منځنئ ختیځ په تیره اونۍ کی
(last modified Tue, 04 Apr 2017 09:57:06 GMT )
Apr 04, 2017 14:27 Asia/Kabul
  • منځنئ ختیځ په تیره اونۍ کی

د سوریې په باره کی د جنیوا د پنځم دور خبرې اترې، د تیری جمعې په ورځ، او له اتو ورځو وروسته پایته ورسیدلې. په جنیوا کی د سوریې د مذاکره کونکی پلاوی مشر«بشار الجعفری» تیره جمعه د خبرو اترو د پنځم دور په پای کی وویل:

 د دغو اتو ورځو په ترځ کی مو د څلور ګونو موضوعګانو؛ یعنی: حکومت؛ اساسی قانون؛ انتخابات؛ او ټروریزم او د دغو مواردو د اساسی اصولو په باره کی خبرې اترې وکړې، او د ملګرو ملتو د استازی د وړاندیزونو په هکله مو هم یو لړ پوښتنې مطرح کړې؛ چی د مقابل لوری کسانو ته وسپاری، خو له بده مرغه مو له مقابل لورو څخه کوم ځواب وا نه ورید، او دا چندانی عجیبه خبره نه ده، ځکه هغوی له ټروریزم سره د مبارزې، او د کړکیچ د سیاسی حل غوښتونکی نه دی. بشار الجعفری زیاته کړه: هغوی یواځی یو څیز غواړی او هغه هغوی ته د سوریې او د حکومت د کلې سپارل دی. الجعفری څرګنده کړه: د مخالفانو پلاویو له نارې سورې وهلو پرته بل څه نه در لوده، او خبری اترې یی په ټلویژنې سیالیو بدلې کړې وې، چی دا د هغوی د سیاسی؛ پوځی او رسندویی نا پوهۍ، او د سر سپارلتوب؛ خیانت او مزدورۍ نښه ده.

د سوریی په چارو کی د ملګرو ملتو استازی« اسټفن دی میستورا» هم د دی ټکی په بیانولو سره؛ چی د خبرو اترو دغه دور جدی او اغیز شیندونکی ؤ، څرګنده کړه: چی د مذاکرو پدی دور کی ټول برخه وال اړخونه چمتو والئ لری، ترڅو د خبرو اترو د شپږم دور د ترسره کولو لپاره، یو ځلې بیا جنیوا ته ور وګرځی، او د انتقالی حکومت؛ اساسی قانون؛ انتخاباتو او له ټروریزم سره د مبارزې د څلورو موضوعګانو په اړه بحث او مذاکره وکړی.

بله موضوع داده، چی د جنیوا د خبرو اترو په پنځم دور کی هم د مخالفو ډلو ترمنځ اختلافونه څرګند ؤو، دا شان چی د سوریې د کردانو ملی شورا تیره پنجشنبه، د یوې بیانیې په ترځ کی اعلان وکړ: چی د جنیوا په خبرو اترو کی د سوریی د برخه والو مخالفانو د لوړ رتبه پلاوی له خوا؛ د حذفی سیاست د اعمالیدو، او د نوموړی پلاوی له خوا د خپلو وړاندیزونو د ناڅه شمیرل کیدو له کبله؛ د جنیوا په خبرو اترو کی خپل شتون ځنډولئ دئ.

د ملګرو ملتو سرمنشی«آنتونیو ګوترش» د مارچ په ۳۰ نیټه؛ په یو ناڅاپی سفر کی د عراق پایتخت(بغداد) ته لاړ، او د یاد هیواد د لمړی وزیر«حیدر العبادی» په شمول یی؛ د عراق له مقامونو سره کتنه او خبری اترې وکړې. آنتونیو ګوترش، د یاد سفر هدف د دغه هیواد د کډوالو له انسانی وضعیت څخه خبریدل  اعلان کړی، او ټینګار یی وکړ: چی په هر ډول شرایطو کی د غیر پوځیانو د ځان ساتل، یو لمړیتوب دئ. په همدی حال کی ګوترش، له العبادی سره په کتنه کی اعلان وکړ؛ ملګری ملتونه چمتووالی لری چی ترهه ګر تر قانونی تعقیب لاندی راولی. د عراق لمړی وزیر، حیدر العبادی هم، د ترهه ګرو د قضایی تعقیب لپاره د ملګرو ملتو طرحې ته په اشارې سره وویل: د عراق دولت؛ د ترهه ګرو د تعقیبولو او سزا کولو لپاره د ملګرو ملتو له دغې طرحې څخه ملاتړ کوی. د ملګرو ملتو سرمنشی؛ له عراق څخه خپله کتنه، د عراق له دولت، خلګو او نورو ارګانونو سره د خپلې ملګرتیا نښه وبلله، او له ټروریزم سره د دغه هیواد د مبارزې د چټک بریالیتوب په هیلې سره یی، او په نړیوالو قوانینو باندی د پا بندۍ، د غیر پوځی خلګو د ځان د ساتنې او دغه هیواد ته د ملی پخلاینې د بیرته راګرځولو لپاره، د هڅې کولو په خاطر، له حیدر العبادی څخه قدرونه وکړه. ګوترش همداراز له نړیوالې ټولنې وغوښتل؛ چی د قربانیانو او زیانمن شویو کسانو سره د مرستې کولو، او د ثبات او امنیت د ټینګولو لپاره، له عراق سره ملګرتیا وکړی.

آنتونیو ګوترش همداراز؛ تیره پنجشنبه د عراق د کردستان سیمې د رئیس«مسعود بارزانی» سره کتنه او خبری اترې وکړې. مسعود بارزنی له آنتونیو ګوترش سره په کتنه کی وویل: د دې لپاره چی د خپل راتلونکی لپاره د کردانو له تصمیم څخه خبر شی، په نږدی راتلونکی کی به، د خپلواکه کیدو رفانډم ترسره کړی.

د عربو اتحادیی د مشرانو ۲۸ مه غونډه، د مارچ په ۲۹ نیټه د اردن په بحر المیت سیمه کی پایته ورسیدله. د دغې غونډې مشرې، د اردن پاچاه«دویم عبدالله» په غاړه وه؛ چی د موریتانیا ؤلس مشر ته وسپارله شوه. پدې غونډه کی وټاکله شوه چی د عربو مشرانو ۲۹ کنفرانس هم، په اماراتو کی جوړ شی. د عراق؛ عمان؛ اماراتو؛ الجزایر او سوریې د پنځو هیوادونو مشرانو هم، په اردن کی په ۲۸ مه غونډه کی برخه وانخیستله، چی البته پدغه غونډه کی د ګډون لپاره د سوریی دولت ته بلنه نه ده ورکړه شوې.

پدې هکله مهم ټکئ دا دئ، چی د دغې غونډې د پای بیانیه، د هغو پخوانیو مسایلو د تکراریدو کتونکې ده؛ چی په وروستیو تیرو کلونو کی په ځلونو مطرح شوی دی. په یاده بیانیه کی د سوریی د کړکیچ په هکله پدې موضوع ټینګار وشو، چی د سوریې د کړکیچ د هوارۍ یواځنۍ لاره به، سیاسی حل لاره وی. دا پداسی حال کی ده چی د سوریی د کړکیچ لپاره سیاسی حل لارې ته د رسیدو ډیر ستر خنډ هم، له ترهه ګرو ډلو څخه د عربو اتحادیې د غړیو؛ په تیره بیا د عربستان د اصلی او اغیز شیندونکو لوبغاړو ملاتړ کول، او د سوریی د نظام د ړنګولو لپاره د هغوی هلې ځلې دی.

د عراق د کړکیچ په باره کی هم، له ټروریزم سره په مبارزه کی د عراق له دولت څخه د ملاتړ کولو په ضرورت ټینګار وشو؛ پداسی حال کی چی عراقی مقامونو په ځلونو اعلان وکړ؛ چی یو شمیر عربی قدرتونه، د داعش ترهه ګرو له اصلی ملاتړو څخه دی. همداراز د عربو اتحادیی د مشرانو د ۲۸ غونډې د پای په بیانیه کی، د فلسطین د خلګو په حقوقو؛ په تیره بیا د خپل برخلیک په ټاکلو او د خپلواک هیواد په جوړولو باندی ټینګار وشو، خو په عین حال کی له صهیونیسټی رژیم سره تاریخی پخلاینه هم، د ۱۹۶۷ م کال له پولو څخه د اسرائیلو په شاته تګ پوری شرطمنه شوه.

یوه مهمه پیښه چی، د عربو مشرانو د ۲۸ کنفرانس په ترځ کی رامنځته شوه؛ د مصر له ؤلس مشر«عبدالفتاح السیسی» سره، د عربستان د پاچاه«سلمان بن عبدالعزیز» کتنه او خبرې اترې وې. د دغې کتنې زمینه؛ د مارچ په ۲۷ نیټه، قاهرې ته د بحرین د پاچاه«شیخ حمد بن عیسی آل خلیفه» د سفر، او د مصر له ؤلس مشر سره د هغه د لیدنی او خبرو اترو په ترځ کی برابره شوه.

د عربو اتحادیې د مشرانو ۲۸ کنفرانس او د هغه د پای بیانیه، د مختلفو عربی هیوادونو د مقامونو او شخصیتونو له پراخو نیوکو سره مخامخه شوه. د مصر د پارلمان غړی «کمال احمد» وویل:« دا خواشینونکې ده، چی د سوریی دولت په ملګرو ملتو کی څوکې لری؛ خو د عربو په اتحادیه کی د دغه هیواد څوکې خالی ده. دغه مسئله ټیک په هغه وخت کی چی د عربی امت دښمنانو، د هغه د له منځه وړلو لپاره توطئه کړې ده؛ پدی معنا ده چی موږ خپل عقل له لاسه ور کړئ دئ.»

