په بیلابیلو مکتبونو او دینونو کښې روژه(روژه، د انسانیت له پیل څخه عبادت) - ۱
(last modified Thu, 23 Apr 2020 11:09:44 GMT )
Apr 23, 2020 15:39 Asia/Kabul
  • په بیلابیلو مکتبونو او دینونو کښې روژه(روژه، د انسانیت له پیل څخه عبادت) - ۱

روژه، په مقدس کتابونو کښې په څرګنده راغلې او هغې ټولو، روژه معنویاتو ته د نږدې کیدو او له ګناهانو څخه د پاکېدو لپاره یوه وسیله ګڼلې ده.

رمضان له قمري میاشتو نهمه میاشته ده په کومه کښې چې پر مسلمانانو روژه واجب ده، روژه، له لویو عبادتونو څخه ده چې د نفس په تهذیب او ترکیه کښې بیشماره تاثیر لري. روژه، خدای ته د نږدې کیدو فرصت دی. روژه، له ګناهانو څخه، د لرې کیدو او له دننه د ځان پاکولو او پرهیز او تقوا خپلولو لپاره یو فرصت دی. روژه چې د رمضان المبارک په میاشته کښې په مسلمانانو واجب ده، یوازې له خواړو او څښلو څخه مخ اړول نه دي بلکې له شهواتو لرې کیدل، له ګناهانو څخه د خپل بدن اندامونو په تیره بیا د ژبې ساتل دي. ګناهانې لکه غیبت، دروغ، تهمت، مسخره کول، ښکنځلې او سپکاوی کول څخه لرې کیدل دی تر څو انسان له ګناهانو پاک روح سره خدای ته نږدې شي. خو د رمضان المبارک میاشتې یوه ښکلا دا ده چې په دا میاشته انسان یو بل ته رانږدې کوي. د رسول الله صلی الله علیه و آله او د پاکو اهل بیتو علیهم السلام زیاتې سپارښتنې شتون لري چې د انسان یو بل ته د رانږدې کیدو، له غریبانو سره مرسته، اړتیا لرونکو ته خواړه ورکول، یتمانو ماشومانو سره نیکي او محبت او له یو بل سره د ژوند کولو او خپل محوره ژوند او بې ځایه تکبر نه کولو او انساني کمالات او فضیلتونه ترلاسه کولو امر کوي. په دي عظیم او مبارکه میاشته کښې، روژه لرونکې مومنان په ذکر، لمونځ، دعا، غریبانو او اړتیا لرونکو سره اکرام سره خدای ته نږدې کېږی او خپل زړونه د رمضان المبارک میاشتې په پاکو چینو کښې پاکه وي.

روژه له خوړو او څښلو څڅخه پرهیز او په یو خاص وخت کښې ځینې کارونه نه کولو په معنا د اسلام په راتګ سره نه ده پیل شوې بلکې روژه په الهي دینونو کښې، اوږد تاریخ لري. خوندوره خبره دا ده چې ځینې روایتونه، د روژې اصل له جنت څخه د حضرت آدم او حوا ویستلو سره معاصر ګڼي.

 په دې اړه له حضرت امام حسن مجتبی علیه السلام څخه د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله یو روایت نقل شوی: له یهودو څخه یو څو کسان پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله ته راغلل او له دوي تر ټولو پوه، د مسئلو په اړه له حضرت څخه پوښتنې وکړې؛ یوه پوښتنه یې دا وه، خدای ولې ستاسو په امت د دیرشو ورځو د ټولې ورځ روژه واجب کړې. آیا په نورو امتونو هم داشان(دیرش ورځې) روژه واجب کړې وه؟ رسول الله صلی الله علیه و آله وفرمایل: کله چې حضرت آدم علیه السلام له هغه میوې وخواړه او مځکې ته را ولیږلې شو نو د هغه میوې اثر تر دیرش ورځې د هغوي په بدن کښې موجود و، له دې سببه الله په هغه او د هغه په نسل دیرش ورځې لوږه او تنده واجب کړه، او هغه څه چې د شپې خواړه کوي دا د الله لخوا فضل دی. نو دا سبب دی چې خدای زما په امت دیرش روژې واجب کړې دي. بیا پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله د دې آیت تلاوت وکړ: «کُتِبَ عَلَیْکُمُ الصِّیامُ کَما کُتِبَ عَلَى الَّذِینَ مِنْ قَبْلِکُمْ لَعَلَّکُمْ تَتَّقُونَ، أَیَّاماً مَعْدُوداتٍ‏»  اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! پر تاسو باندې روژه فرض كړى شوې ده لكه چې فرض كړى شوې وه پر هغو كسانو چې له تاسو نه مخكې وو، د دې لپاره چې تاسو متقیان شئ .

