د افغانستان فراه ولایت له سخت امنیتی ګواښ سره مخامخ دے
د افغانستان فراه ولایت له سخت امنیتی ګواښ سره مخامخ دے. او د نسکورېدو په حال کښې دے.
زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې د فراه ولایتی شورا مشر فرید بختور وویل، له تېرو نهو ورځو راهسې د دغه ولایت په پشت رود او بالا بلوک ولسوالیو او یو شمېر کلیو کښې له طالب ډلې سره کښې ستومانه کوونکے جنګ دوام لری.
هغۀ وویل، د فراه د څو ورځو په جنګ کښې تقریباً دوه زره کورنۍ کډه په سرشوې دی او په اوس حال کښې دغه ولایت د نسکورېدو له سخت ګواښ سره مخامخ دے.
هغۀ خبردارے ورکړ که مرکزی حکومت تازه دم ځواکونه دغې سیمې ته ونه لېږل نو په راتلونکو ورځو کښې به دغه ولایت د طالب ډلې په قبضه کښې راشی. د فراه ولایت والی محمد آصف ننګ هم د دغه ولایت د امنیتی حالاتو د سختېدو په تائیدولو سره وویل، دا ځل فراه ولایت له سترو امنیتی ګواښونو سره مخامخ دے.
---------