Aug 31, 2022 12:45 Asia/Kabul
  • د تاوتریخوالي ختمیدل د سیاسي کړکیچ ختمیدل نه دي

زمونږ خبریال وايي د عراق ولسمشر برهم صالح د اعتراضونو له ختمیدا وروسته د هیواد بدلونونو ته په غبرګون کښې وویل د تاوتریخوالي ختمیدل د سیاسي کړکیچ د ختمیدا په معنا نه دی او په حکومتي نظام کښې یو ژور کړکیچ شته.

هغه وویل مونږ جدي اصلاحاتو ته ضرورت لرو چې په حکومتي نظام کښې جوړښتي نیمګړتیا ختمه کړي.

د عراق ولسمشر برهم صالح په عین حال کښې د اعتراضونو د ختمولو د غوښتنې لپاره د مقتدا صدر د وروستیو دریځونو قدرتونه وکړه او ویې ویل د مقتدا صدر دریځ د عراق د خلکو لخوا ډیره قدرونه لري.

د عراق ولسمشر په دې خبرې سره چې په عملي ګامونو سره د هیواد د بیارغولو لپاره د ولسي ځواکونو ترمینځ د ولسي او د صریحو د خبرو اترو وخت رارسیدلی دی ډاګینه کړه د ملي تفاهم پراساس د وارمخکې انتخاباتو ترسره کیدل په هیواد کښې له کړکیچ څخه د وتلو لاره ده او دغه خبره د منلو وړ نه ده چې عراق نور د جنګ میدان ووسي.

 

ټیګونه