کاناډا د ۳۰۹ نورو افغان پناه غوښتونکو د لېږد خبر ورکړی
Jul 14, 2023 07:40 Asia/Kabul
د کاناډا د کډوالو چاور وزارت وبايلي، چې څه باندې درې سوه نور افغان پناه غوښتونکي يې تازه دغه هېواد ته انتقال کړي دي.
د آزادۍ راډیو د خبر له مخې، د کاناډا د کډوالو وزیر شان فریز پرون پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي، چې په یوه چارټر پرواز کې ۳۰۹ افغانان چې په افغانستان کې د کاناډا د پوځ همکاران او د بشري حقونو مدافعان وو، له خپلو کورنیو سره د کاناډا ګالګري ښار ته رسېدلي دي.
هغه زیاته کړې چې د کاناډا له ژمنې سره سم نږدې ۳۵زره افغان کډوال کاناډا ته لېږدول شوي او د دې کال تر پایه به د دې کسانو شمېر ۴۰ زرو ته ورسېږي.
کاناډا په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته، له مهمو افغان کډوال منونکو هېوادونو څخه دی.