Sep 05, 2023 15:27 Asia/Kabul
  • د حضرت امام حسین علیه السلام د  حسیني اربعین د لاریون سیاسي  پیغامونه:-

څو کلونه کیږي چې د حسیني اربعین دستورې او لاریون له ټولو وختونو څخه په لا پرتمین ډول او په نوي بڼه ترسره کیږي او دغه لاریون ډير سیاسي پیغامونه لري.

د حسیني اربعین د لاریون یو مهم سیاسي پیغام د ملتونو له ډيپلوماسۍ څخه ګټه پورته کول دي.

بې شکه د حسیني اربعین د څه د پاسه شل میلیونه کسیزه لاریون د عراق د حکومت لخوا په یوازې ځان ترسره کول امکان نلري بلکې نور ملتونه چې د عراق خلک او د نورو هیوادونو خلک پکښې شامل دي د دغو مراسمو په پرتمین ډول ترسره کولو کښې مهم رول لوبوي.

ملتونه د خپل ملي هویت په نظر کښې نیولو پرته او یوازې د اسلامي هویت په چوکاټ کښې د حسیني اربعین د لاریون په ترسره کولو کښې رول لوبوي، که څه هم اصلي رول د عراق ملت پرغاړه لري.

د ملتونو په ډيپلوماسۍ کښې د دوو یا د څو هیوادونو خلک د حکومت له لاسوهنې پرته له یوبل سره نیغ په نیغه تعامل لري او خپل مینځي ارتباطات رامینځته کوي.

د ډيپلوماسۍ په دغه بڼه کښې له یوبل سره د ملتونو او د خلکو تعامل دا ډول پیوندونه رامینځته کوي چې رسمي ډيپلوماسۍ د هغه توان ونلرل شي.

د حسیني اربعین یو بل مهم سیاسي پیغام له یوبل سره د حکومتونو نږدې والی دی.

حسیني اربعین کلتوري او مذهبي ښکارنده ده.

په تیرو کلونو کښې په ځانګړي ډول وینو چې د حسیني اربعین د دستورو ترسره کیدا د عراق او د ایران د دوو  ملتونو ترمینځ کلتوري او مذهبي پیوندونه زیات کړي دي پر دې اساس حسیني اربعین د حکومتونو د نږدې کیدا سبب هم کیږي.

د حسیني اربعین یو تر ټولو مهم سیاسي پيغام په لویدیځې اسیا سیمې کښې د مقاومت د چورلیز ترمینځ د تعامل پیاوړي کول دي.

د نن ورځې د نفوسو د پراختیا په اندازه د حسیني اربعین لاریون د مقاومت د چورلیز د ولسي ډيپلوماسۍ بشپړه ورایښت ګڼلی شو.

د حسیني اربعین د تفکر په برکت او د مقاومت د شهید شویو سردارانو په مرستې سره د ایران او د عراق دوه ملتونه څو کاله کیږي چې په یوې واحدې جبهې کښې ورغلي او د تکفیري بهیر د ختمولو او د مقاومت ترمینځ د تعامل د پیاوړتیا لپاره یې خپله هڅه کړي ده.

دا هماغه موضوع ده چې له دې مخکې د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي هم په هغې ټينګار کړی و او فرمائیلي یې وو که چیرې په دغه ټولې پراخې سیمې کښې د اسلامي هیوادونو ملتونه په جزیاتو کښې نه بلکې په کلي اړخ نیونو کښې له یوبل سره ملګري ووسي اسلامي دنیا  به د ترقۍ او د لوړتیا اوج او جوبن ته ورسیږي..... مونږ په هر ځاې کښې د دغو غونډو بیلګې وینو او هلته خلک له یوبل سره یوځاې شوي دي. ومو لید چې په نړۍ کښې د حسیني اربعین د دستورو انعکاس د اسلام او د مسلمانانو د شرف او د عزت سرچینه شو...... تاسو ولیدل په حسیني اربعین کښې په میلیونونو انسانان له یوبل سره ملګري شول؛په خپله د مسلمانانو دغه ستر حرکت البته په شیعیانو پورې مخصوص نه و سنیان هم وو چې په دنیا کښې یې انعکاس پیدا کړ، احترام او درنښت یې وکړ؛ هغه یې د نړۍ تر ټولو ستره غونډه وبلله؛کومو  کسانو؟ هغو  کسانو چې اسلامي مسائیل څاري.»

حسیني اربعین د سوچه محمدي اسلام رحماني څيره انځوروي.

د بیلابیلو هیوادونو څه د پاسه شل میلیونه حسیني زیارتوال د حسیني اربعین په لاریون کښې ګډون کوي خو نه یوازی تر ټولو کوچنی تاوتریخوالی نشته بلکې ټول مراسم له احترام ، پیوستون او مینې ډک څخه دي  او له هر ډول مادي دنیا پرستۍ څخه لیرې توب دی.

حسیني اربعین په ښکاره ثابتوي چې القاعده ، بوکوحرام ، داعش ، طالبان وغیره وغیره د اسلام او د مسلمانانو بیلګې نه دي.

داعش ایزم په اسلامي نړۍ کښې ځاې نلري بلکې داسې موضوع ده چې لویدیځ هیوادونه ګروهنه لري هغه د اسلام بیلګه معرفي کاندي.

دا په داسې حال کښې دي چې د اسلام حقیقي نمونه حسیني اربعین او د حج مراسم دي او دا د اسلام حقیقي څیره ده.

 

ټیګونه