روژه د خدای میلمستیا۵
(last modified Thu, 07 Apr 2022 07:00:47 GMT )
Apr 07, 2022 11:30 Asia/Kabul
  • روژه د خدای میلمستیا۵

ګرانو او قدرمنو دوستانو (روژه د خدای میلمستیا) نومې لړۍ یوې بلې لیکنې سره مو په خدمت کښې یو او هیله لرو چې ژوند او روژې به مو تر دې دمه ښې روانې وي

دوستانو د دې لړۍ په تیر پروګرام کښې مو وویل چې پکار دي د خدای تعالی د نعمتونو د شکر ادا کولو لپاره تل خدای پاک یاد وساتو او یوازې د هغه عبادت وکړو. نو د خدای تعالی د عبادت یوه ډیره مهمه لاره دا ده چې د شیطانونو د وسوسو په وړاندې ټینګ اودریږو او ځانونه له ګناه څخه وساتو.

عزیزانو د رمضان د میاشتې په هکله د ځانګړې لړۍ دا نننی پروګرام د الله تعالی جل جلاله په درګاه کښې په حمد او شکرانې سره پیلوو.

د خدای شکر دی چې مونږ ته یې یوځل بیا دا توفیق راکړ چې د روژې په مبارکې میاشتې کښې د بندګۍ مشق وکړو، له ګناه لرې شو او د پروردګار له محضره الهي بخښنه وغواړو. څومره بدحاله دي هغه کسان چې د رمضان میاشته په ګناه او معصیت کښې تیروي، د خدای له بخششه بې برې شوې دي او افسوس دې وي د هغو کسانو په حالت باندې چې له روژې څخه یوازې په لوږې او تندې پوهیږي او په حقیقت یې نه دي خبر شوي.

د اسلام د ګرانقدره پیغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه و آله وسلم حضرت علي علیه السلام ته فرمايي: یو هغه کار چې خلک یې په اسانه ترسره کولې شي، دا دی چې تل او په هر حال کښې د خدای په یاد کښې وي.

تل د خدای په یاد کښې کیدل په دې معنا نه دي چې ژبه یې همیشه په ذکر لګیا وي بلکې معنا یې دا ده چې کله راته د ګناه او د حرام عمل لاره خلاصه وي هغه وخت له متعال خدای څخه وویریږو او هغه ګناه پریږدو. خدای پاک په قرآن کریم کښې د هغو کسانو ځینې نمومې بیان کړې دي چې د خدای په یاد سره یې له ګناه ډډه کړې ده. په دغو کښې یو مثال د حضرت یوسف علیه السلام دی. کله چې د مصر یوې ډیرې ښایسته او بانفوذه ښځې زلیخا، یوسف چې هغه وخت یو غلام و، خپلې کوټې ته وروباله او نیت یې ورته خراب شو نو حضرت یوسف علیه السلام چې تل به یې د خدای نوم په خولې او د هغه یاد به یې په زړه کښې و، له دغې سترې ګناه څخه ډډه وکړه او سره له دې چې پوهیده د بادار د حکم نه منل به ورته د دنیا د سختۍ سبب شي، دغې سختۍ ته غاړه کښیښودله او ورته یې د خدای تعالی په قهر او غضب او د آخرت په عذاب باندې ترجیح ورکړه.

په قرآن کریم کښې داسې ډیر آیتونه شته چې مونږ ته د شیطان او د هغه د وسوسو په هکله خبرداری راکوي. د سوره فاطر په شپږم مبارک آیت کښې خدای تعالی فرمايي: شیطان ستاسو دښمن دی نو بس تاسو هم هغه خپل دښمن وګڼئ.

او د اعراف د مبارکې سورې په اوویشتم آیت کښې فرمايي: ای د آدم اولاده، پام کوئ چې شیطان مو دوکه نه کړي لکه څنګه چې یې ستاسو مور او پلار له جنته راوباسل.

دوستانو دا خیال ساتل هم هغه د خدای یاد دی، داسې یاد چې هم په ژبه وي او هم په زړه کښې، لکه د باران به د انسان په اعمالو ووریږي او د انسان وجود به د ګناه له ککړتیا پاک کړي.

