو اقداماتو د پیلیدو او د تمرکز ځاې چې د امریکې د عربستان په شمول د ځینو عربو هیوادونو په ملاتړ سره یې په لویدیځه آسیا کښې بنیاد کښیښودې شو، په دې تیرو لسو کلونو کښې سوریه او عراق وو خو په دغو ملاتړونو سره یې ورو ورو د جنایتکارانه فعالیتونو لمنه د سویلي او ختیځې آسیا په شمول د نړۍ نورو سیمو ته هم پراخه شوه.

پاکستان او افغانستان هغه هیوادونه وو چې داعش ورته د خپلو او د خپلو سیمه ایزو او بهرنیو ملاتړو د اهدافو د پرمخ بیولو لپاره ورسیدل او په دې وروستیو کلونو کښې یې په دغو دواړو هیوادونو کښې ډیر جنایتونه کړي دي.

په افغانستان او پاکستان کښې له داعش څخه د امریکې د ملاتړ یو ستر هدف د ناامنیو د دوام او د بهرنیو ځواکونو د ادعايي لاسته لاوړنو د ضایع کیدو د احتمال به توجیه سره په افغانستان کښې د خپلو پوځي ځواکونو د شتون د دوام لپاره پلمه لټونه ده.

البته مختلفو هیوادونو ته د داعش د مرګونو ا قداماتو د جغرافیا د پراخولو یوه انګیزه هم په نړۍ کښې په ترټولو سترې ترهګرې ډلې باندې بدلیدل دي چې د رسنیو اوزارو هم د خپل کار په توګه د خبرتیا د رول په بهیر کښې په غیرارادي توګه ورسره مرسته کړې ده.

په پاکستان کښې په خپلو حملو کښې د داعش اصلي تمرکز د لشګر جنګوي او سپاه صحابه په شمول تندلارو ډلو سره په ملګرتیا کښې د دغه هیواد د شیعه مسلمانانو په وژلو دی چې له شیعه ټولنې سره په مقابله کښې خپله آیډیالوجي انځوره کړي.

البته داعش په دې وروستیو کلونو کښې په عراق او سوریې او د نړۍ په نورو هیوادونو د خلکو خلاف د جنایتونو په لړ کښې ښودلې ده چې په نورو دیني او مذهبي ډلو باندې هم حملې کوي لکه څنګه چې یې په عراق او سوریې کښې ایزدیان او سني مسلمانان ووژل.

د بلوچستان صوبې په شمول د پاکستان په مختلفو سیمو کښې د شیعه ؤ خلاف د داعش ترهګرې ډلې او نورو تندلارو ډلو هدفمنې حملې په داسې حال کښې دوام لري چې ورسره په مقابله کښې د پاکستان د حکومت او امنیتي ارګانونو په کمزوري کړچار باندې نیوکې هم ډیرې زیاتې شوې دي.

که څه هم د وژل شویو هزاره مسلمانانو د کورنیو لیدو ته د پاکستان د وزیراعظم عمران خان ورتګ د دغه هیواد د رسنیو له خوا یو ښه اقدام بلل شوی خو له هغه نه د خلکو تمه له دې سمبولیکو اقداماتو ډیره زیاته ده.

*/*/*/*/*/*/

د افغانستان د ولسمشر وړومبي مرستیال پاکستان په خپل هیواد کښې د ورانونکو عملیاتو لپاره طالبانو ته د چاودونکو توکو په ورکولو تورن کړ.

امر ا... صالح ادعا وکړه چې پاکستان دطالبانو له خوا د افغانستان په مختلفو سیمو کښې په خونړیو بریدونو او چاودنو کښې په غیرمستقیم ډول لاس لري ځکه چې چاودونکي توګي دغې ډلې ته ورکوي څو افغانستان پرې ناامنه کړي.

د افغانستان او پاکستان په اړیکو کښې متقابلې تور پورې کونې د دغو دواړو ګاونډي هیوادونو ترمینځ د بې اعتمادي د فضا د سختیدو یو اغیزناک عامل دی.

په متقابلې تور لګونې په دغه بهیر کښې د افغانستان ونډه له افغانستانه زیاته ده ځکه چې په دغه هیواد کښې د جنګ دوام د کابل د چارواکو لپاره یوه مناسبه پلمه ده چې په دوامداره توګه اسلام آباد په خپل هیوادک ښې په ترهګرو حملو کښې په لاسوهنې تورنوي.

د افغانستان د ولسمشر وړومبي مرستیال په داسې حال کښې یوځل بیا اسلام آباد په خپل هیواد کښې له ناامنۍ په ملاتړ تورن کړی دی چې په دې وروستیو میاشتو کښې په تیره بیا کابل ته د پاکستان د ولسمشر له سفر وروسته تمه کیدله چې د دواړو هیوادونو په اړیکو کښې موجودې کشالې یوڅه کمې شي او د وړتیاؤ یوه برخه یې په متقابلې باور جوړونې ولګي.

البته پاکستان ته د طالبانو د سیاسي پلاوي سفر له زیاتو ګونګوسو سره مل وو چې سبب شو د اسلام آباد له ځینو چارواکو سره د دغه پلاوي د ملاقات اصلي هدف پیکه شي.

په پاکستان کښې د طالبانو د دغه پلاوي له شتون سره هم مهاله په ټولنیزو شبکو کښې یوه داسې ویډیو خپره شوه چې ملا عبدالغني برادر یې د پاکستان په یو کیمپ کښې د زخمي طالبانو د پوښتنې او د دغې ډلې د غړو ترمینځ د وینا په حال کښې وښوده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دغې ویډیو په غبرګون کښې په یوه خبرپاڼه کښې له اسلام آباده وغوښتل چې پرې نږدي د پاکستان خاوره د طالبانو له خوا چې د جنګ په دوام ټینګار لري، وکاروله شي.

په داسې حالاتو کښې چې تمه کیدله پاکستان ته د ملا عبدالغني برادر سفر په افغانستان کښې اوربند ته د طالبانو د هڅولو یوه زمینه وګرځي خود دغو خبرواترو د نیتجې نه اعلانیدو د کابل چارواکې دې نتیجې ته ورسول چې د صلحې له بهیر سره د مرستې لپاره لاهم د اسلام آباد په ژمنو زړه نه شي خوشالولې.

/*/*/*/*/*/*/*/*/*/

 

ټیګونه