په کابل کې د ځمکې لاندې د یوه مارکېټ جوړولو چارې پيل شوې
Feb 03, 2024 04:58 Asia/Kabul
کابل ښاروالۍ د لومړۍ ناحیې اړوند له سپاهي ګمنام څلور لارې څخه تر پل خشتي پورې د ځمکې لاندې د یوه مارکیټ جوړولو چارې پيل کړې.
کابل ښاروالۍ ویلي، چې دغه مارکیټ د اقتصادي ودې او په دغه سیمه کې د ګڼه ګوڼې د کمېدو په موخه د دې ښاروالۍ له خوا د خصوصي سکټور په ګډون جوړېږي.
د کابل ښار د لومړۍ ناحیې مشر محمد عالم عاصم ویلي، چې په لومړي قدم کې به د دې ځای خاوره په لابراتوار کې ټیست او وروسته به په سیمه کې د کېندلو چارې ترسره او بل پړاو کې به د ډیزاین له مخې، په عصري او معیاري ډول د ځمکې لاندې مارکېټ د هټیو او پلو لارو جوړول پیل شي. عاصم دا نه دي ویلي چې پر دې پروژې څومره لګښت راځي.