په الاقصی جومات باندې د صهیونیستي ښارګوټو د اوسېدونکو برید
Jan 10, 2022 16:14 Asia/Kabul
په لسګونو صهیونیستي وګړو د اسرائیلي رژیم د وحشي فوځیانو په ملاتړ په الاقصی جومات باندې برید کړي دي.
د فلسطین الیوم له راپور سره سم، په لسګونو صهیونیستي وګړو د اسرائیلي رژیم د فوځیانو په ملاتړ له «باب المغاربه» دروازې د الاقصی جومات ته ننوتي دي او د لمونځ کوونکو په مخکې لمسوونکي اقداماتو ته لاس پوري کړ.
تېر کال کې هم په زرګونو ځلي صهیونیستي وګړي مسجد الاقصی ته په ننوتلو سره د دې سپیڅلي ځای سپکاوی کړی دی.
د الاقصی جومات د فلسطین او د مسلمانانو د هویت یوه بېلګه ده چي تل د اسرائیلي رژیم له ورانوونکو اقداماتو سره مخامخ دي.