مېنځنے ختیځ په تېره اونۍ کښې د مېنځنی ختیځ بدلونونه ۱۳۹۵-۰۶-۲۷
(last modified Mon, 19 Sep 2016 10:51:29 GMT )
Sep 19, 2016 15:21 Asia/Kabul
  • مېنځنے ختیځ په  تېره اونۍ کښې د مېنځنی ختیځ بدلونونه ۱۳۹۵-۰۶-۲۷

ګرانو او قدرمنو دوستانو د سلامونو په وړاندې کولو سره په تېره اونۍ کښې د مېنځنی ختیځ بدلونونه له یو بل مطلب سره ستاسو په خدمت کښې یوو.

وړومبې به د فلسطین بدلونونه چې د اسرائیلی رژیم د پراختیا غوښتنې د سختولو په تېره بیا د امریکې د شین څراغ تر سیوری لاندې ترتاثیر لاندې وو څېړنه کوو او بیا د بحرېن، سوریې او یمن په شمول د سیمې د نورو بدلونونو ته یوه کتنه وکړوو.

تېره هفته د صهیونېسټ رژیم د جنایتونو او پراختیا غوښتنو او د ملګرو ملتو د سپکاوی په کولو سره د دغه رژیم د ګستاخیو په خلاف د دغې نړیوالې ادارې د مختلفو څانګو د غبرګونونو او غندنو کتونکی وو.

د صهیونېسټ رژیم د جنایتونو په باره کښې د ملګرو ملتو د تجارت او ودې د ادارې د رپوټ خپرېدو د دغه رژیم د  چارواکو قهر راپارولے دے. په  دغه رپوټ کښې د فلسطینی ماشومانو په خلاف د اسرائیلی رژیم د جنایتونو له نویو اړخونو پرده اوچته شو شوې ده چې دغې موضوع د صهیونېسټ رژیم د چارواکو قهر او غصه په ځان پسې ولرله.

په امریکه کښې د صهیونېسټ رژیم سفیر د ملګرو ملتو د تجارت او ترقۍ د ادارې د رپوټ په رد عمل کښې چې پکې یې اسرائیلی رژیم د غزې په تړانګه کښې د فلسطینی ماشومانو د مړینې د زیاتېدو عامل بللے دے وویل،دغه رپوټ په ملګرو ملتو کښې د فلسطینی نفوذ ترتاثیر لاندې برابر کړے شوے دے. دا په داسې حال کښې دی چې د ملګرو ملتو د بشری حقوقو عالی کمېشنر هم وویل چې اسرائیلی رژیم د دغې ادارې د بشری حقوقو له شورا سره له ملګرتیا نه د سرغړونې اوږده مخینه لری. د ملګرو ملتو د بشری حقوقو عالی کمېشنر زېد رائد الحسېن د تېرې هفتې د چارشنبې په ورځ وویل، اسرائیل تر اوسه دغې شورا ته د فلسطین په نیواکی زمکو کښې د تفتیش اجازه نه ده ورکړې. دا په داسې حالاتو کښې دی چې د ملګرو ملتو مشر هم د صهیونېسټ رژیم د وزیراعظم بنیامین نتانیا هو له څرګندونو سره چې په یوه ادعا کښې د ښارګی جوړونې د بندولو لپاره د درخواست  کوونکی د یهودیانو له نژادی پاکونط څخه په پلوی توب تورن کړی وو خپل مخالفت اعلان کړ.

بان کی مون یو ځل بیا څرګنده کړه، د اسرائیلو لخوا ښارګی جوړونې د نړیوالو قوانینو خلاف ورزی کوونکې دی.

د ملګرو ملتو لخوا د صهیونېسټ رژیم د پراختیا غوښتونکو اقداماتو غندلو تل  د ملګرو ملتو د چارواکو په خلاف د د دغه نیواکګر رژیم د چارواکو فضاء جوړونې او تور لګونې په ځان پسې لرلې دی.

