Mar 11, 2023 13:30 Asia/Kabul
  • د ایران او عربستان  داړیکو د عادی کیداپه نړیواله سویه هماغه راز هرکلی کیږي

د پاکستان ،افغانستان ترکیې پشمول  د یوشمیر هیوادونوخارجه وزارتونو به جلاجلا اعلامیو کې د ایران د اسلامی جمهوریت او عربستان ترمینځ داړیکو د عادي کیدا تود هرکلی کړی دی.

د ایران اسلامی جمهوریت  او عربستان پرون د چین په بیجینګ کې سره موافقه کړې چې  له اوو کلونو وروسته ،خپلې ډيپلوماټيکې اړیکې بیرته پیل کړي.ددغې موافقې په اساس،د ایران او عربستان خارجه وزیران به په یوې کتنې کې په کتو سره  تردوو میاشتو پورې د سفیرانو د مبادلو، د سفارتونو د برانیستو  او همداراز ددواړو هیوادونو د اړیکو د بیرته پیلیدا  لپاره نور ضرورتونه برابر کړي.

تسنیم خبری اژانس  راپور ورکړ، د پاکستان خارجه وزارت دیوې اعلامیې په خپرولو سره ټینګار کړی، د ایران او عربستان د اړیکو عادي کیدا به په سیمې او له سیمې ورآخوا   سولې او ثبات سره  مرسته وکړي.خارجه وزارت  ددواړو لورو  ترمینځ دخبرواترو په منیځګړیتوب کې  د چین د رول په ستایلو سره  وئيلي دي ،د ایران اوعربستان تریمنځ ډيپلوماټيکه پراختیا په سیمې کې د څو اړخیزو اړیکو او ملګرتیاؤ  له پراختیا سره مرسته کوي.

د پاکستان خارجه وزارت په دغې اعلامیې کې ټينګار کړی، پاکستان ددغه بدلون په خاطر د ایران د اسلامی جمهوریت  او سعودي عربستان عاقلانه رهبرۍ مثبت اقدامات ډير ستایو او هیله لرو ،دغه مثبت ګام د سیمه یزو  ملګرتیاؤ او غږملتیاؤ  لپاره مثبت بیلګه شي.

Image Caption

 

همداراز د افغانستان د خارجه وزارت په اعلامیې کې هم ددغې موافقې په تاؤدۀ هرکلی سره وئيل شوي دي ،  د اسلامی هیوادونو په تیره بیا د سیمه ایزو هیوادونو جوړجاړئ  د وخت ضرورت دی او باید له دغه شان فرصتونو د سیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو او د اسلامی امت د یووالی او اتحاد لپاره ښه استفاده وشي.  همداراز د ترکیې پشمول ځينو نورو  هیوادونو هم په دې اړه  د  جلاجلا اعلامیو په خپرولو سره  دا یو مثبت ګام او د سیمه ایزو او نړیوالو  موضوعګانو او بحرانونو په حل کې مرسته کونکی او اغیز شیندونکی ګام بللی دی. همداراز د اسلامی ملګرتیا موسیسې  هم دیوې اعلامیې په خپرولو سره  د ایران او عربستان دموافقې په  هرکلی سره  دا  د سیمې د سولې او ثبات د پیاوړتیا لپاره  یو غوره او اغیزشیندونکی اقدام وبالۀ.

Image Caption

 

 داپه داسې حال کې دي چې د ایران او عربستان ترمینځ دشوي موافقې په نړیواله سویه تود هرکلی کیږي،خو د صهیونیسټ رژيم  چارواکي  ئې پخپلو کې سره ښکیل کړي او د ایران او عربستان نزدیکیدا ئې د اسرائيلو کمزوري بهرنۍ پالیسي بللی ده.

همداراز اسرائيلي رسندویو د صهیونیسټ رژيم د لوړپوړو سیاسی سرچینو  له قوله وئيلي دي سعودیانو د امریکا او اسرائيلو کمزورتیا حس کړې او په همدې علت ئې د بل لرلید په لور حرکت پیل کړی دی.

 

ټیګونه