رمضان، په مختلفو هیوادونو کښې-۱ (ایران)
(last modified Wed, 21 Apr 2021 10:10:09 GMT )
Apr 21, 2021 14:40 Asia/Kabul
  • رمضان، په مختلفو هیوادونو کښې-۱ (ایران)

رمضان په ټولو اسلامي هیوادونو کښې یو ځانګړې احترام او پرتم لري، په هم دې موخه او په اسلامي نړۍ کښې پر وحدت او یووالي د ټینګار په ترڅ کښې، د مختلفو اسلامي هیوادونو له آدابو او رسوماتو، عبادتونو او کلتوبرونو سره د بلدتیا او اشنا کیدو په موخه د دې لړۍ په هرې برخې کښې د یو هیواد د روژې د میاشتې آداب او رسوم د هغه هیواد د یو کس د روایت په چوکاټ کښې تاسو قدرمنو ته درښایو.

رمضان په ټولو اسلامي هیوادونو کښې یو ځانګړې احترام او پرتم لري، په هم دې موخه او په اسلامي نړۍ کښې پر وحدت او یووالي د ټینګار په ترڅ کښې، د مختلفو اسلامي هیوادونو له آدابو او رسوماتو، عبادتونو او کلتوبرونو سره د بلدتیا او اشنا کیدو په موخه د دې لړۍ په هرې برخې کښې د یو هیواد د روژې د میاشتې آداب او رسوم د هغه هیواد د یو کس د روایت په چوکاټ کښې تاسو قدرمنو ته درښایو.

د دې لړۍ وړومبې پروګرام د ایران په هکله دی، نو تر پاې راسره مله ووسئ.

*/*/*/*/*/*/*/

ایران یو ډیر لرغونې او پراخ هیواد دی چې مختلف قومونه لري. د دې خاورې د مختلفو قومونو خلک هر کال په ډیر شوق او مینې سره مختلف ملي او مذهبي مراسم لمانځي او په کښې خپل دیني او ملي باورونه په ښایسته طریقه اجرا کوي. په ایران کښې یو ډیر مهم مذهبي ایین د روژې یا رمضان د میاشتې دستوره ده چې د دغه هیواد په مختلفو سیمو کښې ترسه کیږي.

*/*
زه یو ایرانې ځوان علي یم. کار مې د هیواد دننه سیاحت او ګرځیدل دي. د ایران تقریباً ټولو کلیو او ښارونو ته تلی یم او د ایران د مختلفو قومونو له رسمونو او آیینونو سره له نزدې آشنا او بلد یم. خو د روژې په مبارکه میاشت کښې فرق نه کوي چې د ایران په کومې سیمې کښې یې. د دې ټاټوبي په هر ګوټ کښې د لمر پریوته په وخت د خلکو د روژه ماتي له دسترخوانونو د ایارني خوراکونو خوشبوي په لارو کوڅو کښې خوریږي او د روژه ماتي او پیشمني په وختونو خلکو ته یو ډیر ښه حس ورکوي.

د روژې په پیل کښې زمونږ ایرانیانو یو په زړه پورې او پخوانې رسم لُوټه ویشتل یا کاڼې ویشتل دي چې لاهم د ایران په ځینو سیمو کښې ترسر کیږي. د دغه رسم له مخې د روژې د مبارکې میاشتې له پیلیدو یوه ورځ مخکښې د لمر پریوتو په وخت به وړو او لویو ټولو خلکو یوه لوټه په لاس کښې راخیستله او د قبلې په لور به اودریدل ویل به یې: خدایه! خپل تیر بد کارونه او ګناهونه مو مات کړل او ځان مو عبادت او د روژې میاشتې ته تیار کړ.

بیا به یې په لاس کښې نیولې لُوټه په تیزۍ سره په ځمکه وهله چې ماته شي او عقیده یې درلوده چې د دغې لوټې په ماتیدو سره د هغو ټول بد عملونه ماتیږي او ختمیږي.

راوي په دوام کښې وايي:

ټول ایراني ځوانان د خپل ماشومتوب په دوران کښې د پیشمني په هکله ښه یادونه او خاطرې لري. زما هم یاد دي کله چې لا ټیکنالوجۍ دومره پراختیا نه وه موندلې او ټلۍ وهونګې ګړۍ یا ساعتونه نه وو نو یو ګاونډې به د نورو د راویښولو مسئول و او د پیشمني په وخت به یې د کور ټلۍ وهله چې ویښ شي او پیشمنۍ وکړي او د سهار لمانځه ته تیار شي. بیا ډیر وروسته چې کله قم ښار ته تلې وم نو ومې لیدل چې په دغه ښار کښې لاهم دغه رسم شته او خلک ورته سحرخواني وايي. په دې طریقه چې ځیني کسان د پيشمني په وخت د سحر ځانګړي مناجات لولي او لالټین په لاس په کوڅو کښې ګرځي او ګاونډیان راویښوي. نه یوازې په قم کښې بلکې د خُمین په شان ځینو نورو ښارونو کښې هم دغه رسم موجود دی. په خمین کښې دا کار ځوانان کوي او د طبل په وهلو سره ګاونډیان راویښوي.

په ایران کښې د روژې د میاشتې د پیشمني یو بل پخوانې رسم د شو خاني (شب خاني) مراسم دي چې زیاتره په خراسانِ جنوبي ولایت کښې ترسره کیږي او په کلّي توګه همهغه د سحرخوانۍ مراسمو ته ورته دي. د دغه رسم له مخې، د پيشمني په وخت درې ځلې طبل وهل کیږي. په وړومبي ځل د راویښیدو او د پیشمني د تیارولو لپاره، دویم ځل د خوړلو لپاره او دریم ځل د سهار د لمونځ کولو لپاره. په هر ځل طبل وهلو سره یو خوش آوازه سړی د پیشمني دعا او مناجات وايي او خلک راویښیدو او د پیشمنۍ خوړلو ته بولي.

*/*/*/*/*/*/*/

د رمضان د میاشتې یو بل رسم د ښځو او سړیو له خوا جلاجلا د قرآن پاک د ختم د غونډو ترسره کول دي چې هم په کورونو کښې ترسره کیږي او هم په جوماتونو کښې. په دغو مراسمو کښې عموماً د رمضان د مبارکې میاشتې په هره ورځ په غونډه کښې موجود کسان د قرآن کریم یوه سیپاره تلاوتوي تر دې چې د رمضان په پاې کښې د ټول قرآن ختم پوره شي. د قران خوانۍ مراسم په تیره بیا د قدر په شپو کښې چې له ځانګړو دعاګانو او رازونیاز سره یوځاې کیږي، مسلمانو روژتیانو ته داسې ځانګړې روح خوشالونکې معنوي حال وربخښي چې د کال په نورو ورځو کښې ډیره لږه لیدل کیږي.

د روژې په مبارکې میاشتې کښې د افطار یا روژه ماتي مراسم هم په ایران کښې ډیر لوړ مقام لري. ایرانیان په دې باور دي چې د اسلام په دین کښې روژتیانو ته د افطارۍ د ورکولو ډیره سپارښتنه شوې ده. ایرانیان په نړۍ کښې په میلمه پالنې مشهور دي، په دې وجه د روژه ماتي په وخت  ایران د خلکو د کورونو ورونه میلمنو ته خلاص وي.

د ایران په سویل ختیځ کښې د سیستان و بلوچستان ولایت د خلکو د روژه ماتي یو په زړه پورې رسم (آرَک و بَرَک) دی. د دې معنا ده راوړل او وړل، دا شان چې که په هر کور کښې د روژه ماتي په وخت د پخلنځي لوږې پورته شي نو د هغه کور خلکو به هغو ټولو کورونو ته له دغه خوراک څخه ورکول چې د لوږي بوي پرې لګیده. د دغه په زړه پورې رسم سره زیاتره خلک د روژه ماتي په وخت د یو بل میلمانه وو او بې وزلو کسانو ته به هم خواړه رسیدل.

د ایران په شمال کښې ترکمن هم د (یا رمضان) په نوم مراسم لري، په دې طریقه چې د روژې د میاشتې د نیمايي یا څوارلسمې په روژه ماتي کښې پس له شکرګزارۍ، د جوماتونو له ملاامام سره یوځاې د یو بل کورونو ته ځي او ځلمیان په دغو میلمستیاؤ کښې شعرونه او ترانې وايي. دغه مراسم د رمضان په مبارکې میاشتې کښې د روژې دوام ته د روژتیانو د هڅولو په موخه ترسره کیږي.

/*/*/*/*/*/*/*/*/*/

راوی:

مونږ ایرانیان رنګارنګ او مختلف قسم دسترخوانونه لرو او د خوراکونو دغه رنګارنګي د روژې په مبارکې میاشتې کښې له نورو وختونو ډیره لیدله کیږي. په دې مبارکې میاشتې کښې د ایران له هرې سیمې څخه د روژه ماتي په دسترخوان باندې ډول ډول خوراکونه لیدل کیږي. مثلاُ په همدان ولایت کښې (انګشت پيچ) نومې خواړه په دسترخوان ایښودل کیږي چې خواږه او له غذائیته ډک دي. د ایرانیانو د روژه ماتي په ډیرو دسترخوانونو باندې (نانِ فطیر) هم وي چې ګرمه او خوږه ډوډۍ ده او له خرما او شیدو سره خوړل کیږي.

کُرد میرمنې (کولیره) ډوډۍ پخوي او په اوویشتمه روژیه یې په ګاونډیانو ویشي. هغوي کولیره ډوډۍ له خرما یا کجورو سره جومات ته وړي او په لمونځ کونکو یې ویشي.

د ګیلانیانو په دسترخوان باندې د ګل فالوده لیدله کیږي چې د وریجو له اوړو پخیږي او فرنۍ ته ورته ده او د روژې په حالت کښې بدن له ډیره ګټه وره ده.

