Nov 13, 2023 12:08 Asia/Kabul
  • د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو اوس به د هیلې رڼا وینا درته وړاندې کړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ

قدرمنو لوستونکو داسې کورنۍ چې پکښې د حضرت امام مهدي علیه السلام تعلیمات او ایډیالونه د اعتقاداتو او د اعمالو چورلیز وي سوکه سوکه د کورنۍ ، د دوستانو او د ګاونډیو په شمول په نورو کورنیو باندې هم اغیز شیندي او په خپله د مهدوي کلتور د تبلیغ په مرکز باندې بدلیږي.

په تیرو څو  ویناو کښې مو د حضرت امام زمان علیه السلام لپاره د دعا او د بیلابیلو علمونو د زده کولو، د خودسازۍ او د امام مهدي علیه السلام  د پاڅون د لوړو هدفونو او د هغه حضرت د پيژندلو په شان د حضرت امام مهدي عجل الله تعالی فرج د ظهور د انتظار کونکو کسانو د فردي او د شخصي دندو په هکله درسره خبرې وکړې.

خو هغه څوک چې په حقیقي ډول د بشریت د دنیا د ژغورونکي د ظهور په انتظار دی یوازې په فردي چمتووالي بسنه نه کوي، ځکه چې پوهیږي هر څومره چې د ټولنې ډیرې خلک د دغه سترې پیښې لپاره چمتووالی ولري د امام زمان علیه السلام د ظهور احتمال زیاتیږي.

پر دې اساس د حضرت امام مهدي علیه السلام د ظهور انتظار کونکي د هغه حضرت د نړیوال غورځنګ د هدفونو او د ماهیت په تبلیغولو او تشریح کولو بوختیږي او دغه کار له خپلې کورنۍ پیلوي، ځکه چې تر ټولو لومړنی او بنیادي ارګان کورنۍ ده او کورنۍ په ټولنه باندې ډیر اغیز لري.

کورنۍ د زده کړې د یوه ځاې په توګه عمل کوي او لومړنی ځای دی چې خلکو ته کلتور، اخلاقي او دیني ارزښتونه ورزده کوي او د ټولنې د شخصیتونو د بڼه د خپلیدا زمینې برابروي.

په لنډ ډول ویلی شو د ټولنې سلامتیا د کورنۍ له سلامتیا سره تړلي ده.

په همدې اساس په اسلام کښې کورنۍ ته ډیر اهمیت ورکړل شوی دی او د اسلام ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم په دې هکله فرمائیلي دي: په اسلام کښې هیڅ شی له کورنۍ څخه زیات محبوب نه دی.»

څوک چې غواړي خپل ژوند د اسلام د لوړو تعلیماتو او د مادي  او د معنوي ارزښتونو پراساس جوړ کړي داسې خاوند یا ښځه انتخابوي چې نه یوازې دغه معیارونه او هدفونه یې منلي دي بلکې په دغه نوراني لاره کښې د هغه ملګری کیږي هم .

د اسلام ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د قران کریم د «تحریم» سورې د شپږم ایت په توضیح کښې چې د سورې په پیل کښې ویل شوي دي : ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی ،ځانونه او خپله کورنۍ د جهنم له اور څخه وساتئ.....» وفرمائیل :« د کورنۍ غړیو ته د هغه څه حکم ورکړئ چې د خدای خوښ دي او له هغه څه چې خدای یې نه خوښوي منع کړئ.»

په دې ډول ښځه او خاوند تل د نفس پاکول او د حضرت امام زمان علیه السلام د ظهور لپاره د چمتووالي نیول د خپل ګډ ژوند اولنی لومړیتوب ګڼي او هغه ډول ژوند کوي چې د خدای پاک ج او د حضرت امام مهدي علیه السلام د رضایت وړ وي.

دا ډول حتی که چیرې هغه ښه  مادي او مالي حالت هم ونلري خو سپیڅلی هدف لري چې دوې ته هیله ، ارامښت او تاندوالي وربخښي.

