Aug 17, 2023 11:24 Asia/Kabul
  • فرانسه له نیجر هیواده پوځيان نه وباسي

مهر خبري اژانس راپور راکړی د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت وویل پاریس له نیجر هیواده خپل پوځيان نه وباسي.

د فرانسې د باندنیو چارو وزارت په یوې خبر پاڼه کښې وویل خپل پوځيان به چې په نیجر هیواد کښې دیره دي له دغه هیواده ونه باسي او زیاته یې کړه چې د فرانسې پوځیان د نیجر هیواد د قانوني چارواکو په غوښتنه هلته هستوګن دي.

د فرانسې د خارجه وزارت لخوا په خپرې شوي بیانیې کښې ویل شوي دي مونږ هغه فیصله چې په نیجر کښې کودتاچیانو کړي ده په رسمیت نه پيژنو او د کودتا له وخت راهسې مو له کودتاچیانو سره هر ډول پوځي ملاتړونه او مدني همکارۍ غوڅې کړي دي.

دغه راز روسیې خبري داری ورکړی چې په نیجر کښې هرډول پوځي لاسوهنه به د سیمې ثبات ګډوډ کړي او د نیجر د کړکیچ پوځي حل لاره به په صحرا او د افریقا په ساحل کښې د یوه اوږه جنګ سبب شي.

 

ټیګونه