Nov 22, 2022 12:34 Asia/Kabul
  • اسلامي ایران د یورانیمو د پخولو کار له سره پیل کړ

ایسنا خبري اژانس راپور ورکړ د ایران اسلامي جمهوریت د لومړي ځل لپاره په فردو اټومي مرکز کښې د شپیتو فیصدو په سویې د یورانیمو تولیدول پیل کړل او د خپلو د شپیتو فیصدو په سویې د یورانیمو د تولیدولو شمیر یې زیات کړ.

د ایران د اټومي انرژۍ ادارې د تهران پرضد د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د واکمنې شورا پریکړه لیک ته په غبرګون کښې په فردو اټومي مرکز  کښې  د شپیتو فیصدو په سویې د یورانیمو د تولیدولو کار پیل کړ او نن سهار د یورانیمو تولیدول پایداره مرحلې ته ورسیدل.

داسې ښکاري چې د ایران د اټومي انرژۍ اداره کوشش کوي چې د فردو اټومي مرکز له فضا او امکاناتو د تجهیز او د تولید لپاره زیاته استفاده وکړي.

ایران دغه راز د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د واکمنې شورا پریکړه لیک ته د غبرګون په دوهم اقدام کښې په نطنز اټومي مرکز کښې په دوو نورو ابشارو  ایي ار دوه ایم (IR-2M) او ایي ار څلور(IR-4)  کښې بیا کتنه وکړه او ګاز یې چلو کړ او د ګازو د ورکولو لپاره د دغو ماشینونونو دوه نور ابشارونه هم چمتو شوي دي.

د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي له دې مخکې ویلي وو د ایران پرضد د پریکړه لیک په تصویبیدا کښې د امریکا او د دریو اروپايي هیوادونو انګلستان، فرانسې او جرمني اقدام ته په ځواب کښې په لومړي ګام کښې څو اقدامات د ایران د اټومي انرژۍ ادارې په اجنډا کښې شامل شول او د فردو او د نطنز د یورانیمو په پخولو مرکزونو کښې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د پلټونکو په شتون سره دغه اقدامات ترسره کیږي.

د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس واکمنې شورا په تیرې پنجشنبې ورځ په خپلې فصلي غونډې کښې د امریکا د انګلستان د فرانسې او جرمني د سختو سیاسي دباونو په وجه د ایران د سوله ییزو اټومي فعالیتونو پرضد پریکړه لیک تصویب کړ.

 

ټیګونه