د حضرت امام مهدي علیه السلام د ظهور د یوه انتظار کونکي کس واده د اسلامي او د مهدوي معیارونو پراساس ترسره کیږي.

()

خو د مهدوي کورنۍ مهمه دنده د داسې بچیانو روزل دي چې د حضرت امام مهدي علیه السلام د ملګرتیا کولو وړتیا ولري.

دا ډول بچیان له خپلو میندو او پلارونو سره امانتونه دي چې په تر ټولو ښه ډول تربیت او وروزل شي.

حضرت امام سجاد علیه السلام د خپلو حقوقو په رساله کښې د بچیانو په وړاندې د پلار او د مور یوه دنده د خدای په لور د بچیانو هدایتول بللي ده.

د قران کریم د لقمان سورې په اولسم ایت کښې هم د خدای پاک د دغه صالح بنده په قول لولو:« ای زما ګرانه زویه ، ولمونځ وکړه او د ښه کار حکم ورکړه او له ناخوښ او حرام کار څخه خلک منع کړه او په هغو مصیبتونو او سختیانو کښې چې پر تا راځي صبر او استقامت وکړه ........»

پر دې اساس په یوې مسلمانې کورنۍ کښې پلاران او میندې دنده لري چې خپل بچیان له اسلامي ارزښتونو او دیني تعلیماتو سره اشنا او بلد کړي؛ په تیره بیا دا چې د ماشومانو تربیت کول او روزل له کور څخه پیلیږي.

په دوې کښې یو تعلیمات په اخرې زمانې کښې د حضرت امام مهدي علیه السلام ظهور کول او له عدالت څخه ډک د یوه نړیوال حکومت رامینځته کول او هغه ته نور اړونده مسائیل دي.

طبیعي خبره ده چې له حضرت امام مهدي علیه السلام سره اشنايي د ماشومانو او د زلمیو لپاره چې د هر هیواد د راتلونکي جوړونکي دي د حضرت امام زمان علیه السلام حق غواړی پاڅون ډير مهم دی او سبب کیږي چې داسې نسل رامینځته شي چې د حضرت مهدي علیه السلام د پاڅون لپاره انتظار کوي او د هغه لپاره چمتو وي.

د دا ډول انتظار ایستونکو او د خبرو بچیانو د پرورش او روزنې لپاره له هر شي مخکې والدین یعني میندې او پلاران باید له هماغه ماشومتوب څخه خپل ماشومان د خپل امام زمان علیه السلام له ظلم سره د مبارزې کونکي ، د مهربان او د لوړ شخصیت له بیلابیلو رودو سره اشنا او بلد کړي.

یو مسلمان ماشوم باید پوه شي چې ولې حضرت امام مهدي علیه السلام غایب دی یعني نه لیدل کیږي او هغه به د کومو سپیڅلیو او انساني هدفونو لپاره پاڅون وکړي او مهدوي نړیوال حکومت څه ځانګړنې لري.؟

د دغو  مسائیلو په سم ډول د درک کولو په بڼه کښې بچیان د امام مهدي علیه السلام د انتظار علت او فلسفه درک کوي او په لیوالتیا سره په دغه نوراني لاره کښې ګام پورته کوي.

()

د یوې مهدوي کورنۍ فضا په دې ډول ده چې بچیان له کوم اجبار او تحمیل پرته یعني په هغوې باندې له کوم زور راوستلو پرته په خپلې ګروهنې او رغبت سره د حضرت امام مهدي علیه السلام د ظهور لپاره د چمتووالي د ترلاسه کولو لپاره هڅه وکړي.

د پلار او د مور کړچار او کردار په خپله ماشومانو او نوځوانانو او زلمیو ته د حضرت امام مهدي علیه السلام د معارفو د تعلیمو لپاره مناسبه بیلګه ده څرنګه چې د دین لویانو هم د دین په عملي تبلیغ باندې ټینګار کړی دی.

