Oct 05, 2022 06:08 Asia/Kabul
  • د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس مشر روسیې او اوکراین ته ځي

ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی د روسیې تاس خبري اژانس پرون وویل د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائیل ګروسي راتلونکي اونۍ اوکراین او روسیې ته ورځي.

د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس په یوې بیانیې کښې چې پرون یې خپره کړه د دغه خبر په تائیدولو سره وویل راتلونکي اونۍ د اژانس مشر رافائیل ګروسي اوکراین او بیا  روسیې ته ورځي چې د زاپورژیا د اټومي بټۍ ګیرچاپیر د اټومي ایمني او د حفاظتي سیمې د وارمخکې اجرا او توافق په هکله سلامشورو ته دوام ورکړي.

د اروپا تر ټولو ستره اټومي بټۍ زاپورژیا له تیرې مارچ میاشتې راهسې د روسیې د عسکرو په کنټرول کښې ده.

په داسې حال کښې چې روسیه او اوکراین یوبل په اټومي تاسیساتو باندې په حملې تورنوي د اټومي غمیزې په هکله ډیرې اندیښنې شته.

څه موده مخکې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس کارپيژاندو د دغه اژانس د مشر رافائیل ګروسي په سرپرستۍ د زاپورژیا اټومي تاسیساتو کتنه وکړه.

د اټومي اژانس مشر رافائیل ګروسي د زاپورژیا اټومي بټۍ له کتنې وروسته ملګروملتونو ته په راپور کښې د دغه اټومي بټۍ د خطرناک حالت په هکله خبرداری ورکړ.

په اوکراین کښې جنګ کښې د امریکا ، د بریتانیا د فرانسې او د جرمني په لسمون سره پیل شوی او دغه هیواد اوکراین ته هرډول وسلې ورکړي دي چې جنګ اوږد شي.

نوموړیو هیوادونو له ټولې نړۍ په تیره بیا اروپايي هیوادونو ګڼ شمیر ټروریسټان د اوکراین جنګ ته استولي دي چې هلته د ماسکو د عسکرو پرضد وجنګیږي.

 

ټیګونه