د ایران د اټومي پروګرام په هکله د لویدیځ اندیښنه بې ځایه ده
فارس خبري اژانس راپور راکړی په ویانا کښې په نړیوالو ادارو کښې د روسیې دائمي استازي میخائیل اولیانوف د ایران د اټومي پروګرام په هکله د لویدیځو هیوادونو اندیښنه د مکر اوښکې وبللې.
هغه د خبرو له لارې د ایران په اټومي موضوع باندې د غور کولو پرضرورت باندې ټينګار سره وویل د ایران په اټومي پروګرام د لویدیځو هیوادونو اندیښنه د مکر اوښکې دي.
اولیانوف د بلومبرګ اینټرنیټ پاڼې د دوشنبې ورځ ادعا ته په اشارې سره چې ویلي یې وو ایران د څلور اتیا (۸۴)فیصدو په سویه د یورانیمو د پخولو په حال کښې دی وویل د بهرنيو هیوادونو رسنۍ د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د واکمنې شورا له راتلونکي غونډې مخکې د ایران د اټومي پروګرام په هکله د فضا د ګرمولو په حال کښې دي.
د روسیې دغه چارواکي وویل احتمالا د بلومبرګ پاڼې ایشوا کونه ایران ته د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د مشر رافائل ګروسي په راتلونکي سفر کښې د خنډ د رامینځته کولو په هدف سره ده.
مخکې بلومبرګ اینټرنیټ پاڼې د دوو ناپيژاندو ډيپلوماټیکو سرچینو په قول ادعا کړي وه چې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس پلټونکو په ایران کښې د څلور اتیا فیصده په سویې سره د یورانیمو ځینې ذرات موندلي دي.