روژه په مختلفو هیوادونو کښې (تاجکستان)
(last modified Wed, 21 Apr 2021 11:03:19 GMT )
Apr 21, 2021 15:33 Asia/Kabul
  • روژه په مختلفو هیوادونو کښې (تاجکستان)

د تهران راډیو مینه والو په مختلفو هیوادونو کښې د روژې د آدابو او رسوماتو د لړۍ په دې نننۍ برخه کښې د تاجکستان هیواد د روژې د رسمونو په هکله معلومات درسره شریکوو. 

تاجکستان چې رسمي او سرکاري نوم یې تاجکستان جمهوریت دی، د مینځنۍ آسیا یو غرنې هیواد دی. تاجکستان د مینځنۍ آسیا ترټولو وړوکې هیواد دی. د پلازمینې نوم یې (دوشنبه) دی. کابو اته میلیونه نفوس لري او ۹۷ فیصده خلک یې مسلمانان دي. په دغه هیواد کښې هم د روژې مبارکه میاشته د نورو اسلامي هیوادونو په شان ځانګړې موقعیت لري.

د تاجکستان خلک هر کال د روژې مبارکه میاشته په ځانګړو دستورو سره لمانځي. له اسلامي کلتور سره د تاجکانو د بډایه کلتور او تمدن اخشل کیدل سبب شوي چې په دغه ټاټوبي کښې د روژې میاشته د دوستۍ او مینې په میاشتې مشهوره ده.

*/*/*/*/*/*/*

راوی:

زه ګلرخسار یم. یوه تاجک مسلمانه جینۍ. زما کورنۍ د نورو تاجکي کورنیو په شان هر کال د رمضان د میاشتې هرکلې کوي او زه د دغې میاشتې په هکله ډیر یادونه او خاطرات لرم. زه باوري یم چې په رمضان میاشتې کښې د خلک ترمینځ مهرباني و د دسترخوانونو برکت ډیر وي ځکه چې زه په دې میاشتې کښې د خلکو په سترګو او غږونو کښې لازیات آرامښت وینم. په هم دې وجه مې دا میاشته ډیره خوښه ده.

*/*/*/*/*/*/*

په تاجکستان کښې څه باندې درې سوه جوماتونه دي چې په ټول کال کښې په تیره بیا د رمضان په ورځو کښې د تاجک مسلمانانو په ژوند کښې مهم رول لوبوي. تاجکان جوماتونو ته ډیر اهمیت ورکوي ځکه باوري ي چې د مسلمانانو ترمینځ د وحدت او مینې مرکزونه دي. په هم دې وجه د روژې په میاشتې کښې د جوماتونو په پاکولو او سنګارولو سره هغه د خلکو شتون او کوربه توب ته تیاروي. دا کار چې د ځوانانو په شتون او ګډون سره ترسره کیږي، د هر کال په یو ښه دود بدل شوی دی چې د تاجکستان په کلیو او ښارونو کښې د روژې د مبارکې میاشتې له رارسیدو څو ورځې مخکښې ترسره کیږي.

*/*/*/*/*/*/*/*

راوی:

په رمضان میاشتې کښې زمونږ تاجکانو یوه منفرده ځانګړتیا، د روژه ماتي یا افطار په وخت په یو میز د خلکو کښیناستل دي، هم اشنا کسان او هم نااشنا. دغه مراسم زیاتره په جوماتونو کښې ترسره کیږي. ټول د یو بل لپاره دعا کوي او په مهربانۍ سره په ګډه خواړه خوري.     

ویاند:

په دې کار سره د خلکو ترمینځ اسلامي یووالی او مینه زیاتیږي. رمضان د مهربانۍ او برکت میاشته ده او خدای تعالی د خپلو بندګانو په دوستۍ خوشالیږي.

*/*/*/*/*

راوی:  کومه جمله چې په دې میاشتې کښې یې له ټولو زیاته اورو (رمضان مبارک) ده. مونږ تاجکان دغه جمله د روژې میاشتې تر پاې پورې بیانیږي.

