روژه د خداے مېلمستيا - ۵
(last modified Sun, 18 Apr 2021 11:14:43 GMT )
Apr 18, 2021 15:44 Asia/Kabul
  • روژه د خداے مېلمستيا - ۵

له خېر او برکته د ډکې رمضان د مبارکې مياشتې په پينځمه ورځ کښې ستاسو په خدمت کښې يوو او غواړوو چې د روژې د مبارکې مياشتې د خاصو مطلبونو د لړۍ يو بل مطلب ستاسو په خدمت کښې وړاندې کړوو په دې هيله چې د پام او استفادې وړ مو وګرځي:

د رمضان يا روژې مبارکه مياشت د ځان د اصلاح لپاره يو مهم فرصت  دے او دا مسئله له ځان پېژندنې  څخه شروع کيږي. انسان پکار وړومبې ځان په ښۀ ډول وپېژني، چې د ځان اصلاح او تزکيه نفس وکړې شي.  ځکه چې د ځان په پېژندنې سره خداے پاک هم پېژندل کيږي. هغه کس چې خداے وپېژني نو د هغه په لور حرکت کوي او د هغه اعمال او چلند  خدائي او د خداے د خوښې وړ ګرځي. خداے پاک هم يې مخې ته د معنوي حقائقو د درک کولو دريڅه خلاصوي چې د لا زياتو حقائقو ادارک وکړي. د هغه مثال د يو ډرائېور مثال دے چې په سړک باندې حرکت کوي، هرڅومره چې مخ په وړاندې ځي نو نوې نوې منظرې ويني. په همدې وجه بنده چې هرڅومره د خداے لوري ته حرکت کوي نو لا زيات حقائق ورلره کشف کيږي او د سترګو مخې ته يې لا زياتې پردې لرې کيږي او په هم دغه اندازه يې په خداے پاک باندې ايمان زياتيږي.

د ځان اصلاح او تزکيه نفس په دې معنا دے چې انسان د خپل باطن به اړه يوه خاصه توجه پېدا کړي او مادياتو ته اهميت ورکول کم کړي او خپل روح د هغو غوره اخلاقي خصوصيتونو لوري ت چې پکار دے يو انسان يې ولري لارښؤنه وکړي. په همدې وجه د روژې مبارکه مياشت يو فرصت او موقعه ده دې لپاره چې نسان خپل اصلي حقيقت ته راوګرځي او خپل انساني جوهره او اصليت درک کړي او له خلقو سره د شتون باوجود د يوې شېبې لپاره له خدايه غفلت  ونه کړي. نقل شوي دي چې ځينو ظاهر بينه کسانو د خداے پاک يو ولي ته وويل: «اے شېخه! فلانے کس د اوبو د پاسه ځي بې له دې چې ډوب شي» شېخ ورته وويل: دا کار اسان دے ځکه چې چيندخه هم داسې کوي» هغوي ورته بيا وويل: «داسې کس هم شته چې په هوا کښې الوځي» شېخ وويل: « دا کار هم ساده کار دے ځکه چې مچ او ماشے هم داسې کوي.» يو بل کس وويل: «اے شېخه! زۀ يو کس پېژنم چې د سترګو په رپ کښې له يو ښار نه بل ښار ته ځي!» شېخ مسکے شو او وې  ويل: «دا کار له نورو کارونو هم زيات آسان دے ځکه چې شېطان هم د سترګو په رپ کښې له مشرق نه مغرب ته ځي د داسې کارونو هيڅ ارزښت نشته.» بيا پاڅېد او غوښتل يې چې ټول يې واوري وې ويل: « مرد هغه دے چې د خلقو ترمېنځ ناست پاست وي، خوب کوي، خوراک څښاک کوي له نورو انسانانو سره په بازار کښې راکړه ورکړه کوي، له خلقو سره معاشرت او ژوند کوي او د يوې شېبې لپاره يې هم زړۀ د خداے پاک له ياده غافل نه شي.»

روژه په هغو کسانو واجب ده چې د روژې نيولو شرائطو ولري چې هغه په دا ډول دي: ۱- بلوغت، ۲- عقل، ځکه چې لېونے کس روژه نه شي نيولې. ۳- قوت، ځکه چې په هغه کس چې د روژې نيولې توان او طاقت نه لري روژه نيول فرض نه دي، بلکه بوډاګان سړي او ښځې چې د روژې نيولو توان نه لري. ۴-نه بې هوش والے، ۵- نه مسافر والے، ځکه چې د مسافر نمونځ کسر يا سفرانه دے او روژه يې باطله ده، ۶- د حېض او نفاس نيشتوالے. ۷- د روژې ضرر نه لرل، ۸- د روژې نه مشقت والے.

نو په دې بنياد روژه په نابالغ ماشوم، ليوني يا بېهوشه کس، يا هغه په هغه کس چې د نيولو توان يې نه لري، په مسافر، په حېض او نفاس لرونکې ښځې، په هغه کس چې روژه ورلره ضرر لري يا ورته زيات مشقت کول وي فرض نه ده.