د خدای بندګان د رمضان په مبارکه میاشته کښې د ځانګړو عملونو په ترسره کولو سره خپل روح پاکوي او داشان د ګناه د کولو امکانات کمولی شي او په خپل ژوند کښې د ددې میاشتې برکتونه او اثرات لیدې شي. د الهي میلمستیا میاشته د انسانانو کړه وړه لاښه او ښایسته کوي او هغو ته یو نوی روح ورکوي او دا غیرمعمولي او معنوي حالت د دې برکتناکې او له نعمتونو د ډکې میاشتې نښه ده. له قرآن کریم سره د مومنانو ژوره مینه او دیني سپارښتنو ته پاملرنه او له یوازني خالق سره د شپې مناجات د خدايي میلمستیا د دې میاشتې د سترتوب یو وړوکې ټکی دی. د روژې په میاشتې کښې روژه نیول د انسان روح او زړه دواړه روغ ساتي. لکه څنګه چې د بدني ناروغیو د ښه کیدو لپاره باید د ځینو څیزونو له خوړولو ډډه او پرهیز وشي، هم دغه شان د روحي بیماریو د ښه کیدو لپاره هم باید له ځینو کارونو ډډه وکړو، له ګناه او هغو اعمالو چې له خدای سره د مینه لرونکي زړه او روح سره سمون نه خوري. روح خرابوي او ټول پوهیږي چې د روح ناروغي د بدن له ناروغۍ ډیره بده ده ځکه چې که د روح په سالم او روغ ساتلو کښې سستي وشي نو روح هم لکه د جسم، ناروغه کیږي او خرابونکي آثار یې نه یوازې د هغه انسان بلکې د ټولې ټولنې غاړه نیسي.

د انسان اعمال په اصل کښې د روح خواړه ګڼل کیږي. په ګناه سره روح بیماریږي او ښه عمل یې روح پياوړی کوي. که یو انسان لمونځ کول، روژه نیول او له خپل پروردګار سره راز و نیاز پریږدي نو روح یې ناروغه کیږي او هیڅکله ارامښت نه مومي. او هم دا سربدالي د هغه لپآره ترټولو بد عذاب دی. د خدای ذکر د انسان د زړه لپاره شفا ده. هم هغه ډول چې خدای تعالی د سوره رعد په ۲۸ آیت کښې فرمايي: هغه کسان چې په خدای یې ایمان راوړی او زړونه یې د خدای په یاد سره ارامیږي خبر شئ چې یوازې د خدای یاد د زړونو قررارونکی دی.

د انسان د زړه چې د هغه باطن ګڼل کیږي او د هغه د ظاهر ترمینځ اړیکه موجوده ده. یعنکې که د انسان سترګه یو څیز وویني نو زړه ورپسې کیږي او که د انسان زړه یو څیز وویني نو سترګه به یې خامخا وغواړي. انسان باید په هغه څه باندې کنټرول او څارنه ولري چې زړه ته یې ننوي، هم هغه ډول چې امیر المومنین علي علیه السلام لوړ مقام ته د رسیدو لاره، د زړه کنټرولول بللي او فرمايي: زړه ته د ننوتو دوه لارې دي چې یوه یې د انسان سترګې او بله یې غوږونه دي.

په دې وجه عقلمند انسان مخکښې له دې چې یوه خبره وکړي، له خپل عقل سره یې جاج اخلي. د اسلام مبین دین د روژې په مبارکې میاشتې کښې په دې ستر امتحان کښې د انسان د بریا او سرلوړۍ لپاره هر هغه څه چې د زړه په پاک ساتلو، د روح په پاکولو او نیکۍ او احسان ته په هڅولو کښې اغیزناک دي، برابروي او هغه ته د روحي پرمختګ لارې خلاصوي ترڅو انسان د دې مبارکې میاشتې له آثارو او برکاتو په ګټه پورته کولو سره لوړو مقصدونو ته ورسیږي.