صهیونېسټ رژیم چې د فلسطینیانو په خلاف د  جنایتونو او پراختیا غوښتنو په وجه له سختې نیوکې سره مخامخ دے په پروپېګنډو، دروغو او د حقائقو اپوټه ښودلو او د فلسطینیانو په خلاف د خپلو جنایتونو به توجیهولو سره په دې لټه کښې دے چې په یو ډول نړیواله ټولنه له خپلو پراختیا غوښتونکو سیاستونو سره مله کړی.

خو د صهیونېسټ  رژیم د نیواکګریو، پراختیا غوښتنو او دروغ ویونو دوام عامه افکارو ته د دغې موضوع له مخکې نه د زیات انعکاس سبب شوے دے چې د نړیوال له یو نیواکګر او فرېبکار رژیم سره مخامخ دی او د ملګرو ملتو د مشر وېنا هم دغه موضوع ته اشاره ده.

په تېره هفته کښې د سوریې بدلونونه په دغه هېواد کښې د نوې ډزبندۍ تر تاثیر لاندې وو. دغه ډزبندی تر یوۀ حده په سوریې کښې د تاوتریخوالو د کمښت سبب شو ده او د سوریې په مختلفو سیمو کښې خلقو د مرستو د رسولو زمینه یې برابره کړې ده.

خو د ډزبندۍ په خلاف ورزۍ کښې د سوریې د ښکېلو ډلو د اقدام او له دغه موافقه لیک څخه د ترهه ګرو ډلو د ناوړې استفادې  او د ډزبندۍ په ټینګولو کښې د ځینو متعلقو خواو په تېره بیا د امریکې نه رښتین والےد دې سبب شوی دی چې د دغې ډزبندۍ د ماتونې په اړه احتمالات او د سوریې د بحران د سیاسی هواری لپاره له فضاء سره د مرستې لپاره د حالاتو په رامنځته کېدو باندې  د هغو نه انجامېدل پیاوړی شی.

دا  په داسې حالاتو کښې دی چې په فوځی او سیاسی ډګر کښې هم د لنډې مودې ډزبندی هم د یوې لاسته راوړنې په توګه نشی ګڼل کېدې. نو په داسې حالاتو کښې د تېرې هفتې د ګل له ورځې څخه د ډزبندۍ موافقه عملی شوې ده.

په دغه موافقه لیک کښې چې د روسیې د  بهرنیو چارو د وزیر سرګئ لاوروف او د امریکې د بهرنیو چارو د وزیر جان کیری ترمېنځ د خبرو اترو په دوران کښې ترلاسه شوه په سوریې کښې  د نښتو د بندېد او حلب ښار ته د بشردوستانه مرستو د لېږلو غوښتنه شوې ده.

په سوریې کښې د اور بند د ټینګېدو لپاره د نوی موافقه لیک موادو ته په کتو سره د دغې موافقې ځینې کمښتونه او تناقضات هم لیدل کیږی چې د سوریې د کړکېچ ته  د لویدیځ په تېره بیا د امریکې د مخه کونې نتیجه ده چې د اوربند د موافقه لیک په متن کښې د دغو موردونو راتلل منفی اغیزې په ځان پسې لرلې شی او د اوربند د مقولې ته رسېدل د ناکامۍ او ماتې سره مخامخولې شی.

په ښه او بد باندې د ټرورېزم وېشل او د دغه تقسیم بندۍ په بنیاد له ترهه ګرو سره په مقابله کښې د سورې د فوځ لپاره د محدودیتونو رامنځته کول هم له هغو مسائلو څخه دی چې منفی پائېلې لرلې شی او سوریې کښې د اوربند احتمال لاسته راړنې هم تر خپلې اغېزې لاندې راوستلې شی.

امریکه او روسیه په داسې حالاتو کښې د اوربند موافقې ته رسېدلی دی چې په اصل کښې په سوریې کښې د اوربند په ټینګېدو او د لانجو په کمېدو کښې د واشنګټن د صداقت په اړه په عمومی افکار کښې جدی شکونه موجود دی.