په دې مېنځومان کښې د روژې د فرض کېدو د شرائطو په باره کښې ځينو ټکو ته توجه زيات اهميت لري. انسان نه شي کولې د کمزورۍ په وجه روژه وخوري ، ځکه چې که دومره کمزوري پېدا کړي چې زغمل ورته ډېر زيات مشکل شي نو روژه خوړې شي، او همدارنګ که ورته ضرر لري يا ورسره د ضرر ويره وي نو هم روژه خوړې شي. نو په دې بنياد هغ جينکۍ چې د بلوغت عمر ته رسيږي چې د مشهور نظر مطابق پوه نهه قمري کاله جوړيږي روژه نيول پرې فرض کيږي او د ګران والي، بدني کمزورۍ او داسې نورو په وجه  نه دي پکار چې روژه اوخوري خو که د هغوي لپاره ضرر ولري او د نيولو لپاره ورلره زيات  مشقت او تکليف زغمل لازمي وي نو روژه خوړې شي.

د روژه ماتي په وخت دعا زيات اهميت لري او د روژه ماتي شېبه د جاجتونو د پوره کېدو لپاره يو ډېر غنيمت وخت ګڼل کيږي. له حضرت امام علي (ع) څخه روايت شوے دےچې هغه حضرت به د روژه ماتي په وخت دا دعا لوسته:« بِسْمِ اللّهِ اَللّهُمَّ لَکَ صُمْنا وَعَلى رِزْقِکَ اَفْطَرْنا فَتَقَبَّلْ مِنّا اِنَّکَ اَنْتَ السَّمیعُ الْعَليمُ»؛ «خدايه! ستا لپاره مې روژه ونيوله او ستا په روزۍ سره روژه ماتوم، نو قبوله يې کړې، بې له شکه چې ته اوريدونکے او پوه يې»

سپارښتنه شوې ده چې د روژه ماتي په وخت سورۀ قدر وويل شي او د روژه ماتي په وخت صدقه ورکول که هغه د څو دانو خرما (کجورو) يا شربت په شکل کښې وي د خداے د ګران رسول (ص) له سيرت څخه دي.

له امام جعفر صادق (ع) څخه نقل شوي دي چې وې فرمايل: هر هغه مومن چې بل مومن ته د روژې په مياشت کښې ډوډۍ ورکړه نو خداےپاک هغه ته د هغه کس اجر چې دېرش مومنان بنديان يې آزاد کړي وي ورکوي او خداے پاک يې يوه دعا قبلوي.

يوه ورځ د خداے ګران رسول (ص) د خپل ترۀ زوے حضرت علي (ع) ته وفرمايل: اے ابوالحسنه! د روژې مبارکه مياشت رانزدې شوې ده، له روژه ماتي مخکښې دعا وکړه، جبرائيل (ع) راته راغے او وې ويل: اے محمده (ص) چا چې د روژې په مبارکه مياشت کښې له روژه ماتي مخکښې دا دعا ولوسته نو خداے پاک يې دعا قبلوي، نمونځ او روژه يې قبلوي او لس حاجتونه يې پوره کوي، ګناهونه ورته پخښي، غم او خفګان يې ختموي، مصيبتونه ترې لرې کوي، جاجتونه يې پوره کوي، خپل مقصد کښې يې کاميابوي، عمل يې د پېغمبرانو او صديقانو له عمل سره يوځاے پاس وړل کيږي او د قيامت په ورځ به يې  څېره د څوارلسمې لسه سپومۍ زياته ځلانده وي. هغه دعا داسې ده:

