هند د پاکستان او چین سرحد ته نږدې توغندي دیره کوي
(last modified Thu, 29 Dec 2022 01:09:52 GMT )
Dec 29, 2022 05:39 Asia/Kabul
  • هند د پاکستان  او چین سرحد ته نږدې توغندي دیره کوي

زمونږ خبریال راپور راکړی هندوستان د دفاعي اقداماتو په لړ کښې خپل په لسګونو سټراټيژیک توغندي د خپلو سیمه ییزو سیالیو هیوادونو یعني د چین او د پاکستان سرحدونو ته نږدې دیره کوي.

د هندوستان رسنیو پرون د دفاع وزارت په قول وویل د دفاعي اقداماتو په لړ کښې یوسل شل بلاسټیک توغندي له چین او پاکستان سره نږدې سرحدي سیمو ته استول کیږي.

د هندوستان دغه توغندي چې له ځمکې څخه ځمکې ته ویشتل کیږي کابو یوسل پنځوس تر پینځه سوه کلومیټره پورې واټن لري او له درې سوه شپیتو تر اوه سوه کلوګرامه پورې د جنګي خولیو د وړلو توان هم لري.

د هندوستان او د پاکستان ځمکنی سرحد په نړۍ کښې یو تر ټولو خطرناک سرحد ګڼل کیږي او له تیرو پینځو اویا کلونو راهسې تراوسه  د دغو هیوادونو ترمنیځ څلور ستر جنګونه او په سلګونو کوچنۍ نښتې شوي دي.

هندوستان دغه راز له چین سره هم د سرحدونو په دقیق ډول د ټاکلو په هکله اختلاف لري.

د نولس سوه دوه شپیتم میلادي کال په جنګ سربیره چې سلګونو کسان پکښې ووژل شول د چین او د هندوستان د سرحد ساتونکو ترمینځ څو لنډې شان جګړې هم شوي دي

 

ټیګونه