د رمضان په مبارکې میاشتې کښې له قرآن سره مینه روژتي انسان ته ځانګړې حال و هوا ورکوي. د قرآن په ژوند بخښونکو آیتونو کښې د تفکر او تعمق ترڅنګ د هغه ښکلې او په زړه پورې تلاوت، تفکر کونکي انسان ته د معرفت او نور یوه دنیا خلاصوي. دا ستر او ګرانقدره کتاب د نیکمرغه ژوند لپاره ترټولو لوړ احکام لري. په هم دې وجه قرآن د یو غوره او انساني ژوند لپاره یو بشپړه سمبول دی.

د ایران په اسلامي جمهوریت کښې هر کال د روژې په مبارکې میاشتې کښې د قرآني کلتور او ورسره د مینې او الفت د دودولو په لړ کښې ډیر کارونه کیږي او د اسلامي انقلاب معظم رهبر هم په دې لړ کښې ارزښتناکې سپارښتنې کوي

د دغه اسماني کتاب تلاوت یو لړ آداب لري چې یو په کښې طهارت دی. هم هغه ډول چې خدای تعالی طهارت او پاکي د قرآن د لوستلو وړومبنې شرط ټاکلی او د سوره بقره په ۷۹ آیت کښې فرمايي: له پاکانو پرته به بل څوک هغه ته لاسرسي ونه لري.

د الهي اولیاؤ په کلام کښې خوله د خدای د کلام لاره ګڼله کیږي. نو دغه لاره باید پاکه وي ترڅو زړه او روح ته د قرآن پاکسازي په ښه توګه ورسیږي. رسول الله مبارک فرمايي: د قرآن لاره پاکه کړئ.

ورڅخه پوښتنه وشوه چې ای د خدای رسوله! د قرآن لاره څه ده؟

ویې فرمایل: خوله.

پوښتنه وشوه چې په څه یې پاکه کړو؟

پیغمبر اکرم وفرمایل: په مسواک وهلو سره.

د قرآن صفحو او تورو ته کتل عبادت دی. د رسول الله مبارک په خبره، درېو شیانو ته کتل عبادت دی چې یو په کښې قرآن دی.

د الهي فرمان یو بل ادب، د قرآني آیتونو د اوریدو په وخت له توجه او پاملرنې، تأمل او تدبّر سره مله چپتیا ده. د سوره اعراف ۲۰۴ آیتِ شریف فرمايي: کله چې قرآن لوستل کیږي نو غوږ ورته ونیسئ او غلې شئ.

دغه قرآني لارښوونه د پیغمبر اکرم(ص) د اهل بیتو علیهم السلام په خبرو کښې هم راغلې ده. امام جعفر صادق علیه السلام فرماي:ي هرکله چې دې په خوا کښې قرآن ولوستې شې، پر تا واجبه ده چې چپتیا غوره کړې او توجه وکړې.

شک نشته چې د قرآن له ژوند جوړونکو معارفو او تعملیاتو سره بلدتیا، په هم دې مراحلو نه ختمیږي بلکې د آیتونو لوستل، له مفاهیمو سره یې بلدتیا او د قرآن تلاوت ته غوږ نیول، د قرآن د لا بنیادي او لا ژور شناخت لپاره ابتدايي ګامونه دي.

معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د قرآنِ پاک د تلاوت د اهمیت په هکله فرمايي: د قرآن تلاوت او د الهي آیتونو ښکلې قرائت په قرآن کښې د تدبر لپاره سریزه ده. مونږ نه غواړو چې ځان مشغول کړو او په تلاوت باندې وخت تیر کړو. بلکې دا د اصلي موضوع په توګه یوه سریزه ده. دا لاره ده. په خوږ اواز د قرآن تلاوت سبب کیږي چې د انسان زړه نرم شي، خشوع پیدا کړي، په قرآني معارفو او آیتونو باندې پوهیدو ته تیار شي، مونږ دې ته اړتیا لرو.

هیله ده چې مونږ هم د خدای تعالی په دې بې سارې ورځو کښې چې د خدای د میلمستیا موسم دی، د قرآني آیتونو په تلاوت سره د کمال او تل پاتې جنت په لور ګام پورته کړو.

*/*/*/*/*

ترجمه: عبدالماجد  درانی

 

ټیګونه