د قطر د فټبال د نړیوالو سیالیو په هکله وینا دلته لوستلی شئ
(last modified Sat, 31 Dec 2022 11:05:43 GMT )
Dec 31, 2022 15:35 Asia/Kabul
  • د قطر د فټبال د نړیوالو سیالیو په هکله وینا دلته لوستلی شئ

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې ډيرو قدرمنو لوستونکو زمونږ سلامونه ومنئ اوس به د قطر د فټبال د نړیوالوسیالیو په هکله یوه وینا درته وړاندې شي هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ.

،  د دوه زره دوه ویشتم کال یوه مهمه پيښه  د  دوه زره دوه ویشتم کال د فټ د نړیوالو لوبو ترسره کېدل وو، له دې ورتیر چې قطر د دغه نړیوال کپ په ترسره کولو کې څومره بریالی و او نورې مسالې لکه  د لیونل مسي په مشرۍ د ارجنټین د ټیم اتلولي او داسې نور،  د قطر نړیوال جام له دوو اړخونو زیات اهمیت درلود چې په یوې لنډې شان وینا کې په دغه دوو اړخونو رڼا اچوو په دې هیله چې تر پایه راسره د پاتې کېدو فرصت ولرئ.

موزیک 

 د دغه کپ لومړی اړخ دا و چې قطر هڅه وکړه د اسلام د مبین دین واقعي انځور وړاندې کړي او د لویدیځ د اسلام ویرونې سیاست له چیلنج سره مخامخ کړي.  د دوه زره دوه ویشتم کال نړیوال کپ د قران مجید د ځینو ایتونو په تلاوت سره پیل شو، قطر په دغه اقدام سره هڅه وکړه ځان د یو اسلامي هیواد په توګه وښیي. د کپ د ترسره کیدو په دوران کې یې هم ډېره هڅه وکړه چې د اسلامي ارزښتونو خیال وساتل شي.  د فټ بال په نړیوال کپ کې نندارچیانو او لوبغاړو  د پينځو لمونځونو په وخت  په ښکلې غږ سره د قران مجید تلاوت اوریده.  د لمانځه په وخت هم د ښار په عمومي فضا کې د نړیوالو سیالیو اړوندې ټولې موسیقۍ او سندرې بندیدې چې لمونځ کوونکي خپل لمونځ ختم کړي. قطر همداراز په لوبغالو کې او اسټډیمونو په خواوشا کې د الکلي مشروباتو او شرابو په څښاک پابندي لګولې وه.

 د قطر د اسلامي اوقافو او چارو په وزارت پورې اړوند  اسلامي فرهنګي مرکز عبدالله بن زید آل محمود په شپږو اصلي ژبو، انګریزۍ، فرانسوۍ، اسپانیاي ، جرمن، روسي او پرتګالي ژبو د دیني کتابچو طرحه اجرا کړه. دغه مرکز د قطر د اوقافو وزارت په سایټ کې یو لینک خپراوه چې د دنیا په شپږو ژوندیو ژبو انګریزۍ، فرانسوۍ، اسپانیاي ، جرمن، روسي او پرتګالي خپرېده. په هر لینک کې یوه ټاکلې ژبه وه چې دغه کتابچې د « په اسلام پوهیدلو» په نامه د اسلام دین معرفي کاوه.  د ښو اخلاقو او ښو کارونو  او په دنیاوي ژوند کې د نیکو کارونو د ضرورت په اړه د رسول الله مبارک حضرت محمد (ص) حدیثونو د قطر مختلف سړکونو ښایسته کړې وو او په دې توګه دغه نړیوال کپ د  اسلام د عظمت په یوې نندارې بدل شو.

 ×××××

 

 

 

د قطر نړیوال کپ وښودله چې  نړیوالې رسنۍ د هغه څه په اپوټه چې ادعا یې کوي د اطلاعاتو د ازادۍ اصول نه شي  رعایتولی او ورسره توپیرناک چلند کوي.  د اطلاعاتو ازادي تر هغه ځایه د دوي لپاره معنا پیدا کوي چې د لویدیځو قدرتونو له ګټو او سیاستونو سره غږمله وي «سانفرانسیسکو کرونیکل» ورځپاڼې د  امریکا د حقوقو د استاد  «ډاکټر خالد بیضون» د یوې مقالې په خپرولو سره د قطر د دوه زره دوه ویشتم کال د نړیوال کپ په خبري انعکاس کې د لویدیځو رسنیو توپیرناک چلند ته په اشارې سره  ولیکل: په قطر کې د نومبر په شلمه  دوه زره دویشتم فټ بال نړیوال کپ په داسې حال کې پیل شو چې په لومړي ځل  یو اسلامي عربي هیواد  په نړۍ کې د ډېرې لویې ورزشي پیښې کوربه و. دغه تاریخي شیبه  د قراني کلماتو او عربۍ فرهنګ له ښکلې افتتاحیې سره یو ځای و چې  په دوو اصیلو هویتونو متمرکزه وه.

  دغه امریکایي پروفیسر په دوام کې په خپله مقاله کې لیکي:  په قطر کې د نړیوال کپ د پرانستنې په ورځ لویدځ تعصب ډېر جوت و ځکه چې د انګلستان بي بي سي ټیلي ویژن  د افتتاحیه مراسمو له خپرولو ډډه وکړه او په ځای  یې  د انګلستان د ښخو د فټ بال سیالي خپره کړه او بیا  یې  په قطر کې د بشري حقوقو د مخینې یو پروګرام او د دغه نړیوالو سیالیو په اړه  بحث و لانجې خپرې کړې. د انګلستان نورو لویو رسنیو منجمله آیي ټي وي هم فیصله وکړه چې د افتتاحیې مراسم  خپاره نه کړي.  د نړیوال کپ د خپرولو په دوران کې  منفي انعکاس  د لویدیځې رسنۍ د ریاکارۍ ښودنه کوي.

له دغه  توپیرناکه او ریاکارانه چلند سره سره ، ورزشي شناندي وایي چې د قطر نړیوال کپ تر ټولو ښه نړیوال کپ و چې ترسره شو. په حقیقت کې له اسلامه ویرونه یا اسلامو فوبیا له ماتې سره مخامخ شو او قطر بریالی شو چې د یو اسلامي هیواد سم او واقعي تصویر وړاندې کړي.  د قطر  امیر تمیم بن حمد ال ثاني د سیالیو له ختمېدو وروسته په یو پیغام کې ولیکل:« نړیوال کپ په ډېره ښه توګه ترسره شو چې په دې  دوران کې د قطر او عربي نړۍ کلتور نړیوالو ته معرفي کړي»

 ×××××

 

 

 

 

 

د قطر د نړیوال کپ یو بل مهم ټکی دا و چې  له صهیونسټ رژیم سره د عربي هیوادونو د اړیکو د عادي کولو ماته او له دغه نیواکګر رژیمه د اسلامي  او عربۍ نړۍ د خلکو کرکه یې نندارې ته وړاندې کړه. دغې خبرې ته حتی صهیونسټي رسنیو هم انعکاس ورکړ. د هاآرتص ورځپاڼې خبریال «عوزي دان»  چې د دوه زره دوه ویشتم کال د نړیوال کپ لپاره یې قطر ته سفر کړی و   په دې عنوان چې «د وروستۍ سیالیو له  کامیابۍ ورتیر، فلسطین په قطر کې کامیاب شو» یو راپور خپور کړ او د دوه زره دوه ویشتم کال په کپ کې یې  د فلسطین د مسالې په مطرحیدو خبرې وکړې.

 هغه په دې راپور کې لیکلې دي: په دوه زره دوه ویشتم نړیوال کپ کې  لویه کامیابي له فلسطینیانو سره د عربو پیوستون دی او د فلسطین بیرغ په دغه نړیوال کپ کې تر ټولو زیات محبوبیت درلود او احساس شوه چې  په کپ کې ګډونکوونکو درې دیرشو هیوادونو لپاره  فلسطین اهمیت لرلی دی، حتی  له  نیمې پایلوبې یا سیمي فاینله په تیریدو او فاینل ته په رسیدو سره هم  هیڅه بدل نه شو.  د لوبغالي بهر او دننه، په میټرو او واټونو کې حتی د عربي ټیمونو له ماتې وروسته هم  له فلسطین سره ملګرتیا لیدل کیږي.

 د عبري ۱۲ کانال خبریال هم ټویټ کړی و. « ما همیشه فکر کاوه چې ستونزه له دولتونو ده، خو په قطر کې پوه شوم  چې  له مونږ نفرت څومره زیات دی»

په دې اړوند «یدیعوت آحار و نوت» عبري ژبې ورځپاڼې هم  د نړیوال کپ په ترڅ کې د دوحې په واټونو کې له اسراییلیانو د نفرت موضوع  ته په اشارې سره ولیکل: « د ځینو عربي هیوادونو له خوا  له اسراییلو سره د اړیکو له عادي کولو سره سره، د دغه هیواد خلک نه یوازې له اسراییلو سره دوستۍ ته نه دي تیار بلکې د دوحې سړکونه د اسراییلي ښاریزونو لپاره خطرناک هم وو» د دغه کپ په ختمېدو سره  د قطر د لوسیل ښار  الجابر برجونه د فلسطین په بیرغ سره ښکلې شول.

 

ټیګونه