یو په زړه پورې رسم چې زمونږ تاجکان د میلمه پالنې نښه ده، د روژه ماتي ورکولو مراسم دي داشان چې مونږ په رمضان کښې د روژه ماتي یا افطارۍ په ورکولو کښې سیالي کوو او په هم دې وجه د رمضان له پیلیدو مخکښې د هغو کسانو یو لیسټ جوړیږي چې په خپلې محلې کښې کوربه توب کول غواړي او داشان د ټولو نوبت او نمبر معلومیږي. میلمستیا زمونږ پخوانې دود دی او هیڅوک د کوربه له بلنې انکار نه شي کولې. په میلمستیا کښې هم د میلمنو د عبادت، لمانځه، تراوو او د قرآن د تلاوت لپاره یو ځاې ځانګړې کوو چې هم ملاقاتونه تازه شي او هم په جَمعه عبادت وکړي چې ثواب یې ډیر دی.

*/*/*/*/*

تاجکستان کښې د رمضان دسترخوانونه د دغه ټاټوبي د دودیز او مذهبي پیوند بیانونکي دي او د تاجک کورنیو د روژه ماتي په دسترخوان باندې ډول ډول خوراکونه هر مسافر خوشالوي. نشالا، د کُنځلو حلوا، د شیدو چاې، شوروا او آش پلو د تاجک مسلمانانو د روژه ماتي د دسترخوان عام خواړه دي.

راوی:

مونږ په دې میاشتې کښې د روژتي میلمنو د میلمستیا لپاره په ډول ډول شیرینیو، ډوډو، وچو او تازه میوو او ګرمو خوراکونو سره د میلمنو خدمت کوو. مونږ د تاجکستان په پلازمینې دوشنبه ښار کښې اوسیږو. پلار مې له کلونو راهیسې په دوشنبه کښې د پخلي په کار مشهور دی. د هغه پخ کړې نشالا ډیر خلک خوښوي.

نشالا یوه ترکاري ده چې د خپل ښه خوند او کیفیت په وجه یې د تاجکستان خلک د خاصو ورځو او په تیره بیا دروژې د میاشتې لپاره د ډیرو مناسبو او غوره خوړو په توګه انتخابوي. د رمضان میاشته په تاجکستان کښې بې له نشالا ناممکنه ده. نشالا د هر تاجک په دسترخوان موجوده وي او په خوړو سره یې اوبو څښلو ته د بدن ضرورت کمیږي.

راوی:

د نشالا په پخولو کښې چیني، د هګو سپین او په غرونو کښې د یو ډول ټوکیدونکي بوټي جرړې استعمالیږي. د نشالا پخول ساده ښکاري خو ډیر زور غواړي او په هم دې وجه یې سړي پخوي. نشالا یو خواږه خواړه دي چې ډیر پروټین لري. پر نشالا سربیره مونږ په خپلو دسترخوانونو باندې د شیدو چاې هم ږدو. (ګردسوز) هم د روژتیانو لپاره یو بل ګټه ور خوراک دی چې له اوړو او شیدو جوړیږي. زما مور او ټولې تاجک میرمنې د ګردسوز په پخولو کښې مهارت لري. هغوي وړومبۍ اوړه په غوړو کښې سره کي او بیا یې له شیدو سره ګډوي.

د تاجکانو د خوړو په میز باندې د (برنجِ بخاري) مزیدار خواړه هم لیدل کیږي چې په آش پلو مشهور دي او هم داشان د خوبانۍ او آلو بخارا په شان میوو جوس او د مڼو او ګیلاس شربتونه.

په تاجکستان کښې د روژې په میاشتې کښې یو ډیر مهم عمل د تراوو مراسم دي. په دې میاشتې کښې د ماسخوتن له لمانځه وروسته هره شپه شل رکعته د تراوو لمونځ په جمعه ترسره کیږي. د تاجکستان په زیاترو جوماتونو کښې د تراوو په لمانځه کښې د قرآن ختمونه کیږي. تاجک قاریان دې کار ته د چمتووالي لپاره له رمضانه څلویښت ورځې مخکښې څخه په چله کښیني او د قرآن کریم تلاوت کوي.

