روژه په مختلفو هیوادونو کښې (قزاقستان)
(last modified Wed, 21 Apr 2021 11:13:26 GMT )
Apr 21, 2021 15:43 Asia/Kabul
  • روژه په مختلفو هیوادونو کښې (قزاقستان)

د نړۍ په مختلفو هیوادونو کښې د روژې د مراسمو په اړه د پروګرامونو د لړۍ له یو بل پروګرام سره مو په خدمت کښې یو. په نننۍ لیکنه کښې په قزاقستان کښې د رمضان د میاشتې د حالاتو جاج اخلو.

قزاقستان د منځنۍ آسیا یو هیواد دی. د دغه هیواد د پلازمینې نوم نورسلطان دی. قزاقستان تقریباً شل میلیونه نفوس لري او اویا فیصده یعنې کابو ۱۵ میلیونه خلک یې مسلمانان دي.

مورخان او محققان باوري دي چې په مینځنۍ آسیا کښې د اسلام د پراختیا اصلي لامل په ۷۵۱ میلادي کال کښې د (تالاس جنګ) و چې هغه وخت د تورګش خانات په نامه د لویدیځو خاقاناتو څخه د ترک قبیلې له اتحاده د ترکي قبایلو یو حکومت د عباسي خلافت له ځواکونو سره ملګری شو او  چین د تانګ د حکومت په لشکر یې غلبه وکړه. دغې بریا د لویدیځو ټاټوبو په لور د تانګ چیني امپراطورۍ د یرغل مخه ونیوله او هم دا چاره د لسمې پيړۍ په وروستیو کښې په هفت رود او سیحون سیند د سیمې په متحدو خلکو کښې د اسلام د دین د راتلو سبب شوه.

د قزاقستان خلکو په پړاویزه توګه اسلام ته ګروهنه پیدا کړه او دغه بهیر څو پیړۍ وخت واخیسته. وړومبۍ د قزاقستان ښارمیشتو خلکو او ورپسې د جنوب دهقانانو اسلام ته ګروهنه پیدا کړه.

له ۱۹ میلادي پیړۍ څخه د اسلام مبین دین د قزاقانو د ملي هویت یوه برخه ګڼله کیده او قزاقیانو په خپله خوښه اسلام قبول کړ. د قزاقستان د مسلمانانو د روحاني ادارې احصائیې ښودنه کوي چې د قزاق، ازبک، ایغور، دونغان، تاجیک، قرقیز، ترکمن، تاتار، باشقیر او د شمالي قفقاز او آذري اقوامو په شان د ۲۴ ملیتونو په نمایندګې ۱۱ میلیونه یعنې ۷۰ فیصده مسلمانان په دغه هیواد کښې شتون لري چې په دې وروستیو کلونو کښې یې جوماتونو ته په مخه کولو او د جَمعې او جُمعې او اخترونو د لمونځونو په شان ډله ایزو عبادتونو کښې په شتون او په شخصي ژوند کښې د دیني آدابو او رسومو په خیال ساتلو سره یې هڅه کړې ده خپل دیني او مذهبي آداب او دودونه له مخکښې نه زیات وساتي.

*/*/*/*/*

راوی:

زه د قزاقستان یو ځوان یم او په نور سلطان ښار کښې اوسیږم. زما د ښار بل نوم آستانه دی. د روژې په میاشتې کښې د ښار جوماتونه زمونږ له مسلمان وطنوالو ډک وي. په دې میاشتې کښې د روژه ماتي برابرولو ته د خلکو مینه او ګروهنه څوچنده ډیریږي. مذهبي کارپوهان وايي: زمونږ په هیواد کښې د روژتي کسانو شمیر هر کال څلور/پنځه فیصده زیاتیږي او په دغه زیاتوالي کښې یوازې ځلمیان او ځوانان نه شاملیږي بلکې د پاخه عمر د هغو کسانو شمیر هم په کښې شامل دی چې په تیرو کلونو کښې به یې روژې نه نیولې خو اوس روژه نیسي او د روژتیانو شمیر ورسره کال په کال زیاتیږي.

*/*/*/*/*/

د پاخه عمر د وړومبۍ روژې نیونکي هغه اصطلاح ده چې په قزاقستان کښې ډیره بیانیږي. په دغه هیواد کښې په دې وروستیو کلونو کښې هغه د پاخه او زیات عمر کسان چې شپيته کلنۍ ته نزدې شوې دي او په وړومبي ځل روژه نیسي، ډیر زیات دی. په نورو هیوادونو کښې د وړومبنۍ روژه نیونکو اصطلاح د ماشومانو او ځلمیانو لپاره استعمالیږي او ښايي د دې خبرې اوریدل مو حیرانه کړي خو خبره دا ده چې قزاقستان او د مینځنۍ آسیا نور مسلمان هیوادونه اویا کاله د کمیونسټانو په ولکه کښې وو او هغه وخت د اسلامي شریعت اجرا کول او لمونځ کول جرم ګڼل کیده او د مرګ سزا یې لرله. په دغو هیوادونو کښې میلیونونه کسان د اسلامي عقایدو د لرلو په خاطر قتلِ عام شول او زرګونه جوماتونه وران کړې شول.

