په تیره اونی کې د مینځنی ختیځ بدلونونه
(last modified Tue, 19 Jun 2018 09:30:38 GMT )
Jun 19, 2018 14:00 Asia/Kabul
  • په تیره اونی کې د مینځنی ختیځ بدلونونه

د فلسطینیانو له حقوقو د ملګرو ملتو د ملاتړ پریکوه لیک تصوبیدا او د امریکا ماتې

د فلسطیین بدلونونه

د فلسطینیانو له حقوقو د ملګرو ملتو د ملاتړ پریکوه لیک تصوبیدا او د امریکا ماتې

 

د ملګرو ملتو په عمومی اسمبلۍ کې د فلسطین له ملته د نړیوال ملاتړ پریکړه لیک تصوبیدا د فلسطین د حقانیت بریالیتوب وو ، د ملګرو ملتو عمومی اسمبلۍ د تیر شورو په ورځ  په غزه کی د فلسطینانو د قتل عام په خاطر د اسراییلو رژیم په غندلو کی پریکړه لیک ته ۱۲۰ هیوادونو په اکثریت سره رایه ورکړه  او د حماس د ګناهګار بللو لپاره یې د امریکا هڅه ناکامه کړه . دحماس د غندلو لپاره  له فلسطین د ملاتړ په پریکړه لیک کی د اصلاحیی د تصویبولو لپاره د امریکا هڅې په دریو کې دوې برخې لازمې رایې ترلاسه نکړی شوې . د کویت د پریکړه لیک په تصویبولو کی د امنیت شورا ماتی فلسطین مجبوره کړ له فلسطینی ملت د نړیوال ملاتړ د زمینې د برابرولو لپاره عمومی اسمبلۍ ته مراجعه وکړی . امریکا له صیهونیست رژیم د خپلو هر اړخیزه ملاتړونو په دوام کی د امنیت شورا د جون د دوهمې  په غونډه کی د هغه پریکړه لیک مسوده چی له فلسطینی ملت د محافظت او ملاتړ غوښتونکی وه ، وټو کړه . دا په داسې حال کی  وو چی د روسیې په شمول د  امنیت شورا ۱۰ غړیو د کویت دپریکړه په ګټه رایه ورکړی وه . د امیت شورا غړیو د امریکا له دغه اقدامه وروسته د روسیې ، بولیویا او کویت په دریو  منفی او ۱۱ سپینو رایو  سره د امرذیکا وړاندیزی پریکړه لیک رد کړ او یوازې امریکا خپل پریکړه لیک ته مثبته رایه ورکړه چی دا په امنیت شورا کی د امریکا د بشپړه انزوا نښه ده . فلسطین په هڅه کی دی چی د قدس پرضد دامریکا د ولسمشر له فیصلې سره د مقابلې لپاره  د ملګرو ملتو د بیلا بیلو ارکانونو له ظرفیته استفاده وکړی . په سیاسی او ډیپلوماټیک په شمول په بیلا بیلو ډګرونو کی د فلسطیینانو وس د امریکا او صیهونیسټ رژیم د غوسی سبب شوی دی . د ملګرو ملتو په مرکز کی د فلسطین د بیرغ پورته کولو ، د ملګرو ملتو د بیلا بیلو اورګانونو له فلسطین سره د یو ځای کیدا بهیر ، په ملګرو ملتو کی د فلسطینانو  د موقعیت  د ارتقا په شمول  په وروستیو کلنو کی د فلسطینی ولس له حقوقو نړیوال ملاتړ د قدس په پلازمینې د فلسطین هیواد د جوړیدا د حق په شمول د فلسطینی ولس حقوقو ته د زیاتیدونکی نړیوال پام ښودنه کوی . د برخلیک د ټاکلو د حق او فلسطینی هیواد د جوړیدا حق په شمول د فلسطینانو د حقوقو په اړه نړیواله اجماع د فلسطین د خلکو د غصب شویو حقوقو په اعادې او له دې سره په یو وخت د اسراییلو د ځپنې او نیواکګرۍ په  دوام د نړیوال اعتراض په معنا دی . په داسی فضا کی  ملګرو ملتو ته له مخکې زیات  د فلسطینانو د ورکش ویلو لپاره د امریکا خوځښتونه  یوازی په نړیوال ډګر کی د صیهونیست رژیم  او امریکا د زیاتی رسوائ سبب شوی دی .