د اسلام ګران پیغمبر حضرت  محمد صلی الله علیه واله وسلم فرمايي: خدای دې په هغه پلار او مور باندې رحمت وکړي چې د خپلو نیکو اخلاقو، کړچار او د تربیت په وجه خپل بچیان له ځان سره نیکۍ کولو ته مجبوروي.

والدین یعني میندې او پلاران د دیني مناسکو او د اعمالو په ترسره کولو ، نیکو او ښو اخلاقو ، د نفس په پاکولو ، خودسازۍ او د حضرت امام مهدي علیه السلام لپاره په دعا کولو سره په عمل کښې خپلو بچیانو ته د رغنده انتظار لاره او روده ورزده کوي.

په دا ډول کورنۍ کښې چې د معنویت او د مهدویت په رڼا سره ښکلي شوي ده په زړونو کښې مینه او محبت، تاندوالی او  ځلانده راتلونکي ته هیله ژوندۍ ده.

دغه راز په یوې مهدوي کورنۍ کښې خدای پاک ج ته د پام کولو  د هغه له ولي څخه د پیروۍ کولو په دلیل اخلاقي ککړتیاو او ګناه ته ګروهنه ډیره کمه ده او د چاپیریال فساد او ټولنه په هغه چندانې اغیز نلري.

له بلې خوا په داسې کورنۍ کښې چې هلته د حضرت امام مهدي علیه السلام تعلیمات او ایډیالونه د اعتقاداتو او د اعمالو چورلیزي وي د کورنۍ ډ دوستانو او د ګاونډیانو په شمول په نورو  کورنیو باندې هم اغیز شیندي او په خپله هم د مهدوي کلتور د تبلیغ په مرکز باندې بدلیږي.

دغه راز هغه ماشومان او نوځوانان چې په دا ډول کورنیو کښې د اخرزمان ، د حضرت امام زمان علیه السلام د لوړ شخصیت ، د هغه حضرت د ظهور او د پاڅون ، د حضرت امام مهدي د نړیوال حکومت په شان له موضوعګانو سره بلد شوي دي په ښوونځیو کښې او د ښوونځیو د باندې له خپلو دوستانو سره د خبرو اترو او د معاشرت په وخت  کښې کولای شي هغوې له حضرت امام مهدي علیه السلام او د هغه له پاڅون سره اشنا کړي.

په دې ډول که   کورنۍ د ټولنې د جوړونکي د تر ټولو مهم ارګان په توګه له مهدوي کلتور څخه زیاته ګټه پورته کړي نو د حضرت امام زمان علیه السلام د ظهور زمینه نوره هم برابروي.

()

د ال یاسین په نوم زیارت کښې حضرت امام مهدي علیه السلام ته په ښکلي خطاب او له معنا په ډک سلام او صلوات کښې داسې ویل شوي دي :

سلام دې وي په تا هغه وخت چې پاڅیږې،

 سلام دې وي پر تا هغه وخت چې  کینې،

سلام دې وي پرتا هغه وخت چې د حق حکمونه لولې او هغه تفسیروې

سلام دې وي پر تا هغه وخت چې لمونځ کوې او قنوت لولې،

سلام دې وي پر تا هغه وخت چې رکوع او سجده کوې،

سلام دې وي پر تا هغه وخت چې لا اله الا الله او الله اکبر واې،

سلام دې وي پر تا هغه وخت چې د خدای ستاینه کوې او له هغه بخښنه غواړې،

سلام دې وي پرتا هغه وخت   چې سهار او ماښام کوې،

سلام دې پر تا په شپه کښې هغه وخت چې تیاره خپریږي او په ورځ کښې هغه وخت چې څرګندیږي؛

سلام دې وي پر تا ای امینه پیشوا،

سلام دې وي پر تا ای مقدمه (په ټول خلق او د ( هغوې په ارزو) باندې،

سلام دې وي پر تا په ټولو سلامونو سره...........»

()

ګرانو دوستانو  د هیلې رڼا وینا  پاې ته ورسیدله نور خوښ وسئ.

 

ټیګونه