راوی:

د رمضان د میاشتې یو بل رسم چې د تاجکستان په ټولو ښارونو کښې مشهور دی، (رب من خواني) ده. د رب من خانۍ مراسم پخوا د مرکزي آسیا په ټولو فارسي ژبو سیمو لکه بخارا، سمرقند، اورا تپه ، حصار، بدخشان ، سرخان، ختلان او څو نورو ښارونو کښې د لهجو له توپیر سره سره موجود وو او لاهم په کلیو او غریزو سیمو کښې شته دي. ما به هم په وړوکوالي کښې له خپل ورور او خور سره یوځاې په دغو مراسمو کښې ګډون کوه او ډیر خوند به مې ترې اخیسته.

*/*/*/*/

(رب من خواني) له روژه ماتي وروسته ترسره کیږي او ماشومان په څو کسیزو ډلو کښې د ښه غږ لرونکو یو سرګروپ سره په کوڅو کښې ګرځي او د کورونه ورونو ته اودریږي. ماشومان د کور خاوند ته  رمضان له مبارکۍ ورکولو وروسته په یو وخت د سوره حمد په مضمون سره د (رب من) شعرونه په ګډه ویل شروع کوي او بیا د خدای شکر او د هغه له درګاه څخه د بخښنې او برکت غوښتنه کوي او د کور خاوند ورته ډالۍ ورکوي.

راوی:

مونږ په دې میاشت کښې زکات ورکولو او د اړمنو کسانو مرستې ته ډیر اهمیت ورکوو او هڅه کوو چې د خپلې محلې له فقیرانو او بې وزلو سره مرسته وکړو. روژه ماتې ورکول او بې وزلو ته خواړه ورکول مونږ ته له خپلو مشرانو په میراث کښې پاتې رسم دی. زما کورنۍ د ګاونډیانو په ملګرتیا د وړوکي اختر نه څو ورځې مخکښې د جوماتونو په پاکولو او څنډولو لګیا کیږو او جوماتونه د فطر د اختر د ځانګړو دستورو ترسره کولو ته تیاروو.

د وړوکي اختر ورځ رارسي او تاجک کورنۍ د صله رحم په غوره اسلامي دود باندې پابندې دي. هغوي د وړوکي اختر په ورځ د لمانځه له ختمیدو وروسته په ډله ایزه توګه د کورنیو د مشرانو کتنې ته ځي او د احترام په نښه د مشرانو د لاسونو په ښکلولو سره هغوي ته د اختر مبارکي ورکوي. د کورنۍ مشران ماشومان ښکلوي او تحفې او اخترۍ ورکوي.

راوی:

په کوچني اختر کښې له خپلوانو او اشنایانو سره لیده کاته او تګ راتګ تر دریو ورځو دوام لري. له دې نه علاوه په مونږ تاجکانکو کښې د کوچني اختر یو بل مهم او لرغونې رسم د (نوعید) مراسم دي.

*/*/

د نوعید مراسم د هغو کسانو لپاره دي چې په وروستیو کښې وفات شوي وي او د هغوي له کورنیو سره د خواخوږۍ په موخه ترسره کیږي. په دغو دستورو کښې تاجک سړي د ښځو له شتون پرته د خپلو مړو قبرونو ته ځي او د هغوي لپاره د خدای له درګاه څخه مغفرت غواړي.

راوی:

مونږ د فطر له لمانځه وروسته دسترخوان برابروو او خپل ډول ډول دودیز خوراکونه پرې ږدو. د کورونو ورونه مو خلاصوو او په ورین تندي او مسکا سره د خپلو میلمنو هرکلې کوو.

تاجکان د اختر د ورځې په دسترخوان باندې لږترلږه پنځه ډوله ترکارۍ او مختلف قِسمه شیرینۍ ږدي. د تاجک ماشومانو لپاره یو بل خوندور رسم د (عید ګردک) مراسم دي چې د ماشومانو لپاره له مخکښې نه یوشمیر داسې پاکټونه تیاریږي چې مشران په کښې شیریني او چاکلیټ او نغدې پيسې ماشومانو ته د تحفې او اخترۍ په توګه ورکوي.

راوی:

په جوماتونو کښې زوږناک شتون، د تیرو نفرتونو پریښودل، د یو بل بخښل، روغه کول او خپلوانو او ګاونډیانو ته ډالۍ ورکول زما په وطن، ښایسته تاجکستان کښې د رمضان د میاشتې ښې او تل پاتې خاطرې دي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

 

 

ټیګونه