د مصر پولیسو د میوو او د سبزیانو غله ونیول
Sep 26, 2023 15:47 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی په مصر کښې پولیسو له روانو ټرکونو څخه د میوو او د سبزیانو غلا کونکي کسان ونیول.
د مصر د غلو د غلاګانو د دغه عجیبه طریقې ویډیو او عکسونه په اینټرنیټ پاڼو باندې خپاره شوي دي.
د مصر ځايي چارواکو وویل چې په دغه ډلې کښې دولس شامل کسان نیول شوي دي چې شپږ پکښې مجرمانه دوسیې لري.
د مصر چارواکو وویل چې نیول شویو مجرمانو په خپل جرم اعتراف کړی دی او له دوې سره د رکشې په شان شته ګاډی هم ضبط کړی شوی دی.
د مصر چارواکو وویل چې دغو غلو له روانو ګاډو څخه میوې او سبزیانې غلا کولې.