 

د عراق بدلونونه

 

د سیاسی ایتلافونو په سیوره  کی انتخاباتی چیلنجونه او د عراقی چارواکو خبرداری

 

د عراق لومړی وزیر او د ټولو قواو قوماندان حیدر العبادی په یوه پیغام کی د امنیت او ثبات د ساتلو لپاره له نوی چیلنج سره د عراق د مخامخیدا په اړه خبرداری ورکړ . العبادی تیره اونۍ د یوې بیانیې په صادرولو سره د عراق خلکو ته په خطاب کی وویل له وروستیو انتخاباتو وروسته رامینځته شویو مسلو ته په پام سره  عراق یو ځل بیا له امنیتی ستونزو سره مخامخ شوی دی . د عراق د لومړی وزیر اشاره هغه کړکیچ ته ده چی د عراق په بیلا بیلو ولایتونو او سیمو کی د می په ۱۲ له پارلیمانی انتخاباتو وروسته رامینځته شوی دی . العبادی په خپل پیغام کی په عین حال کی ډاډ څرګند کړی دی چی عراقیان متحد دی  او ملی ګټو ته په خپلو ذاتی او ډلو ګټو ترجیح ورکوی  ، له دغه کړکیچه هم په سلامتیا سره تیریدلې شی .له دغو مسلو سره سره د السایرون ایتلاف ملاتړی مقتدا صدر چی په ۵۴ څوکیو سره د عراق د ۱۲ نیټې د پارلیمانی انتخاباتو لومړۍ رتبه لری ، د نهې په شپه اعلان وکړ د هادی العامری په مشرۍ د الفتح له ایتلاف سره د سترو فراکسیون د جوړولو په سر موافقی ته رسیدلی دی . د الفتح ایتلاف په ۴۷ څوکیو سره  له السایرون وروسته په پارلیمانی انتخاباتو کی ډیرې څوکۍ ترلاسه کړی دی . د پارلیمانی انتخاباتو  د دغو بریالی لیسټونو د ایتلاف ناڅاپی اعلان  د کارپیژاندو په باور د عراق د ګډوډې سیاسی فضا لپاره یو مثبت ګام  دی  او په اور د اوبو اچولو په معنا دی . د کارپیژاندو په باور د دغه ایتلاف اعلان دوه مهم ټکی درلودل چی دواړو ایتللافونو ورته په خبری کانفرنس کی اشاره وکړه .

د دغه ایتلاف دواړو خواوو جوته کړه د عراق په سیاسی او ملی فضا کی  په  هیڅ یوی سیاسی ډلې  چی مقرره ده په دغه فضا کی له دغه ایتلاف سره ملګرتیا وکړی ، هیڅ سره کرښه نده موجوده .

په همدی اساس ده چی له مقتدا صدر سره د هادی العامری له کتنې سره په یو وخت دعصایب اهل الحق عمومی منشی او دالفتح متحد شیخ قیس الخزعلی  ، د سید عمار حکیم په مشرۍ  له حکمت ملی ډلې او قانون دولت ایتلاف له مشر نوری مالکی سره جلا جلا کتنې پیل کړی .

د هاشم الهاشمی او وفیق السامرایی په شان کارپیژاندی باوری دی چی د دغه ایتلاف اعلان فضا له تاوتریخجنی فضا د تفاهم او دولت د جوړیدا لور ته ورکش وایی . د عراق لوړ رتبه کارپیژاندی وفیق السامرایی  په خپل شخصی ټویټر پاڼه کی لیکلی دی چی دغه نوی  ایتلاف د راتلونکی حکومت د جوړولو لپاره فضا له هغه څه چی فکر کیده ، ژر برابروی . هاشم الهاشمی چی د عراق یو بل کارپیژاندی دی لیکی چی د السایرون او الفتح ترمینځ ایتلاف  یو ژور  ، جدی او سټراټیجیک ایتلاف دی چی په عراق کی سیاسی ثبات تضمینولې شی .

اټکل کیږی د دغه ایتلاف په جوړیدا او د الحکمه ، النصر ، الوطنیه ، د عراق د کردستان دوه ستر ګوندونو او د قانون دولت د ایتلاف د احتمالی غړیتوب په شمول د نورو ډلو په  یو ځای کیدا سره د دغه ایتلاف ټول ټال څوکۍ له ۲۰۰ زیاتیږی . دا په دی معنا ده چی نوموړی ایتلاف د ستر پارلیمانی ایتلاف د جوړولو لپاره  له ضروری پولې تیر شوی او له ټو ټال ۳۲۹ څوکیو په ۲۰۰ څوکیو سره  په اسانۍ سره خپلې فیصلې په پارلیمان په تیره بیا د کابینې د جوړولو په قضیه کی  اعمالې شی . کارپیژاندی  همداراز باوری دی چی دغه ایتلاف د غوای د ۲۲ نیټې د انتخاباتو د نتیجو او د ټولو نتیجو د باطلولو په لور نه تللو تضمینونکی دی  او یوازې په هغو ځینو سیمو کی چی پکې تخلفات زیات وو ، د محدودو انتخاباتو د ترسره کیدا احتمال رامینځته کړی .

نن سبا سعودیان  په ټولنیزو شبکو کی  له کله چی د سایرون او الفتح ترمینځ د سټراټجیک ایتلاف خبره د سیمې د رسندویو په سویه مطرح شوی ،دیر سخت غوسه شوی دی . هغه کاربران چی د سعودیانو په نومونو په اجتماعی شبکو کی شتون پیدا کوی  تر پرونه چی د مقتدا صدر تعریف او ستاینه کوله  له الفتح سره د هغه د ایتلاف له اعلانه وروسته   په هغې ډیرې سختې نیوکی کړی دی . عراقی کاربرانو د دې په اپوټه د دغه ایتلاف هرکلی کړی دی  ځکه چی باوری دی له یوې خوا د شیعیانو ترمینځ د داخلی نښتو  احتمال او له عراقه تاوتریخوالی لیری کړ او  دوهم دا چی د عراق سیاسی ډګر ته یې  د سعودیانو د نفوذ لپاره  فضا وتړله . خو د مقاومت د چورلیز پلویانو د دغه ایتلاف تحقق په سیمه کی د مقاومت د چورلیز لپاره یو بل مهم بریالیتوب او د دوهم چورلیز یعنی امریکایانو ، سعودیانو او صیهونیسټانو ماته وبلل .

 

بحرین : د ال خلیفه رژیم اقدامات په دغه هیواد کی د استبداد پیاوړتیا

د الوفاق  ملی او اسلامی ټولنه د بحرین د ستری معترضې ټولنې په توګه په انتخاباتو کی له کاندیدا د ړنګو شویو ټولنو د غړیو د محرومولو لپاره د بحرین د باچا په فیصلې  غبر ګون وښوده . الوفاق ټولنې  په یوه بیانیه کی اعلان وکړ چی له سیاسی او مدنی حقوقو د ملی ټولنو د غړیو د محرومولو لپاره د حکومت فیصله  څه د پاسه ۵۰  زره ښاریزه تر اغیز لاندی راولی .

سیاسی څارونکی دغه سیاستونه د عدالت او قانون محوره حکومت د جوړولو اود دیموکراسۍ په لور د ولسی حرکت د دوام په نتیجه کی دخپلې ستری سیاسی ماتې د جبرانولو لپاره د بحرین دولت له خوا هڅه بولی . رسندوی ټولنې ټینګار لری چی د دنیا په هیڅ ځای کی د داسې قوانینو بیلګجه نشته دی او د بحرین حکومت دغه فیصله په دغه هیواد کی د دیکتاتوری او استبداد په لور ګام دی . د بحرین باچا حمد بن عیسی ال خلیفه د سیاسی حقوقو اړونده قانون د دریمې مادې په اصلاح سره  موافقت کړی چی د هغې په اساس د ړنګو سیاسی ټولنو مشران او غړی په پارلیمان کی له استازیتوبه منعه دی . د ال خلیفه استبدادی اقدامات سبب شوی دی چی د دغه هیواد خلک د سیاسی او دینی ازادیانو په برخمنیدا کی له څرګندو ښاریزو حقوقو هم بې برخې کړی .له دې سره په یو وخت د پرله پسې ۱۰۰ اونۍ لپاره د جمعی لمانځه له ترسره کیدا د ال خلیفه رژیم په مخنیوی سره د بحرین الوفاق ټولنی  په دغه هیواد کی د شیعیانو پرضد د ال خلیفه رژیم په ظالمانه سیاستونو په نیوکی سره د ویې بیانیې په خپرولو سره وویل بحرین د دینی ازادیانو او دینی ظلم او ستم په زمینه کی په بدترین هیواد بدل شوی دی . د الوفاق ټولنې ټینګار وکړ د دغه هیواد رژیم د ځپونکیو اقداماتو ، د الدراز سیمې په کلابندۍ او همداراز دغې سیمې ته د جماعت د امامانو د ورتګ په مخنیوی سره  د جمعی لمانځه د ترسره کولو په بڼه کی د هغو نیول او ګواښل په دغه سیمه کی د جمعی لمانځه د ترسره کیدا خنډ کیږی .

د بحرین حکومت په خپلو اقداماتو سره د نمایشی او هدایت شویو  انتخاباتو په ترسره کولو ، د  بادشاه د مطیع  او یو شانته پارلیمان په جوړولو ، د مدنی او اعتراضونو او غورځنګونو په ځپلو او د سیاسی فعالانو په نیولو سره له خلکو د خپل برخلیک د ټاکلو حق اخیستی دی . د برخلیک د ټاکلو حق د ازادانه انتخاباتو د ترسره کول  د چارواکو ټاکل  او د سیالیز او ازاد سیاسی مشارکت لپاره د خلکو د حق په معنا دی . د ال خلیفه رژیم په لاس د بحرین دخلکو د حقوقو خلاف ورزی یوازی د سوله ایزو مظاهرو په ځپلو ، د مخالفانو د تابعیت په ختمولو ، د سیاسی ګوندونو د تړلو ، د عالمانو او ولسی مشرانو په محاکمه کولو کی نه لنډیږی بلکې دال خلیفه رژیم څاروی ډوله اقدامات د  خلکو له دینی اعتقاداتو او بیان ازادۍ سره جوت مخالفت  ته غځیدلی دی . د ال خلیفه اقدامات په داسی حال کی دی چی د ال خلیفه رژیم دنده د دغه هیواد د اساسی قانون د ۲۲ مادې په اساس  د مذهبی مراسمو ، غونډو او جلسو  د ترسره کیدا  ازادی تضمینول دی . د ال خلیفه دینی ضد اقدامات د نړیوالو حقوقو خلاف ورزی هم ده ، ځکه چی د بشری حقوقو د اعلامیې د ۱۸ مادی پر اساس  د مذهبی شعایرو د ترسره کولو حق د اشخاصو ، د وګړنیزی او دینی ازادی په چوکاټ کی راځی . د ال خلیفه رژیم کړچارونه د دې ښودنه کوی چی دغه رژیم نه یوازې د بحرین د خلکو سیاسی ازادیانې ضایع کړی دی بلکی د بحرین خلک یې له خپلو مذهبی او دینی فعالیتونو د ازادۍ  له حقه هم محرومه کړی دی .

 

 

 

 

 

ټیګونه