د تاریخ پاڼه ( ۹۷ )
(last modified Mon, 25 Jun 2018 08:04:26 GMT )
Jun 25, 2018 12:34 Asia/Kabul
  • د تاریخ پاڼه ( ۹۷ )

نن دوشنبه؛ د ۱۳۹۷ هجری لمریز کال د چنګاښ میاشتې څلرمه ورځ ده؛ چی د ۱۴۳۹ هجری ق کال د شوال میاشتی له یوولسمی، او د ۲۰۱۸ م کال د جون میاشتې له ۲۵ نیټې سره برابره ده.

 ۱۴۴۲ کاله وړاندی پداسی یوه ورځ، د شوال میاشتې په یوولسمه نیټه، له هجرت څخه دری کاله وړاندی:

حضرت پیغمبر اکرم ص، د اسلام دین د تبلیغولو په منظور، د «طائف» ښار ته هجرت وکړ. مکې ته څیرمه، د طائف ښار ته د اسلام پیغمبر ص تبلیغی سفر، پداسی حال کی بڼه ونیوله؛ چی د انحضرت ستر ملاتړئ او یار« ابوطالب » وفات شوئ ؤ، او له همدې کبله د قریشو مشرکانو د پیغمبر ص آزار او زورول زیات کړی ؤ. ځکه نو؛ که د طائف اوسیدونکی اسلام ته ګروهنه موندلای، دغه ښار د مکې ترستم لاندی مسلمانانو لپاره په امنې اډې او ځای بدلیدای. خو، په طائف کی د« ثقیف » قبیلې مشرانو، نه یواځی په یکتا خدای ج ایمان را نه وړ، بلکه د هغوی په لمسونی سره، یو شمیر نادانو کسانو، حضرت پیغمبر ص وزوراوه، او دوی یی ژوبل کړ.

******* 

۹۵۲ کاله پخوا پداسی یوه ورځ، د ۴۸۷ هجری ق کال د شوال میاشتې په یوولسمه نیټه: د پنځمی هجری قمری پیړۍ لغت پیژاندئ او مؤرخ« عبدالعزیز اندلسی » وفات شو. هغه؛ د خپل وخت په زیاترو علومو کی زیاته پوهه او مهارت درلود، او له ځانه یی زیات کتابونه پرځای پریښودل. د عبدالعزیز اندلسی د آثارو له جملې څخه« شرح نوادر القالی » ته اشاره کولای شو.

*******

۱۹۶ کاله وړاندی پداسی یوه ورځ، د ۱۸۲۲ م کال د جون په پنځمه ویشتمه نیټه؛ د امریکی یوه ډله تور پوستی غلامان، چی د خپلو سپین پوستو مالکانو له خوا آزاد شوی ؤو؛ افریقې بیرته ستانه شول، او په هغه ځای کی یی چی نن سبا د« لیبریا » په نامه یادیږی؛ استوګنه غوره کړه. د امریکی تور پوستو؛ د ۱۹ میلادی پیړۍ له لمړیو څخه، داسی یو غورځنګ پیل کړ؛ چی هدف یی د سپین پوستو له جوغ څخه خلاصون موندل، او د تور پوستو لپاره د یو هیواد جوړول ؤ. له همدې کبله، د امریکی یوه ډله تور پوستی، له کلونو رنځ او استثمار وروسته؛ د دغه هیواد د کوچیدلو د ټولنی په مرستی سره، د افریقې لویدیځ ته وکوچیدل، او د لیبریا هیواد یی جوړ کړ. دغه هیواد په سر کی، د امریکی د ایالتونو په شان اداره کیده، خو په ۱۸۴۷ م کال کی پدغه خاوره کی جمهوری نظام ټینګ شو، او د هغه لمړنئ ؤلس مشر« جوزف رابرتس » هم، د ویرجینیا ایالت یو غلام ؤ.

*******

۶۸ کاله پخوا پداسی یوه ورځ؛ د ۱۹۵۰ م کال د جون په ۲۵ نیټه؛ د امریکی له پراخو لمسونو وروسته، شمالی کوریا؛ په جنوبی کوریا حمله وکړه، او په چټکۍ سره یی د جنوب په لور پرمختګ وکړ. خو د ملګرو ملتو په امنیت شورا کی د یو پریکړه لیک په تصویبیدو سره، امریکی او نورو ۱۵ ؤ هیوادونو، له شمالی کوریا سره د مقابلې او له جنوبی کوریا څخه د دفاع لپاره، خپل پوځی

ځواکونه سیمې ته ولیژل. امریکایی ځواکونو؛ د جنوبی کوریا د قواؤو په مرستې سره، د شمالی کوریا پرمختګ ودراوه، او حتی ویی کړای شول دغه هیواد تر خپل نیواک لاندی راولی. خو د شمالی کوریا په ګټه، جګړې ته د چین پوځ داخلیدو؛ دغه هیواد د امریکی له نیواک څخه وایست. پدی حال کی، د اوربند لپاره مذاکرې پیل شوې، او په ۱۹۵۳ م کال کی د اوربند تړون لاسلیک شو؛ چی له مخې یی د دؤو هیوادونو پخوانی پولی پخپل حال پاتی شوې. خو تر اوسه لا؛ د دؤو کوریاؤ ترمنځ د سولې رسمی تړون نه دئ لاسلیک شوئ، او د شمالی کوریا او جنوبی کوریا ترمنځ  سیالی دوام لری. پدی وروستیو کی له یوځل بیا اتحاد سره د دغو دؤو هیوادونو د خلګو د شدیدې علاقې له کبله، د دؤو کوریاؤو د یو موټی توب لپاره یو لړ هلې ځلې جریان لری، او په روان ۲۰۱۸ م کال کی، د دؤو هیوادونو ؤلس مشرانو، له یو بل سره کتلی، او د دوستانه اړیکو د ټینګولو لپاره یی خبری اترې کړی دی.  

******

۵۵ کاله وړاندی پداسی یوه ورځ، د ۱۳۴۲ هجری لمریز کال د

چنګاښ په څلرمه نیټه؛ امام خمینی ره د شاه د امنیت او استخباراتو سازمان «ساواک» له خوا، له نیول کیدو وروسته، د عشرت آباد فرقې ته منتقل شو. امام خمینی ره، پدغه فرقه کی له څلویښت ورځنی بند وروسته، لمړئ د ترکیی هیواد؛ او یو کال وروسته عراق ته جلا وطن شو. امام خمینی؛ له وطن څخه د ۱۳ ؤ کلونو لیریتوب په اوږدو کی، د خپلو شاګردانو په وسیله، د شاه سره د مبارزې غورځنګ لارښوونه کاوه. پدې موده کی د امام خمینی شاګردان، له امام سره د ؤلس د اړیکو کړۍ وه، او د دوی پیغامونه له دې لارې څخه ؤلس ته رسیدل. امام خمینی ره، د ۱۳۵۷ کال د سلواغې په میاشت کی ایران ته را ستون شو، او پنځه میلیون کسان، د دوی هرکلی ته ورغلل.

په ایران کی ۲۵۰۰ کلن سلطنتی نظام، ایران ته د امام خمینی ره له راتګ څخه لس ورځی وروسته ړنګ شو.

******

 

ټیګونه