جهاد اسلامي د اسرائیلو د کشتۍ د نیولو هرکلی وکړ
(last modified Sun, 19 Nov 2023 23:18:32 GMT )
Nov 20, 2023 03:48 Asia/Kabul
  • جهاد اسلامي د اسرائیلو د کشتۍ د نیولو هرکلی وکړ

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین جهاد اسلامي غورځنګ بیګا په یوې بیانیې کښې په سره سمندر کښې د اسرائیلو د کشتۍ په نیولو کښې د یمن د ځواکونو اقدام وستایه.

العربیه ټیلي ويژن پرون د یمن انصار الله غورځنګ ته د اړونده ځواکونو لخوا د صهیونیسټ رژیم د یوې کشتۍ د نیولو خبر ورکړ.

په عین حال کښې د المیادین ټیلي ويژن باوري سرچینو وویل د یمن سمندري ځواکونه بریالي شول چې په سره سمندر کښې د اسرائیلو یوه کشتۍ ونیسي او پکښې سپاره دوه پنځوس کسان هم بندیان کړي.

د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ په بیانیې کښې ویل شوي دي دغه اتلواله اقدام د فلسطین له  ولس څخه  ملاتړ ته د یمن د خلکو او د دوې د مشرانو د باور او د غزې په کلابندو خلکو باندې د ناعادلانه او وحشیانه تیریو د بندولو لپاره د مقاومت په څنګ کښې د هغوې د دریدا بیانونکی دی.

په عین حال کښې د یمن د انصار الله غورځنګ ویاند محمد عبدالسلام بیګا وویل د اسرائیلو د کشتۍ نیول په غزې تړانګه کښې د مقاومت په ملاتړ کښې د یمن د وسله والو ځواکونو جدیت ثابتوي.

له بلې د یمن د انصار الله د سیاسي دفتر غړي محمد البخیتي له الجزیرې ټيلي ويژن سره په مرکه کښې وویل که چیرې د غزې تړانګې پرضد جنګ بند نشي نو نورې ډیرې لارې چارې به ولرو.

 

ټیګونه