د اردن په لوېدیځه غاړه کې د فلسطیني مظاهره چیانو ځپل کېدا
د صهیونیستي رژیم ځواکونو د اردن په لوېدیځه غاړه کې د فلسطیني مظاهره چیانو په سوله ایزو مظاهرو باندې په برید کولو سره یو شمېر فلسطینیانو ته مرګژوبله واړوله.
د تسنیم د خبري اژانس له راپور سره سم، ګڼ شمېر فلسطینیانو د اردن په لوېدیځه غاړه کې د صهونیستي رژیم له خوا د خپلو کورونو د ورانولو او د فلسطیني سیمو د لاندي کولو د امله سوله ایزي مظاهرې وکړې.
صهیونیستي ترهګرو ځواکونو په دغه سوله ایز لاریون باندې په ډزو سره ۱۳ فلسطینیانو ته مرګژوبله واړوله .
د بلي خوا څخه بیا د خان اللبن د سیمي یهودیانو هم د صهیونیستي ځواکونو په ملاتړ په فلسطینیانو باندې برید وکړ چي په ترڅ کې یې ګڼ شمېر فلسطینیان ټپیان شول.
اسرائیلي ځواکونه کابو هره ورځ د اردن د سیند په لوېدیځه غاړه باندې په برید کولو سره د فلسطینیانو کورونه ورانوي تر څو په فلسطیني سیمو کې د یهودیانو لپاره نوي ښارګوټي جوړي کړي.
د ۱۷۰ ماشوم او لسګونو ښځو په ګډون کابو ۵ زره فلسطینیان د اسرائیلو له لوري زندانونو ته اچول شوي دي.