سعودي عرب بیا ځلې په یمن باندې درنې بمبارۍ وکړې
Mar 23, 2021 07:35 Asia/Kabul
د سعودي ائتلاف الوتکو نن د یمن په پلازمینې صنعا باندې درنې بمبارۍ وکړې.
د یمن ټلویزیوني چېنل المسیرې اعلان وکړ چي د سعودي د تیرګر ائتلاف الوتکو د صنعا په هوایي نړیوالي میدان او ځینې نورو سیمو باندې بمبارۍ وکړې.
تر دې دمه له یادو هوایي بریدونو د مرګژوبلو په اړه کوم معلومات نه دي خپاره شوي.
د سعودي د تیری ګر ائتلاف بریدونه په داسي حال کې تر سره شوي چي ریاض د یمن د جګړې د ختمولو لپاره د یوې طرحي د تیارېدو ادعا کړې ده.
دا په داسي حال کېدی چي د یمن د محاصرې او د سعودي د بریدونو د امله په دغه هیواد کې د زرګونو کسانو د وژل کېدو تر څنګ په میلیونونو کسانو له لوږې سره مخامخ شوي دي.