د لبنان ؤلس مشر«میشل عون» هم تیره پنجشنبه، په اردن کی د عربو مشرانو له کنفرانس څخه له راستنیدو وروسته؛ وویل:«تر اوسه لا د دی وخت نه دئ رسیدلئ، چی دغه اتحادیه د«عربی همکارۍ» په معنا وبولو. د یمن د نجات ملی دولت خارجه وزیر«هشام الشرف»هم، په اردن کی د عربو مشرانو کنفرانس د ټولو د نا هیلۍ عامل وباله، او ویی ویل: دغه کنفرانس پداسی حال کی سولې ته د بلنې خبره کوی؛ چی د هغه د برخه والو په ادبیاتو او کړچار کی، په یمن کی د سعودی تیری ګرو، له جنایتونو څخه له ملاتړ کولو پرته؛ له سولې څخه کومه نښه نشته.

د عربو د نړۍ په مختلفو کړکیچونو کی، د عربو اتحادیی نه کارنده توب د دی سبب شو؛ چی د الجزایر د امت پارلمان رئیس«عبدالقادر بن صالح»، په اردن کی د عربو اتحادیې د مشرانو په ۲۸ کنفرانس کی، پخپل واقع بینانه نظر څرګندونه کی؛ د عربو اتحادیی د جوړښت د اصلاح کیدو غوښتنه وکړه.

تیره پنجشنبه؛ د مارچ ۳۰ نیټه د ځمکې د ورځې له ۴۱ کالیزې سره برابره وه. صهیونیسټی رژیم، د ۱۹۷۶ کال د مارچ په ۳۰ نیټه؛ د «الجلیله» په سیمه کی د فلسطینیانو د ځمکو په مصادره کولو سره، دغه ځمکې صهیونیسټو مهاجرینو ته وسپارلې. د صهیونیسټی رژیم دغه اقدام؛ د فلسطینیانو چټک عکس العمل په ځان پسی درلود؛ دا شان چی په همدغه ورځ، یعنی د ۱۹۷۶ کال د مارچ په ۳۰ نیټه، د فلسطین د خلګو له خوا پراخې مظاهرې ترسره شوې؛ خو اسرائیلی ځواکونو پدغو مظاهرو کی ۶ فلسطینیان شهیدان، او څه دپاسه نور ۱۰۰ تنه یی ژوبل کړل؛ همدا شان نور ۱۰۰ فلسطینیان هم ونیول شول. په همدی دلیل، د مارچ ۳۰ مه نیټه د فلسطینیانو په نزد د ځمکې د ورځې په نامه ونوموله شوه، او فلسطینیانو د فلسطینی کډوالو په ملګرتیا هر کال، په لویدیځه غاړه؛ غزه؛ او ختیځ قدس کی پدغه ورځ کی اسرائیلی ضد مظاهرې ترسره کوی.

په همدی لړ کی، فلسطینیانو تیره پنجشنبه، د بیت لحم، او نابلس په شمول، په مختلفو ښارونو کی اسرائیلی ضد مظاهرې وکړې. دغه مظاهرې د فلسطین د ملی- اسلامی ځواکونو په غوښتنه، او د سل ګونو فلسطینیانو په شتون ترسره شوې، او مظاهره کونکو د فلسطین د بیرغونو په وړلو سره، د ځمکې د ورځې او د صهیونیسټی رژیم د اقداماتو او جنایاتو په غندنه کی، یو لړ شعارونه ورکړل. د صهیونیسټی رژیم  امنیتی ځواکونو د فلسطینیانو پر دغو مظاهرو حمله وکړه.

په سوریه کی په سل ګونو استوګن فلسطینیانو او د سوریی خلګو هم، د تیرې جمعې په ورځ، د ځمکې د ورځې په مناسبت مظاهرې وکړې، او د صهیونیسټی رژیم له نیواک څخه د سوریی او فلسطین د ټولو ځمکو تر آزادیدو پوری یی، پر مقاومت کولو ټینګار وکړ. د فلسطین د احصایې مرکزی سازمان هم، د مارچ په ۳۰ نیټه د ځمکې د ورځې په مناسبت، د یوې بیانیې په ترځ کی اعلان وکړ: صهیونیسټی رژیم د فلسطین د مساحت ۸۵ فیصده برخې، چی څه باندی ۲۷ زره کیلو مټر مربع کیږی، تر خپل نیواک لاندی نیولی دی.

مهم ټکئ دا دئ؛ چی د صهیونیسټی رژیم کابینی، د مارچ په ۳۰ نیټه د دغه رژیم په خلاف د فلسطینیانو د مظاهرو ته په بی پروایۍ سره، له نږدی ۲۰ ؤ کلونو وروسته، په لویدیځه غاړه کی د نوی ښارګوټی جوړل، تصویب کړل. ټاکل شوې ده نوئ ښارګوټئ چی د صهیونیسټی رژیم کابینې د هغه له جوړولو سره موافقه کړې ده، د اردن سیند د لویدیځې غاړې په شمال کی، د«امیک شیلو» په سیمه کی جوړ شی، او د هغو ښارګوټی میشتو کورنۍ، چی پخوا د«آمونا» په ښارګوټی کی استوګنې وې، دغو نویو کورونو او و دانیو ته منتقلی شی.

 

 

 

 

ټیګونه