Jun 06, 2024 07:44 Asia/Kabul
  • په فرانسه کښې نیول شوی بشیر دې زرترزره آزاد شي

د ایران د قضائیه قوې د نړیوالو چارو مرستیال او د بشري حقوقو د کمیټې منشي د هغه ایراني ښاریز د نیول کیدو په غبرګون کښې چې په فرانسه کښې د فلسطین له مظلومو خلکو د ملاتړ په وجه نیول شوی دی، وویل: دغه ایراني ښاریز باید زرترزره خوشې کړې شي.

کاظم غریب آبادي پرون په ایکس کښې په دې خبرې سره چې ایراني ښاریز بشیر بې آزار باید سمدستي آزاد شي، ولیکل: د فلسطین له مظلومو خلکو د دفاع په وجه د فرانسې د پولیسو له خوا د دغه ایراني ښاریز نیول، د بشري حقوقو په برخه کښې د فرانسې لپاره یوه بله رسوايي ده.

د ایران د راډیو او ټیلیویژن د موسیقۍ د دفتر پخوانی مدیر او رسندوي فعال «بشیر بی آزار» چې په فرانسه کښې و، تیره دوشنبه د فرانسې پولیسو وربللی و او د کومې وجې یا وضاحت له بیانولو پرته یې نیولی دی.

د هغه د نیولو لپاره تراوسه کوم خاص دلیل نه دی بیان شوی خو داسې ښکاري چې په انټرنیټ کښې د صهیونیسټي رژيم خلاف د فعالیتونو په وجه نیول شوی وي.

دغه رسندوي فعال په انټرنیټ کښې د مختلفو مطالبو په خپرولو سره د صهیونیسټي رژیم د فارسي ژبې رسنیو د رسوا کولو هلې ځلې هم کړې دي.

 

 

 

 

 

 

ټیګونه