ایران او پاکستان باید له خپل ظرفیت څخه استفاده وکړي
(last modified Mon, 14 Oct 2024 01:33:04 GMT )
Oct 14, 2024 06:03 Asia/Kabul
  • ایران او پاکستان باید له خپل ظرفیت څخه استفاده وکړي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په پاکستان کښې د ایران سفیر« رضا امیري مقدم» وویل تهران او اسلام اباد کولای شي له اورسیا سره د ختیځ د اتصال په دروازې بدل شي او له خپل دغه ظرفیت څخه د شانګهايي د غړیو هیوادونو ترمینځ له سرحدونو د ورهاخوا تعاملاتو د پراخولو لپاره استفاده وکړي.

په پاکستان کښې د ایران سفیر رضا امیري مقدم په اسلام اباد کښې د شانګهايي د ملګرتیا موسسې د غړیو هیوادونو د حکومتونو د مشرانو د غونډې د ترسره کیدا په درشل کښې وویل شانګهايي د اورشیا او د ختیځو هیوادونو لپاره یو ډیر مهم نوښت ګڼل کیږي چې په څنګ کښې به یې له ګډو چیلنجونو سره د مقابلې او ګټو ګډو ته د رسیدا قادر هم وي.

پاکستان له سبا څخه تر بل سبا ورځې پورې د شانګهايي د ملګرتیا موسسې د غړیو هیوادونو د حکومتونو د مشرانو د شورا د درویشتمې غونډې کوربه دی.

د ایران د ولسمشر لومړی مرستیال محمد رضا عارف په دغه غونډې کښې د ګډون لپاره اسلام اباد ته ورځي.

 

ټیګونه