Apr 05, 2023 05:11 Asia/Kabul
  • د اسلامي ایران او د عربستان خارجه وزیران سبا کتنه کوي

زمونږ خبریال راپور راکړی د سعودي عربستان «الشرق الاوسط »ورځپاڼې چې له لندن څخه چاپیږي د خبرو سرچینو په قول وویل د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او د عربستان د باندنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان به سبا(پنجشبه) په چین کښې له یوبل سره کتنه وکړي.

د ایران او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو د وزیرانو دغه کتنه د دوې ترمینځ د ټیلي فوني خبرواترو له دریو پړاونو وروسته ترسره کیږي چې پکښې د سفارتونو د بیرته پرانیستلو لپاره د اقداماتو او د موافقې د اجرا لپاره راتلونکي ګامونه او د دواړو هیوادونو ترمینځ د تیرو موافقو اجرا کول او فعالول پکښې شامل دي.

ویل کیږي چې د ایران او د عربستان د خارجه وزیرانو د کتنې د ځاې په توګه د چین انتخاب د تهران او د ریاض تر مینځ د اړیکو د ټینګولو او د موافقې ته په رسولو کښې د پیکینګ د مثبت رول د لوبولو په دوام کښې ترسره کیږي.

 

ټیګونه