تاریخ پاڼه (48)
(last modified Mon, 07 May 2018 04:49:42 GMT )
May 07, 2018 09:19 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه (48)

نن د ګل ورځ یا د وشنبه د ۱۳۹۷لمریز کال د غوای دمیاشتې اولسمه، د ۱۳۳۹قمری کال د شعبان دمیاشتې شلمه او د ۲۰۱۸ کال د مئ اوه مه نیټه ده. ******************

۱،       ۱۰۵۴کاله پخوا  د ۳۸۵قمری کال د شعبان المعظم  په  شلمه نیټه

             یو مشهور مسلمان کتاب پيژاند او تاریخ لیکونکی ،  ابن ندیم (یا  ابن الندیم)  وفات شو .  دهغه شهرت  هم د الفهرست نومې کتاب په خاطر دی . هغه په دغه کتاب کې  دخپل وخت په  اسلامی تمدن کې  دود درست علمونه  معرفي کړی دي  او وروسته ئې  دهغوعلومو په زمینې کې د مشهورو پوهانو   د ژوند شرحه هم  لیکلې ده .  ابن ندیم  په الفهرست نومې کتاب کې ، همداراز  له بیلابیلو علومو سره داړونده  کتابونو اورسالو  معلومات یو ځاي کړي او  دهغو دمولفانو  ئې یوه بشپړ شرجه  راغونډه کړې ده . په دغې ټولګې کې له تیرو وختونو راهسې تردغې لیکنې پورې  داسلامی متفکرانو او  عالمانو   د ژوند شرحه لیکل شوې ده  .  په دغه تاریخي کتاب کې  د د دغه کتاب تر تالیف پورې  دبیلابیلو علومو  د راپنځيدو  او دنړۍ دملتونو  د لرغونو آثارو د  شرحې په باب  هم پکې  غوره  اطلاعات موجود دي .  ابن ندیم  دخپل وخت  په دینونو اومشهورو مذهبونو کې  له تحقیق اوڅيړنو هم غافل نه ؤ  او په دې زمینې کې ئې  هم ډير مطلبونه غونډ کړي دي . دهغه یو بل اثر ، :  الاوصاف  و التشبیهات : نومیږي .

************************

۲،    ۲۱۰کاله مخکې  د ۱۸۰۸کال  د مئ په اوه مه نیټه

            د اسپانیا  خلک چې هیواد ئې د فرانسې د امپراتور نیپولیّن بناپارټ دپوځ  په وسیله نیول شوی ؤ ،  د هغه د ځواک په ضد ئې  خپل پاڅون پیل کړ .  اسپانیا په هغه وخت کې د اروپا یو لوي استعمارګر هیواد شمیرل کید او  د اروپا له لوئې  وچې  په بهر کې ئې  ډير ټاټوبی   نیولي وو .  خو دې ځل  د  اسپانیا خلکو د پَردیو عسکرو  په لاس د خپل هیواد د نیواک تریخ خوند   وڅښکۀ . داسپانیا خلکو له فرانسوي نیواکګرو سره  له پنځه کلنې مبارزې وروسته  ، دوي  د ۱۸۱۳کال  په دسمبر کې  له خپل ټاټوبی وشړل . په همدې مودې کې اسپانیا،  په جنوبی امریکا کې  ډيرې ماتې وزغملې ، چې  د دغه هیواد دډیرو مستعمرو  دآزادۍ  لامل شوې .

********************

۳،     ۱۳۰  کاله وړاندې  د ۱۸۸۸کال   د مئ په اوه مه نیټه ،

             په افریقا  لوئې وچې کې  واقع په اوسنۍ زیمبابوې   دانګریز استعمار ګر حکومت  تیري پیل شول .   دزیمبابوې  دنیواک   یو پلانونکی اواجرا کونکی  دسیسیل روډز  په نامې  یو انګریز سیاستوال او تاجر ؤ  چې  په دې ټاټوبي کې ئې   د دانګلستان جنوبی  افریقا شرکت تاسیس کړ  او  پراختیا ئې ورکړه .  سیسیل روډز  د انګریز پوځ  په مرستې سره   په زرګونو تور پوستي  قتل عام کړل  او ډير ئې  بندیان کړل .تر دې چې  درسته زیمبابوې  ئې نیوله  او  خپلې  نامې سره ئې دغه ټاټوبی ، روډزیا ونوماوۀ.   دانګلستان دغه مستعمره ، له سپین پوستو  واکوالانو او  استعمارګرانوسره  دتورپوستو   له کلنیو مبارزې وروسته  په ۱۹۸۰کال کې  خپلواکي ترلاسه کړه  او زیمبابوې  ونومول شوه .