د سوریې په حقله د اوربند د موافقه لیک په اړه د غور وړ ټکے په دې اړوند د امریکې نه شفافیت  او پټ کارونه دی چې حتی د روسیې د چارواکو اعتراض یې هم راپارولې دے. په دې حقله د روسیې خارجه وزیر د سوریې د اوربند په باب د حساسو او مهمو موضوع ګانو په شفافیت باندې د ټینګار په ترڅ کښې امریکه تورنه کړه چې په دې زمینه کښې د حساسو موضوع ګانو له وړاندې کولو ډډه کوی او پټ کارونه ترسره کوی. بې له شکه هغه څه چې په وړومبی ګام کښې په سوریې کښې د ماسکو او واشنګټن موافقه مضبوطوی باور او ښه نیت دے چې باید  اور بند د ټولو لورو په شفافیت او صداقت باندې ولاړ وی.

د بشار اسد د حکومت له نظر سره سم د تاوتریخوالو بندېدل د حلب ښار په شمول بیلا بیلو سیمو ته د بشردوستانه مرستو لېږل او له ترهه ګرۍ سره په مبارزه کښې له دغه قانونی حکومت سره غږملتیا د نوی اوربند د موافقې د بریالیتوب شرط دے او د سوریې د  کړکېچ د حل لپاره به د کورنیو او بهرنیو لورو جدی والے وښئ.

د آل خلیفه رژیم د جنایتونو په وړاندې نړیوال پراخ غبرګونونه او په بحرېن باندې واکمن ډېکټاټوری رژیم په خلاف د ولسی اعتراضونو سختېدل د دې سبب شوی دی چې د بحرېن خبرونه د سیمې د تېرې  اونۍ د خبرونو په سر کښې راشی. په دې زمینه کښې تېره پنجشنبه د ملګرو ملتو د بشری حقوقو د شورا پینځه دېرش غړیو هېوادونو د سیاسی مخالفانو په خلاف د بحرېن د آل خلیفه رژیم اقدامونه وغندل او په دې هېواد کښې د ثبات د ټینګېدو لپاره د پراخو اصلاحاتو غوښتونکی شول.

اروپائی اتحادیې هم د ملګرو ملتو د بشری حقوقو په شورا کښې د یوې بیانیې په لوستلو په بحرېن کښې د سیاسی مخالفانو د ښاریزتوب له لغو کېدو څخه خپله اندېښنه څرګنده کړه. دا په داسې حال کښې ده چې زرګونو بحرېنی ښاریزو تېره پنجشنبه د بحرېن د لوړ رتبه شیعه دینی عالم شېخ عیسی قاسم د محکامې په غندلو کښې د منامې په الدار سیمه کښې د هغۀ د کور په وړاندې غونډه کړې او مظاهرې یې وکړې.

د بحرېن د  الاحرار غورځنګ عمومی منشی د دغه هېواد د لوړ رتبه شیعه دینی عالم شېخ عیسی قاسم د محاکمې اصلی عامل سعودی عربستان وبلۀ. سعید الشهابی د شېخ عیسی قاسم د محاکمې په وړاندې د لویدیځو هېوادونو په دوه ګونو  دریځونو باندې په نیوکې سره اعلان وکړ چې د آل خلیفه رژیم دغه اقدام یوه داسې فېصله وه چې په سعودی عربستان کښې شوې وه. په بحرېن واکمن رژیم د بهرنیو فوځیانو په تېره بیا د عربستانی ځواکونو په مرسته د مخالفانو ځپل ، نیول او شکنجه کول لا سخت کړی دی. یاده دې وی د عربستان فوځ څه باندې زر ځواکونه له لسهاو ټېنکونو سره د جزیز د سپر ځواکونو په نامه په بحرېن کښې ځاے پرځاے کړی او په دغه هېواد کښې د ولسی ځواکونو په ځپلو کښې ډېر مهم رول لوبوی. بحرېن د دوه زره یولسم کال له فرورۍ څخه د آل خلیفه رژیم په خلاف د سوله ایزو اعتراضونو ډګر دے. د بحرېن خلق په خپل هېواد کښې د آزادۍ، د عدالت د ټینګېدو او تبعیض د لرې کېدو او د یو منخب نظام د رامنځته کېدو غوښتونکی دی خو آل خلیفه رژیم تل په ځپلو سره د هغوی اعتراضونو ته ځواب ورکوی.

