د روژې دمبارکې میاشتې د دیارلسمې ورځې دعا
له ابن عباس څخه روایت شوی دی چې داسلام ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص)د روژې دمبارکې میاشتې د هرې ورځې لپاره ډير زیا فضیلت بیان کړی دی او د هرې ورځې لپاره له ډير فضیلته او کرامته ډکې دعاګانې ذکر کړی دی ، چې مونږ د روژې دمبارکې میاشتې له پیل څخه دغه دعاګانې په ویډیوئي بڼه او متن سره ستاسو خدمت ته وړاندې کوو ، هیله ده داستفادې وړ مو وګرځي او مونږ به هم پخپلو دعاګانو کې نه هیروئ .
اللَّهُمَّ طَهِّرْنِي فِيهِ مِنَ الدَّنَسِ وَ الْأَقْذَارِ، وَ صَبِّرْنِي فِيهِ عَلَى كَائِنَاتِ الْأَقْذَارِ، وَ وَفِّقْنِي فِيهِ لِلتُّقَى وَ صُحْبَةِ الْأَبْرَارِ، بِعَوْنِكَ يَا قُرَّةَ عَيْنِ الْمَسَاكِينِ.
ائ لویه خدایه! په دغې برکتناکې میاشتې کې مې له ککړتیاؤ پاک وساته، او د تا د تقدیر په باب راته صبر راکړې ،له پرهیزګارو او نیکو کسانو سره دناستې پاستې توفیق راکړې ، ائ د مسکینانو د سترګو نوره .