*/*/*/

راوی:

له نیکه مرغه نن سبا د قزاقستان په مختلفو ښارونو کښې وینو چې د اسلام د مبین دین آدابو او رسمونو ته ګروهنه په زیاتیدو ده. مونږ ټول زاړه، ځوانان او ښځې او سړي په ټول وجود سره په مذهبي مراسمو کښې ګډون کوو او د دیني جشن او عزادارۍ په مراسمو، د روژې په میاشتې، وړوکي اختر او لوې اختر او نورو مذهبي اخترونو کښې د قرآن پاک په لوستلو سره د اسلام دین دودوو او په تول هیواد کښې یې ستنې مضبوطوو. نن سبا په قزاقستان کښې تقریباً ۲ زره ۵ سوه او اویا جوماتونه موجود دي حال دا چې د شوروي د واکمنۍ په پړاؤ کښې په ټول قزاقستان کښې یوازې ۶۳ جوماتونه وو.

*/*/*/*

د رمضان مبارکه میاشت په قزاقستان کښې ډیر محبوبیت لري. دغه میاشت د نیکۍ او برکت او له نورو انسانانو سره د  دوستۍ، مینې، عشق او مرستې د میاشتې په توګه پیژندله کیږي. د یو بل بخښل او د خوابدیو او نفرتونو ختمول او روغه جوړه او صلحه کول په قزاقانو کښې د دې میاشتې مهمې ځانګړتیاوې دي. په دې میاشتې کښې د قزاقستان په ټولو جوماتو کښې روژه ماتې ورکول کیږي. حتی د قزاقستان عیسایان هم مسلمانو روژتیانو ته افطاري ورکوي. د قزاقستان د خلکو بله په زړه پورې پیښه چې له نورو انسانانو سره د مینې او د روژې د میاشتې د احترام نښه ده، له یو بل سره مرسته ده. د مثال په توګه د قزاقستان په ځینو ښارونو کښې د قدر په شپو کښې لمونځ کونکو ته د بسونو وړیا سروس ورکول کیږي. هم داشان د قزاقستان عالمان د هیواد له کاسبانو او تاجرانو غواړي چې په دې میاشتې کښې د مهمو خوراکي شیانو بیه کمه کړي.

راوی:

په رمضان کښې زمونږ یو دود جا رمضان دی چې له مخې یې ماشومان او ځلمیان د روژې له پیلیدو څو ورځې مخکښې د مازیګر په وخت د شعرونو په ویلو سره د رمضان د میاشتې د رارسیدو مبارکي ورکوي. جا رمضان په قزاقي او ترکي ژبو کښې د جار سالو له عبارته اخیستل شوی دی چې د خبرتیا رسولو معنا ورکوي. په دې کار سره خلکو ته د روژې د مبارکې میاشتې د رارسیدو خبر ورکول کیږي.

*/*/*

جارمضان د ماشومانو او ځلمیانو د څوکسیزو ډلو له خوا د دمبرا او یاګارمون په شان د ملي سازونو سره مل په ځانګړو سرودونو سره د کورونو مخې ته ویل کیږي او د کور خاوند په خپله خوښه شیریني او چاکلیټ یا پيسې د ډالۍ په توګه ماشومانو ته ورکوي.

*/*//*

راوی:

ما به په ماشومتوب کښې هم په بې تابۍ سره د روژې انتظار کوه ځکه چې جا رمضان زما او زما د همځولو لپاره ډیر خوندور و. مونږ به یوه وړه ډله جوړوله او د کورونو ورونو ته به ورتلو او جارمضان به مو لوسته. ځینې قزاقان جارمضان ته جاراپازان هم وايي. د ځینو کورونو خلکو به زمونږ د سرود او ترانې له لوستلو خوشالي څرګندوله او خوندور خوراکونه به یې راکول. هغوي به مونږ ډیر هڅولو چې جارمضان په لالوړ غږ ووایو او ډیرې مټایانې به یې راکولې. په ماشومتوب کښې زمونږ په تصور کښې د روژې میاشت د خوشالۍ، برکت، صلحې او سوکالتیا میاشت وه. په هم دې وجه د رمضان میاشته زمونږ ټولو په یادونو کښې په ښکلا سره ثبت شوې ده. مونږ اوس چې لوې شوي یو او ودونه مو کړي دي هم خپل ماشومان په هم هغه کلتور او آدابو او رسوماتو سره روزو ترڅو هم یې د ماشومتوب په دوران کښې د خوشالۍ خاطرې او یادونه ثبت شي او هم د اسلام د دین او د رمضان د میاشتې له آدابو او عبادتونو سره اشنا او بلد شي.