«اللَّهمَّ ربَّ النُّورِ العَظیم، ورَبَّ الکُرسیِّ الرَّفیع، ورَبَّ البَحرِ المَسجور، ورَبَّ الشَّفعِ الکَبیر، والنُّور العَزیز، ورَبَّ التَّوراهِ والإنجیلِ والزَّبورِ، والفُرقانِ العَظیمِ. أنت إلهٌ مَن فی السَّمواتِ وإلهُ مَن فی الأرضِ لا إلهَ فِیهِما غَیرُکَ، وأنتَ جَبّارُ مَن فی السِّموات وجَبّار مَن فی الإرضِ لا جَبّار فیهِما غَیرُکَ، أنت مَلِکُ مَن فی السَّموات، ومَلِکُ مَن فی الأرضِ، لا مَلِکَ فیهما غَیرُکَ، أسألُکَ بِاسمِکَ الکَبیرِ، و نُور وَجهِکَ المُنیرِ، وبمُلکِکَ القَدیمِ. یا حَیُّ یا قَیِّومُ، یا حَیُّ یا قَیُّوم یا حَیُّ یا قَیّوم، أسألُکَ بِاسمِکَ الّذی أشرَقَ بِهِ کُلِّ شَیءٍ، وبِاسمِکَ الّذی أشرَقَت بِهِ السّمواتُ والأرضُ، وبِاسمِکَ الّذی صَلُحَ بِهِ الأوَّلونَ، وبِهِ یَصلُحُ الاخِرونَ. یا حَیّاً قَبلَ کُلِّ حَیّ، ویا حَیّاً بَعدَ کُلِّ حَیّ، ویا حَیُّ لا إلهَ إلا أنت صَلِّ علی مُحَمّدٍ وآلِ مُحَمَّد، واغفِر لی ذُنُوبی، واجعَل لی مِن أمرِی یُسراً وفَرَجاً قَریباً، وثَبِّتنی علی دینِ مُحَمَّدً وآل محمد و وعلی هُدی مُحَمَّدٍ وآلِ مُحَمَّد، وعلی سُنَّهِ مُحَمَّدٍ وآلِ مُحَمَّد، علیه وعلیهِم السَّلام. واجعَل عَملِی فی المَرفوعِ المُتَقَبِّلِ، وهَب لی کما وَهَبتَ لأولیائِکِ وأهلِ طاعَتِکَ، فانّی مُۆمِنٌ بِکَ، ومُتَوَکِّلٌ عَلیک، مُنیبٌ الیکَ، مَعَ مَصیری إلیکَ، وَتَجمَع لی ولأهلِی وَلوِلَدَی الخَیرَ کُلَّهُ، وتَصرِف عَنّی وَعَن وَلَدی وأهلِی الشَّرَّ کُلَّهُ. أنتَ الحَنّانُ المَنّانُ بَدیعُ السّمواتِ والأرضِ، تُعطِی الخَیرَ مَن تَشاءُ، وتَصرِفُهُ عَمَّن تَشاءُ، فَامنُن علی بِرَحمَتِکَ یا أرحَمَ الرّاحِمِینَ»

«اے زما خدايه، د اوچتې مرتبې ربه او اے د اوچتې کُرسۍ پروردګاره! او اے د غورځنګناک سمندر او لوے شفاعت نه ماتېدونکي نور  پروردګاره!  اے د تورات، انجيل، زبور او لوړرتبه فرقان پروردګاره! 

د هر هغه څه اله يې چې په آسمانونو کښې دي او د هر هغه څه اله يې چې په زمکو کښې دي او په آسمان او زمکه کښې بې له تا نه بل خداے نشته، ته هغه ذات يې چې په هر هغه څه چې په آسمان او زمکه کښې دي  تسلط او غلبه لري او په هغو بل هيڅوک غلبه کونکے نشته، ته د هر هغه کس مالک يې چې په اسمانونو او زمکه کښې دي او په هغو کښې بې له تا نه هيڅوک بادشاه او مالک نشته. له غواړم ستا د لوے نوم په حق سره او ستا د نُور په حق سره چې هر څه يې په ذريعنې روښانه دي او ستاد بادشاهۍ په حق سره چې قديمه ده، اے هغه ذاته چې ژوندےدے او د هر څو ژوند پرې تکيه لري. له تا غواړم ستا د هغه نوم په حق سره چې هر څه يې په ذريعې سره وځلندېدل او د هغه نوم په حق سره چې آسمان او زمکه يې نوراني کړل او د هغه نوم په حق سره چې تېر او راتلونکي خلق يې په ذريعې سره اصلاح شول او وړتيا مومي.اےهغه ذاته چې له هرڅه مخکښې ژوندې وې او له هرڅه وروسته به ژوندے وې او له ټولو ژوندو نه پس ژوندے يې چې بې له تا هيڅوک پروردګار نشته په حضرت محمد او د هغه په آل درود ولېږې او زما ګناهونه اوبخښې او زما په چارو کښې راحتي او نزدې پراختيا وګرځوې او په حضرت محمد(ص) او د هغه حضرت د آل عليهم السلام په دين، هدايت و سنتو مې ثابت قدمه ولرې او عمل مې قبول کړې او هغه څه دې اولياو او د طاعت خاوندانو ته عطاء کړل ما ته هم راعطاء کړې چې زۀ په تا ايمان لرم او په تا مې توکل کړے دے او ستا لوري ته درګرځم و درته زاري کوم په داسې حال کښې چې برخليک مې ستا په اختيار کښې دے او ستا لوري ته درګرځم، راغونډ کړې ټول خېرونه زما او زما د اهل او فرزندانو لپاره  وګرځوې او له ما ،زما له اهل او زما له فرزندانو ټول شريران لرې وساتې. ته هغه رحمت کونکے او نعمت ورکونکے يې چې آسمانونه او زمکه دې بې له څه نمونې پېدا کړي او خېر او نېکۍ چې هر کس ته وغواړې عطاء کوې او له هر چا چې وغواړې لرې کوې، نو بس په ما احسان  وکړې (او ما له هغو کسانو وګرځوې چې ورته دې خېر عطاء کړے وي) ستا د رحمت په اميد اے ټرلو زيات مهربانه.»

----------

 

ټیګونه