چای هم د پيشمني او روژه ماتي په وختو همیشه زمونږ ایرانیانو په دسترخوان موجودې وي. خو د خوراکونو له دې ټول ډول والي سره سره د زیاتره ایرانیانو د روژه ماتي د دسترخوانونو ډیر معمولي، ساده خو ډیر مزیداره خواړه، ډوډۍ او پنیر، خرما یا کجورې، سبزي، غوزان او خوږې چاې دي چې روژتیان یې په افطار کښې خوري.

*/*/*/*/*/*/*/*/*

یو ډیر مهم آیین چې د ایران د اسلامي انقلاب نه پس په ایران او په ډیرو اسلامي هیوادونو کښې د روژې په میاشتې کښې دود شو، د قدس ورځ ده. د قدس نړیواله ورځ د رمضان د میاشتې وورستۍ جمعه ده چې امام خمیني په ۱۳۵۸ لمریز کال کښې هغه د فلسطین له خلکو د ملاتړ لپاره یوه رسمي ورځ وبلله او د نړۍ له مسلمانانو یې وغوښتل چې د اسرائیلو د حکومت او د هغو د ملاتړو د لاس لنډولو لپاره په خپلو کښې متحد شي. امام خمیني په دغه پيغام کښې چې د د ۱۳۵۸ کال د زمري د میاشتې په شپاړسمه یې صادر کړ، د نړۍ مسلمانانو ته وفرمایل:

بسم الله الرحمن الرحیم

مونږ ډیر کلونه د غاصب اسرائیل د خطر خبردارې ورکړ چې نن سبا یې زمونږ په فلسطیني وروڼو او خویندو باندې خپلې وحشیانه حملې زیاتې کړې دي او په تیره بیا د لبنان په جنوب کښې د فلسطیني مبارزانو د نابودولو په نیت د هغوي کورونه پرله پسې بمباري کوي.

زه له ټولو مسلمانانو او اسلامي حکومتونو غواړم چې د دغه غاصب رژیم او د هغه د ملاتړو د لاس لنډولو لپاره په خپلو کښې یو شي او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته بلنه ورکوم چې د رمضان د مبارکې میاشتې وروستۍ جمعه چې د قدر له ورځو څخه ده او د فلسطین د خلکو برخلیک هم ټاکلې شي، د (قدس د رځې) په توګه غوره کړي او په یولړ مراسمو کښې د فلسیطن د مسلمانو خلکو له قانوني حقوقو په ملاتړ کښې د مسلمانانو نړیوال پيوستون اعلان کړي. له متعال خدای څخه د کفر په خاوندانو باندې د مسلمانانو د بریا غوښتونکې یم.

د قدس د ورځې په توګه د رمضان د وروستۍ جمعې نومول د ډیرو روڼ اندو او هنرمندانو له ستر ملاتړ سره مخامخ شول او نن سبا پر ایران سربیره د نړۍ په مختلفو هیوادونو کښې د قدس د ورځې مراسم او لاریون ترسره کیږي.

 */*/*/*/*/*/*/*/

د رمضان د میاشتې په ختمیدو سره ایرانیان د نړۍ د نورو مسلمانانو په شان د یوې میاشتې روژې د شکرانې په توګه وړوکي اختر لمونځ کوي او بیا په لمونځ کونکو باندې خیراتي او نذري خواړه ویشي. د مثال په توګه د یزد ښار خلک د ابوالفضل العباس د نذري آش په نوم مهمو مراسمو کښې چې د وړوکي اختر په سهار یې پخوي، په لمونځ کونکو باندې دغه آش ویشي. په شیراز ښار کښې د اختر په سهار لمونځ کونکي یوبل ته ناشته یا سهارنۍ ورکوي. هغوي په ډوډۍ کښې نغتې پنیر او سبزي په ګاونډیانو او لارویانو ویشي. د ایران د شمال خلک هم د فطر د اختر په وځ خپلې سیمه ایزې جامې یا کالي اغوندي او د ایران د نورو خلکو په شان په ورین تندي او خوشالۍ نورو ته د اختر مبارکي ورکوي.

د وړوکي اختر د ورځې یو ډیر ښکلې رسم (آشتي کنان) یعنې روغه کول دي. د لرغوني دود له مخې په دغه ورځ مشران مینځګړیتوب کوي څو د کسانو ترمینځ نفرت او دښمني ختمه شي. په دغه خوښ کار سره د اختر خوشالي لازیاتیږي. هم داشان تازه واده کړي خپلو ناویانو ته جامې، شیرنۍ او میوې ډالۍ کوي. د سیستان و بلوچستان په شان د ایران په ځینو سیمو کښې ښځې او جینکۍ د اختر په شپه نکریزې ږدي. هغوي په خپلو لاسونو باندې په نکریزو سره ښایسته ګلونه جوړوي او په دغه دودیز سنګار سره د اختر هرکلې کوي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

ټیګونه