امام حسین علیه السلام خپله وینه ورکړه چې جهل ختم کړي
فارس خبري اژانس راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي وویل د حسیني اربعین ستر لاریون د امام حسین علیه السلام په محضر کښې د عشق او د مینې ورایښت دی.
د اسلامي ایران په بیلابیلو ولایتونو او ښارونو په تیره بیا فارس ، اصفهان، بوشهر ، ګرګان ، مشهد ، بیرجند او نورو ډیرو سیمو کښې نن د حسیني اربعین ستر لاریونونه او مراسم وشول او ګڼ شمیر خلکو چې ښځې ، ماشومان او بوداګان پکښې شامل و په دغو دستورو کښې برخه واخیستله.
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي نن د ایران په ختیځ کښې د خراسان جنوبي ولایت د مرکز بیرجند ښار په باقریه امامازادګانو کښې د حسیني اربعین د ماتمیانو په ټول کښې وویل نن سبا زړونه د کربلا او د حضرت امام حسین علیه السلام د نوراني او سپیڅلي زیارت لیواله دي.
ابراهیم رئیسي د حسیني اربعین بې ساري میلیوني غونډې او لاریونونو ته په اشارې سره وویل اربعین د عاشورا بیلګه ده او صالح انسان باید پوه شي چې تل باید له حسین علیه السلام سره ژوند وکړي.
هغه په دې خبرې سره چې عاشورا د انسانانو په ژوند کښې د ټولو بدلونونو سرچینه ده او په نړۍ کښې به د ټولو انقلابونو او حرکتونو بیلګه ووسي وویل امام حسین علیه السلام خپله وینه ورکړه چې جهل ختم کړي ، انسان بصیرت پیدا کړي او د بې لارې توب لاره معلومه کړي او په ټولنې باندې جهل واکمن نشي.
![](https://media.parstoday.ir/image/4c3padc03504e32cwyw_800C450.jpg)