په بحرېن کښې د ازادۍ په خلاف ورزۍ کښې د آل خلیفه رژیم اقدامونه او د سیاسی فعالانو پراخ نیول او همدارنګ د بحرېنی مخالفو ډلو او تشکیلاتو د نابودولو لپاره زمینه جوړول د بحرېن د رژیم د استبدادی ماهیت ښودونکی دی چې دغه موضوع د آل خلیفه په رژیم د کورنیو او نړیوالو اعتراضونو د سختېدو سبب شوې ده.

د خوشه ای بمونو په شمول د ممنوعه وسلو له پراخې استعمالونې وروسته د آل سعود د جنایتونو پراخو اړخونو تېره هفته په همه افکارو کښې پراخ انعکاسونه درلودلی دی. په دې اړه د یمن د مدنی ټولنې د سازمانونو اتحادیې د یوې بیانیې په خپرولو سره دیمن د خلقو په خلاف له ممنوعه وسلو څخه د عربستان استفاده د بشری حقوقو په حقله د نړیوالو قوانینو ښکاره خلاف ورزی وبلله. د یمن د ملی پلاوی غړی امریکه د یمن د خلقو په خلاف د عربستان د فوځ د حملو اصلی لامله وګنله. مهدی المشاط وویل، امریکه  او برطانیه په ممنوعه وسلو د سعودی په سنبالولو او د وسله والو معاهدو په تړلو سره چې د هغو د وروستۍ معاهدې ارزښت یو میلیارډ ډالره دے په یمن د تیری اصلی عاملین دی. آل سعود رژیم د یمن په خلاف جګړه د دغه هېواد د مستعفی ولسمشر عبد ربه منصور هادی د بېرته ستنولو او د انصارا... د ولسی غورځنګ د کمزوری کولو په هدف سره پېل کړه.

سعودیانو په دغه نابرابره جګړه کښې د خوشه ای بمونو په شان له ممنوعه وسلو استفاده وکړه او د یمنی سرچینو د رپوټ له مخې یې تر اوسه پورې نزدې لس زره کسان وژلی دی. له خوشه ای بمونو څخه استفاده په دوه زره اتم کال کښې د خوشه ای مهماتو د تصویب شوی کنونشن په بنیاد منع ده. د نړیوالو حقوقو دغه سند ته په پام سره ویلې شوو چې سعودی عربستان د استعمالوونکی په توګه او امریکه او برطانیه د خوشه ای بمونو د خرڅوونکو په توګه په یمن کښې د شریت په خلاف د جنایت، د سولې په خلاف د جنایت او د جنګی جنایت مرتکب شوی دی.

څه موده مخکې د ملګرو ملتو سرمنشی بان کی مون اعلان وکړ چې په یمن کښې د عربستان تر مشرۍ لاندې فوځی ائتلاف د ماشومانو د وژلې د عاملینو په تور لېسټ کښې راوستې دے، ځکه چې په تېر کال کښې د شبېتو فېصدو یمنی ماشومانو د وژل کېدو او زخمی کېدو مسئول ؤ او دے. سره له دې د سعودی عربستان له اعتراض او دباونو وروسته ملګرو ملتو اعلان وکړ چې د عربستان تر مشرۍ لاندې د ائتلاف نوم په موقته توګه او د لا زیاتو څېړنو لپاره په یمن کښې د سلګونو ماشومانو د وژلې د عاملان له تور لېسټه وباسی.

د یادولو ده د آل سعود رژیم له دې سره سره چې په نړیوال ډګر کښې د بشری حقوقو یو اصلی خلاف ورزی کوونکے دے خو د ملګرو ملتو د بشری حقوقو د شورا غړے دے. له آل سعودی رژیم سره د ملګرو ملتو انفعالی چلندونه د یمن په شمول په سیمه کښې د دغه رژیم د جنایتونو په پراخولو کښې د سعودی عربستان د ګستاخیو سبب شوی دی. چې دغې موضوع د عامه افکارو غبرګونونه هم په ځان پسې لرلی دی.

---------

 

ټیګونه