اسټرالیا دویمه یو ورځنۍ لوبه کې هند ته په لسو وېکټو ماته ورکړه
(last modified Sun, 19 Mar 2023 13:57:58 GMT )
Mar 19, 2023 18:27 Asia/Kabul
  • اسټرالیا دویمه یو ورځنۍ لوبه کې هند ته په لسو وېکټو ماته ورکړه

د اسټرالیا او هند ترمنځ په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې اسټرالیا لوبډلې په لسو وېکټو کوربه هند ته ماته ورکړه.

اسټرالیا دویمه یو ورځنۍ لوبه کې هند ته په لسو وېکټو ماته ورکړه

د اسټرالیا او هند ترمنځ په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې اسټرالیا لوبډلې په لسو وېکټو کوربه هند ته ماته ورکړه.

هند دې لوبه کې لومړی توپوهنه وکړه او له ټاکل شویو پنځوسو اورونو څخه یې ۲۶ اورونه ولوبول او ټوله لوبډله په ۱۱۷ منډو وسوځېده.

اسټرالیا پرته له دې چې کوم لوبغاړی یې وسوځېږي، ورکړل شوی هدف یې په ۱۱ اورونو کې ترلاسه او بریا یې خپله کړه.

د اسټرالیا لپاره په توپوهنه کې مېچل مارش ناسوځېدلې ۶۶ او ټراوېزهېډ ناسوځېدلې ۵۱ منډې جوړې کړې.

د درېوو یو ورځنۍ سیالیو لوبلړۍ د دواړو لوبډلو ترمنځ یو یو مساوي شوه او د روانې مارچ میاشتې په ۲۲مه نېټه به دواړه لوبډلې درېیمه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه ترسره کړي.

د لوبې غوره لوبغاړی د اسټرالیا مېچل سټارک ونومول شو چې د هند پنځه لوبغاړي یې سوځولي وو.

 

ټیګونه