*/*/*/*/*/*

جا رمضان هم ماشومانې اجرا کوي او هم ماشومان. د هرې ډلې د جا رمضان غږ به چې له نورو لوړ و، د کور خاوند به ترې لاډیر رضایت ښوده او د هغې ډلې به یې ډیره میلمستیا کوله. په دې عکس العمل سره به مشرانو د رمضان له میاشتې سره خپله مینه ښودله. زمونږ ماشومان په جارمضان سره د شعر او شعرخوانۍ دنیا ته داخلیږي. دغه مراسم د ماشومانو د وړتیاؤ په پیژندلو کښې ډیر رول لوبوي.

*/*/*/

راوی:

له شعر او ادبیاتو سره زما مینه له ماشومتوبه او په هم دغو مراسمو کښې له شتون څخه رامینځته شوې ده. جارمضان باید لږترلږه په اوو کورونو کښې ولوستل شي. له جا رمضان وروسته به ځینو مشرانو لمونځ کوه او مونږ ماشومان به یې د ځان چاپیره راغونډول او د قزاقستان پخوانۍ افسانې او حماسې چې میړانه، صداقت او تندرستي یې دودوله، راته به یې ویلې. دې ټولو کارونو به روژې د میاشتې جذابیت او محبوبیت زیاتوه. جارمضان زمونږ قزاقانو د ملي هنر یوه ملغلره ده.

*/*/*/*/*

د قزاقانو د روژه ماتي په دسترخوان باندې خرما یا کجورې، سلاد، چای، اوبه او د قیمیز او شوبات په شان شربتونه او د بشارماق، قورداغ شورپا، مانتي په شان خوراکونه او ډول ډول سوپونه لیدل کیږي.

راوی:

مونږ او نور متدین قزاقان د روژې د میاشتې او د قدر د شپو د رارسیدو شیبې شمارو. مونږ باور لرو چې د قدر په شپو کښې خدای تعالی زمونږ ټول ګناهونه بخښي. د قدر په شپه تر سهاره نه اوده کیږو او د خپلو ګناهونو د بخشش دعا غواړو. زمونږ په ښار نور سلطان کښې د قدر شپه په کورونو کښې د میلمنو په رابللو او په ډله ایزه توګه د دعا غوښتلو او د قرآن په تلاوت سره ترسره کیږي.

*/*/*

او بیا د وړوکي اختر ورځ راځي.

قزاقان د وړوکي اختر په ورځ یوبل ته د اختر مبارکۍ ورکوي. نوې جامې اغوندي. د وفات شویو د روح د خوشالولو لپاره د باؤرساق او شلیک په نومونو کورنۍ ډوډۍ پخوي او ځیني خلک قورداق خواړه پخوي.

راوی:

د کوچني اختر په ورځ ډول ډول مټایانې، وچې میوې، چاکلیټ، شات او سالاد په دسترخوان ږدو. زمونږ رسم دی چې د میلمنو له راتلو وروسته له دسترخوانه یو څه شیرینۍ، وچې میوې او کورنۍ ډوډۍ په یوې کڅوړې کښې ږدو او میلمه ته یې ورکوو چې د کورنۍ نورو غړو ته یې هم یوسي. مونږ قزاقان باور لرو چې هرڅومره زیات کسان چې دغه ډوډۍ وخوري دومره زمونږ د مړو روحونه خوشالیږي. هم داشان مو رسم دی چې د اختر په ورځ لږترلږه اوو کورونو ته خامخا لاړ شو او د اختر مبارکي ورکړو. مونږپه دې میاشتې کښې یتیم خانو ته ځو او د ماشومانو لپاره جامې او د لوبو شیان وړو.

*/*/*/

د قزاقستان مسلمانان هم د نړۍ د نورو مسلمانانو په شان د اختر له لمانځه وروسته خپله فطریه یا سرسایه ورکوي. د قطریې اندازه د قزاقستان د عالمانو شورا ټاکي. د روژې مبارکه میاشته د خیرات او صدقې او له یو بل سره د مرستې د میاشتې په توګه پیژندله کیږي. د قزاقستان خلک هڅه کوي چې په دې میاشتې کښې ډیره صدقه ورکړي او لږترلږه تر خپله وسه خپلوان او اشنایان روژه ماتې ته دعوت کړي.

*/*/*/*/*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه