مېنځنے ختيځ په تېره اونۍ کښې ۱۳۹۵-۰۳-۲۹
(last modified Mon, 20 Jun 2016 06:55:51 GMT )
Jun 20, 2016 11:25 Asia/Kabul
  • مېنځنے ختيځ په تېره اونۍ کښې ۱۳۹۵-۰۳-۲۹

ګرانو او قدرمنو دوستانو د سلامونو په وړاندې کولو سره مېنځنے ختيځ په تېره اونۍ کښې له يو بل مطلب سره ستاسو په خدمت کښې يوو.

صهيونېسټ رژيم تېره هفته د ملګرو ملتود عمومي اسمبلۍ له يو سل درې نوي رايو څخه د يو سل نهو رايو په ګټلو سره د دغې ادارې د حقوقي کمېټۍ د مشر په توګه وتاکلے شو.

د عراق د الانبار صوبې فلوجې ښار د ازادۍ عمليات تېره هفته هم جاري وو او د عراق د فوځي او ولسي ځواکونو په مېداني کاميابيو سره د داعش ترهه ګرې ډلې غړي په ډله ايزه توګه له دغه ښاره وتښتېدل.

په داسې حال کښې چې په يمن کښې د سعودي عربستان جنايتونه تېره هفته هم جاري وو د يمن په چارو کښې د ملګرو ملتو د مشر استازي د اوۀ پنخوسو اسيرانو د ازادولو په خاطر له انصارا... غورځنګ څخه د قدرونې ترڅنګه وويل چې د خبرو اترو نتيجه ورکولو ته اميدوار دے.

په ځينو لبناني بېنکونو کښې د حزب ا... د مالي اکاونټونو له بندېدو سره په يو وخت د تېرې هفتې د ايتوار په ورځ د دغه هېواد په بېروت کښې «لبنان و المهجر» نومې بېنک سره سخته چاودنه وشوه.

مېداني سرچينو تېره هفته د سوريې منبج ښار ته چې د کرد ډېموکرېټکو ځواکونو لخوا محاصره شوے دے د جرمني فوځي ځواکونو د ننوتلو خبر ورکړ. د ملګرو ملتو مشر بان کی مون هم د تېرې هفتې د شورو په ورځ په سوريې کښې د بحران د ختمولو لپاره د ماسکو د کوششونو په ستائېنې سره وويل،د سوريې د بحران په حل کښې پرمختګ به له خبرو اترو او د نړيوالې ټولنې له کوششونو بغېر امکان ونه لري.

د آل خليفه رژيم فوځيانو د تېرې هفتې د ايتوار په ورځ د بحرين د بشري حقوقو د مرکز د مشر نبيل رجب په کور باندې په حملې سره هغه ونيوۀ.

د عراق د کردستان د سيمې د ځاي ادارې وياند صفېن دزه اي تېره هفته وويل، د کردستان سيمه دې ته اماده ده چې د دغې سيمې د تېلو صادرېدل د سيمې د بودجې په توګه د مياشتې يو ميليارډ ډالرو د حاصلو په عوض کښې د بغداد مرکزي حکومت ته وسپاري.

لېبيا تېره هفته په مختلفو سيمو کښې د نښتو او د اجتماعي خدماتو د کمښت په وجه د ملي وحدت د حکومت په خلاف په بنغازي ښار کښې د خلقو د مظاهرو د دوام کتونکې وه.

د روژې په مبارکه مياشت کښې د صهيونېسټ رژيم لخوا په فلسطينيانو باندې د اوبو په بندولو سره په نيواکي زمکو کښې حالات بحراني شوي دي او د لويديځې غاړي په کليو کښې له دريالس زرو نه زيات فلسطينيان بې اوبو پاتې دي.

د بحرېن اداري محکمې تېره هفته د دغه هېواد د عدليې د وزارت له شکايته وروسته چې په جمعيت اسلامي الوفاق ملي په فعاليتونو باندې د بنديز غوښتنه کړې وه د دغه جمعيت د فعاليتونو د اودرولو حکم جاري کړ.

د متحده عرب اماراتو قضائي ادارې د تېرې هفتې د نهې په ورځ د دغه هېواد په اخوان المسلمين ډله کښې د غړيتوب په تور د اماراتو او يمن د نولسو تنو ښاريزو لپاره د اوږدې مودې بندونو د حکم په تائيدولو سره وويل،ابوظهبي هم د فارس خليج د ملګرتيا د شورا د نورو غړيو په شان په جدي توګه د دغه ډلې د غړيود فعاليت مخنيوے کوي.

په ملګرو ملتو کښې د صهيونېسټ رژيم سفير دني  دانون د تېرې هفتې د ګل په ورځ د ملګرو ملتو په عمومي اسمبلۍ کښې له يو سل درې نوي رايو څخه د يو سل نهو رايو په حاصلولو سره د دغې ادارې د حقوقی کمېټۍ د مشر په توګه ټاکلے شوے دے. دا  د وړومبي ځل لپاره دي چې صهيونېسټ رژيم دملګرو ملتو په يو اوياکلن تاريخ کښې د دغې ادارې د حقوقي کمېټۍ د مشرپه توګه غوره شو. د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ له بيانيو سره اړوند زياتره فعاليتونه د دغې اسمبلۍ له حقوقي کمېټۍ سره اړوند دي.

د فلسطين د بهرنيو چارو وزارت د يوې بيانيې په صادرولوسره وويل چې د ملګرو ملتو د حقوقي کمېټۍ د مشر په توګه د اسرائيلي رژيم انتخاب ته د اندېښنې په سترګه ګوري او دغه چاره د نړيوال قانون په مخ باندې يوه سپېړه بولي. د فلسطين بهرنيو چارو د وزارت په بيانيه کښې همدارنګ راغلي دي چې په ملګرو ملتو کښې د فلسطين د دائمي استازي په ملګرتيا يې د دغه غمجنوونکې لوبې د اودرولو لپاره خپلې ټولې هلې ځلې وکړې خو ځاے يې نه دے نيولے. له بده مرغه زياتره هېوادونه په ځاے د دې چې اسرائيلو ته د هغۀ د جنايتونو په خاطر سزا ورکړي فېصله يې وکړه چې د نړيوالو قوانينو د خلاف ورزۍ په  وجه يې نور هم تشويق کړي. په ملګرو ملتو کښې د فلسطين استازي رياض منصور هم د دغې ادارې له شپږو اصلي کمېټيو څخه د يوې کمېټۍ د مشر په توګه د صهيونېسټ رژيم په انتخاب نيوکه وکړه او دني دانون يې د دغې ذمه وارۍ لپاره بې اعتباره وبلۀ. 

د ملګرو ملتو د حقوقو د کمېټۍ د مشر په توګه د صهيونېسټ رژيم له غوره کېدو مخکې د عربو اتحاديې عمومي سېکتر نبيل العربي د لويديځو هېوادونو له نمائندګانو سره له کتنې وروسته په يو اخباري کانفرنس کښې د ملګرو ملتو د حقوقي کمېټۍ د مشرۍ لپاره د صهيونېسټ رژيم له کانديدۍ سره خپل مخالفت د لويديځو هېوادونو سفيرانو، استازيو او د اروپا د لويديځې ډلې غړيو ته ابلاغ کړے ؤ. نبيل العربي څرګنده کړه دا خبره عاقلانه نه ده چې اسرائيل دې د حقوقي کمېټۍ مشري ولري، په داسې حال کښې چې خپله د قانون په خلاف  ټول اقدامات ترسره کوي او تر اوسه يې ګڼ شمېر غېر قانوني کردارونه لرلي او د بېلتون له دېواله واخلې هره روځ د فلسطينيانو د حقوق تر خلاف ورزۍ، او هره ورځ د فلسطيني بوډاګانو، ځوانانو، ماشومانو او ښځو تر نيولو پورې اقدامات د دغې قانون ماتونې يوه برخه ده.

په همدې حال کښې په ملګروملتو کښې د يمن سفير خالد اليمني چې په دغه اداره کښې د عربو هېوادونو د  ډلې مشري په غاړه لري وويل چې د ملګرو ملتو ټولو غړيو ته د يو پېغام په لېږلو سره يې د نوموړې کمېټۍ د مشرۍ لپاره د صهيونېسټ رژيم د استازي د انتخاب په خلاف احتجاج ته رابللي دي.

په ملګرو ملتو کښې د ايران دائمي استازي او سفير غلام علي خوشرو هم د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلي د شپږو فرعی کمېټيو په مشرۍ د صهيونېسټ رژيم انتخاب د دغې حقوقي کمټۍ په اعتبار او مقام باندې داغ وبلۀ. په ملګرو ملتو کښې د ايران سفير وويل، د عمومي اسمبلۍ د شپږو واړو فرعي کمېټيو په  مشرۍ د اسرائيلي رژيم انتخاب د ملګرو ملتو د منشور په هغو اصولو  او آئيډيالونو پورې د ټوقو او مسخرو په څېر دي چې دغه اداره هغو ته د رسېدو لپاره جوړه شوې ده.

 

د اردن د اسلامي عمل محاذ په خلاف د دباوونو د زياتېدوباوجود دغې  ډلې تېره هفته وويل چې د تېرو وختونو په اپوټه يې فېصله کړې ده چې د دغه هېواد په پارلېماني انتخاباتو کښې برخه واخلي.

گوينده:

د عراق د لويديځ د الانبار صوبې فلوجه ښار د داعشي ترهه ګرو له قبضې ازاد شو.

د الانبار صوبې د فلوجۍ ښار د ازادۍ د عمليات قوماندان  عبدالوهاب الساعدي د تېرې جمعې په ورځ وويل، د عراق د ترهه ګرۍ په خلاف ځواکونه او چټک غبرګون ښودونکي ځواکونه د تېرې جمعې په ورځ په  دې کښې کامياب شول چې په فلوجه کښې د ترهه ګرو د استحکاماتو په مرکز کښې د حکومت اصلي مقر د داعشي ترهه ګرو له قبضې ازاد کړي.

د فلوجې اصلي سړکونو او د دغه ښار اداري مرکز ته د عراقي ځواکونو په رسېدو او د دغه ښار د ولسوالۍ په ودانۍ باندې د عراقي بېرغ په رپولو سره د داعش په خلاف د جنګ عراقي قوماندانانو د دغه هېواد وزيراعظم حېدرالعبادي ته په يوليک کښې هغۀ ته د فلوجې ښار ازادي اعلان کړه.

د الحشد الشعبي تشکيلاتو د شورا د مشر نائب ابومهدي المهندس، د بدر تنظيم عمومي سېکتر هادي العامري او د فلوجې د عملياتو قوماندان عبدالوهاب الساعدي حېدرالعبادي ته په يو ليک کښې دغه موضوع بيان

په همدې حال  کښې د عراق د کورنيو چارو وزير محمد الغبان د تېرې جمعې په ورځ د فلوجې ښار له مېداني حالته د خبرېدو لپاره دغه ښار ته لاړ. د عراق د پوليسو مشر رائد شاکر جودت هم وويل په  فلوجه کښې د عراق د حکومت د اصلي مرکز نيول دغه ښار ته د حکومت د واکمنۍ د ستنېدو يوه نمونه ده.

د فلوجې ښار د ازادۍ د عملياتو قوماندانۍ د تېر زيارت په ورځ هم په دغه ښار کښې د داعش تکفيري ترهه ګرو د محاذ په کرښو کښې په چټکه او پراخه توګه د دړې وړې کېدو خبر ورکړ او وې ويل،داعشيان په ډله ايزه توګه د دغه ښار په لويديځ کښې د الحلابسه او البوعلوان سيمو ته وتښتېدل.

د عراق د بهرنيو چارو وزارت هم د تېرې هفتې په  وروستيو وختونو کښې د عراق په پائېتخت بغداد کښې د سعودي سفير ثامر السهبان د مداخلت کوونکو څرګندونو په دليل احضار کړ. په بغداد کښې د سعودي سفير ثامر السبهان په دې وروستيو وختونو کښې ادعا کړې وه چې د داعش ترهه ګرې ډلې له قبضې څخه د فلوجې د ازادېدو عمليات د دغه ښار د نفوسي  جوړښت د بدلولو لپاره کوشش دے.

په همدې حال کښې د روغتيا نړيوالې ادارې د تېر زيارت په ورځ وويل،د فلوجې په لکونو خلق چې د داعش ترهه ګرې ډلې ترمحاصرې لاندېدي د ډول ډول بيماريو له خطر سره مخامخ دي. د روغتيا د نړيوالې ادارې د مديترانې د ختيځې سيمې مدير «الا الوان» د فلوجې په خواوشا کښې د کډوالو له کېمپونو څخه د کتنې ترڅنګه وويل، هغه ماشومان چې په فلوجه کښې دي د داعش ترهه ګرې ډلې لخوا د د دغه ښار د قبضې له وخته د واکسينېشن خدمتونه نه دي ترلاسه کړي.

د داعش ترهه ګرې ډلې له قبضې څخه د فلوجې د ازادولو عمليات د تېرې مۍ د مياشتې په دوريشتمه نېټه د عراق د وزيراعظم او د ټولو وسله والو ځواکونو د قوماندان حېدرالعبادي په حکم او د تقريباً شلو زرو فوځي او ولسي رضاکارو ځواکونو په ګډون سره شروع شول.

تېره هفته د اتۀ څلوېښت ګېنټو په دوران کښې د متحده عرب اماراتو درې هيلي کاپټرونه په يمن کښې نسکور شول. د اماراتو د دريم هيلي کاپټر له غورزېدو وروسته خبري سرچينو د يمن په خلاف جنګ کښې د اماراتو د ګډون د خاتمې خبر ورکړ.

د يمن د جنوب د عدن ښار اوسېدونکو تېره هفته د معيشتي او امنيتي امکاناتو د نيشتوالي په وجه مظاهرې  وکړې او همدا موضوع د دې هم سبب شوه چې د مستعفي حکومت يو شمېر وزيران له دغه ښاره وتښتي او اردن ته لاړ شي. د يمن د جنوب په تعز صوبه کښې هم د سعودي ائتلاف د تيري ګرو په حملو کښې د دغې صوبې د بنيادي مرکزونو د پراخې ويجاړۍ په وجه خلق د اوبو له سخت کمښت او د برېښنا له پرې کېدو سره مخامخ دي. په تعز ښار کښې د هوا تودوخۍ  او په بنسټيزو مراکزو باندې د سعودي رژيم د حملو په و جه په بشپړه توګه د دغه ښار د برېښنا پرېکېدنه د دې سبب شوه چې د دغې سيمې زياتره خلق خپله سيمه او کورونه پريږدي.

د کويت د پارلېمان غړي عبدالحميد دشتي د تېرې هفتې د چارشنبې په ورځ په  جنبوا کښې د ملګرو ملتو د بشري حقوقو د شورا د غړيو هېوادونو د استازيو په غونډه کښې په يمن باندې د سعودي حمله وحشيانه وبلله او وې ويل چې په يمن باندې د سعودي تېرے د دغه هېواد د ترقۍ خنډ شوے دے.  د عبدالحميد دشتي وېنا د ملګرو ملتود بشري حقوقو په شورا کښې د سعودي عربستان د استازي فېصل طراد د قهر سبب شوه. د سعودي نمائنده د دې په بيانولو سره چې ځينو مدني تنظيمونو سعودي عربستان هدف ګرځولے دے له دغې غونډې ووتۀ.

د يمن د انصارا... د ولسي غورځنګ وياند او په کويت د دغه هېواد د سولې په خبرو اترو کښې د دغه غورځنګ د پلاوي مشر محمد عبدالسلام وويل، د سعودي په مشرۍ له تېري ګر ائتلاف سره وابسته اوۀ پنځوس اسيران د يمن د شمال په عمران صوبه کښې ازاد شوي دي.

محمد عبدالسلام زياته کړه، په داسې حال کښې چې د يمن ملي پلاوي د اسيرانو د ازادۍ په باره کښې خپل روغ نيت وښودۀ خو د رياض پلاوي د ملګرو ملتو د بيابيا غوښتنو باوجود نيول د شويو او اسيرانو د ازادۍ لپاره له هر ډول انساني اقدامه ډډه کوي او د يمن د خلقو رنځونو او دردونو ته بې پامي کوي. په داسې حال کښې چې د يمن د انصارا... ولسي غورځنګ د دغه هېواد فوځ او ولسي ډلو له څلور زرو نه د زياتو اسيرانو لېسټ د کوېت د سولې په خبرو اترو کښې وړاندې کړے دے خو سعوديانو او مقابلې خوا يوازې د يوسل او اوۀ دېرشو اسيرانو په شتون باندې اعتراف کړے دے.

د يمن په چارو کښې د ملګرو ملتو د مشر استازي اسماعيل ولد الشېخ په عمران صوبه کښې د اوۀ پنځوسو بنديانو د ازادۍ په دليل له انصارا...  غورځنګ څخه په قدرونې سره له ټولو خواو وغوښتل  چې د سولې په لاره باندې  مثبت تاثير ته په پام سره دې د بنديانو د ازادولو عمليات چټکه کړي. اسماعيل ولدالشېخ همدارنګ د تېرې هفتې په وروستيو وختونو کښې وويل چې د کويت د وزيراعظم له وړومبي مرستيا او د کورنيو چارو له وزير صباح خالد الحمد الصباح او د يمن د مذاکراتو د ملاتړ اتو هېوادونو له سفيرانو سره يې کتنه  وکړه چې ټولو د ملګرو ملتو له کوششونو او له يمن او د دغه هېواد له خلقو سره له مرستو څخه يې په خپلو ملاتړونو تاکيد وکړ.

------------

ټیګونه