*************************

۴،     ۱۰۶کاله  پخوا  د ۱۳۳۳ قمری کال د شعبان دمیاشتې په شلمه نیټه

              یو لوي عارف   ملامحمد کاشي  په ۸۴ کلنۍ کې وفات شو . دغه لوي عالم   پخپل برکتناک ژوند کې  له خيل خداي سره   داسې  په راز اونیاز بوخت ؤ چې   دمعبود په سپيڅلي ذات کې  فاني شو او  پر دنیاوي خوندونو ئې سترګې پټې کړې .   دهغه دعرفان او  علم په مکتب کې  ډيرو لویو عالمانو  زده کړې  وکړې او وروزل شول .  چې په هغو کې  حاج  حسین  بروجردي ، حاج آقا  رحیم ارباب اصفهاني ، آقا ضیاءالدین  عراقي ، سید حسن مدرس  او میرزا  حسین ناییني  ته اشاره  کولی شو .  ملامحمد کاشي ، دخپل عمر تر وروستیو پورې  خپل ټول توان  له خپل پروردګار سره  په اُنس کې تیر کړ  او  د دغه نامتو  شخصیّت  له عرفاني اومعنوي  حالاتو څخه  ډير حکایتونه   نقل شوي دي .

 

************************

۵،      ۶۴کاله مخکې  د ۱۹۵۴کال دمئ په اوه مه نیټه

             په هندوچین کې د ویئتنام اوفرانسې ترمینځ په دین بین فو مشهور جنګ پاي ته ورسید.  فرانسوي  استعمار ګرو د نولسمې پيړۍ  له هماغه پیله   دجنوب ختیځي آسیا  پر ځينو سیمو سلطه وموندله  او  لائوس ، کامبوجیا  یا کمبوډیا ،  او ویتنام ئې وینول .  فرانسویانو  دغه ټوله سیمې  د فرانسې هندوچین  بللې  او  په دغو هیوادونو کې ئې  دپاچائۍ  دحکومتونو دظاهري شکل  په ساتلو سره  دوي خپل اطاعت ته  اړباسل . خو   د لومړي اودوهم نړیوالو  جنګونو  په مینځۍ مودې کې    دویتنام د  انقلابیانو له خوا د فرانسوي  استعمار ګرو په ضد  تیت پرک  بلواوې  اوبغاوتونه  پیل شول ، چې  داستعماري ځواک  له غبرګون سره مخامخ شول . دغه بغاوتونه  له دوهم نړیوال جنګه وروسته نوره هم زیات شول  او  د ۱۹۴۵کال  د ستمبر په دوهمه نیټه  د ویتنام  دخپلواکي غواړي  مبارز  هوشي مینه  په مشرۍ  انقلابی ځواک ،   دویتنام خپلواکي اعلان کړه . په دې مینځومیانو کې  له فرانسویانو سره  د خبرواترو  او دغه راز د ویتنام   ولس ته د قدرت  په سوله ایز ډول  دمنتقلولو لپاره د  دهوشی مینه   د چمتووالي اعلان ،  دفرانسویانو له مخالفت سره مخ شو  ،ځکه چې  فرانسویانو  خپلې استعماري موخې  تعقیبولې  او له روغې جوړې ته تیار نه وو .  له دې امله  د  ویتنام  د جنګونو دلومړنی پړاؤ  له ۱۹۴۶کاله پیل شو  او  تر نهو کلونو پورې ،یعني تر ۱۹۵۴ کال پورې ئې دوام وکړ .  د دواړو لورو ترمینځ  درنده جګړه ،  د دین بین فو په پیاوړي کلا کې رامینځةشوه  چې  په هغې کې فرانسویان،  د ویتنامي ځواک  په وسیله  له ۵۵ورځنۍ کلابندۍ وروسته  او   هغوي ته د درندو مرګ ژوبلو  په اوښتو پسې ، بلاخره  د ۱۹۵۴کال  دمئ  په اوه مه نیټه  دویتنام ځواکونو ته تسلیم شول  او  له دغه هیواده  دهغوي د وتلو زمینه برابره شو ه . 

په عین حال کې  دسولې  له خبرواترو او  د ۱۹۵۴کال دجولائي  په شلمه نیټه  د تړون له ترسره کیدا سره سره،دغه جنګونه  پاي ته ونه رسیدل  او په دوو برخو  د ویتنام  په ویشل کیدا سره یعني  په شمالی اوجنوبی برخو  په ویشل کیدا او  د ویتنام جنګ ته دامریکا په دنګل کیداسره ډيرې زیاتې غمیزې رامینځةشوې .

(سیماب)

***********************************************

 

ټیګونه