په سریلنکا کښې د سیلاب له امله د مړو شمیر له سلو واوښت
(last modified Sun, 28 May 2017 03:21:48 GMT )
May 28, 2017 07:51 Asia/Kabul
  • په سریلنکا کښې د سیلاب له امله د مړو شمیر له سلو واوښت

د سري لنکا چارواکو پرون وویل چې په دغه هیواد کښې د سیلاب او د ځمکې ښویدو له امله د وژل شویو کسانو شمیر ۱۱۳ ته ورسید.

له کولمبو څخه د فرانسې خبري آژانس د خبر له مخې په تیرو دوو ورځو کښې د سختو بارانونو له امله د سریلنکا په سویل کښې سیلاب راغلی او ځمکه یې وړې ده چې دا سیلاب په تیرو ۱۴ کلونو کښې بې مخینې دی.

د دغه هیواد د حکومت ویاند پرون وویل چې په دغو پيښو کښې لږترلږه ۱۱۳ کسان مړه شوي او کابو سل تنه نور بې درکه شوي دي.

د خبر له مخې کابو پنځه لکه کسان له خطرناکو سیمو ایستل شوي او په لنډمهاله کیمپونو کښې استوګن کړی شوي دي.

د سري لنکا ولسمشر هم په یوې سیلاب ځپلې سیمې کښې د مرستندویه ځواکونو د امدادي عملیاتو کتنه وکړه. هغه په یو پیغام کښې ویلي دي چې د کومو کسانو کورونه چې په دې پيښه کښې وران شوي دي هغوي ته به حکومت نوي کورونه جوړ کړي.

 

ټیګونه