یهودي وویل: یا محمد، ریښتیا دې وویل.

د قرآن کریم د نص له مخې، روژه د مسلمانانو پرته له اسلام څخه مخکې په نورو ټولو قومونو او امتونو هم واجب وه، خو د هغوي روژه له مسلانانو سره توپیر لرلو، په دینونو کښې د روژې توپیر، زیات د روژې د ورځو، د روژې څرنګوالي او کیفیت او جزئیاتو په اړه دی. خو د روژې هدف په ټولو دینونو کښې په کلي توګه د نفس تهذیب او معنوي پاکیدل او د بلاګانو او مصیبتونو خلاصون دی. ټولو پیغمبرانو خپلو قومونو ته د روژې امر کړی، که څه هم هر یو د دې الهی واجب ادا کولو لپاره ځانګړې لاره غوره کړې وه. مثلا په اسلام کښې د رمضان المبارک په میاشته کښې د روژې موده د لمر له ختو تر لمر لویدو ده، خو روژه په نورو دینونو کښې منجمله په یهود کښې په بیلابیلو شکلونو کښې ده، لکه یهودیان له خوړه څخه د امساک روژې پرته د چپتیا روژه هم لرله چې له قسم یا نذر څخه پرې واجب کیده، خو په اسلام کښې دا روژه جایز نه ده، او یا په مسیحیت کښې د روژې په ورځو کښې له غوښي خوړو پرهیز سره د د خواړو شمیر هم محدودوي.

په مقدس کتابونو کښې روژه په څرګنده او واضحه راغلې ده او هغوي ټول روژه، په کلي توګه د نفس تهذیب او معنوي پاکیدل او د بلاګانو او مصیبتونو خلاصون ګڼي. د مثال په توګه د حضرت ادریس علیه السلام په مصحف کښې راغلي: کله چې د روژې میاشتې ته داخل شوې، ځان له هر پلیدی او ناپاکی پاک کړه او د الله لپاره پاک او نوراني او خالص زړه او له بد فکر څخه لري روژه وساته، ستاسو خولې نه باید یواځې له خوړو امساک وکړي بلکې د بدن نور اندامونه هم باید له ګناهانو څخه لري وي(یعني اندامونه باید د الله له معصیت څخه امساک وکړي).

د الهي پيغمبرانو د روژو په اړه هم په زړه پورې خبرې او ښوونکې څرګندونې بیان شوې دي چې د روژې نیول د یو لوړ عبادت په توګه ښایې.

په دې اړه له ابن عباس رضی الله عنه نه روایت دی چې یو کس له هغه وپوښتل: په تاریخ کښې د غوره انسانانو روژه څنګه وه؟ ابن عباس په ځواب کښې وویل: پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله فرمایلې: ترټولو غوره روژه زما د ورور حضرت داود علیه السلام روژه ده چې د کال په اوږدو کښې به یې یوه ورځ روژه او یوه ورځ افطار و. حضرت سلیمان علیه السلام هم په هره میاشته کښې، د میاشتې لومړی، منځنی او اخیری درې ورځې روژه و، حضرت عیسی علیه السلام تل روژه لرله او مریم هم دوه روځې روژه او دوه ورځې افطار لرلو.(سائل الشیعه)

د رمضان المبارک د میاشتې تقدس او برکت یواځې د روژې له امله نه دی، بلکې دا میاشته مبارکه او مقدسه ده چې په دې کښې په بندګانو د خدای رحمت او برکت نازلیږي. په اسلامي روایتونو کښې راغلي چې په اسماني کتابونو لکه تورات، انجیل، زبور، صحف او قران کریم په دې میاشته کښې نازل شوي دي. امام صادق علیه السلام فرمایي: تورات د رمضان په شپږمه، انجیل د رمضان په دولسمه، زبور د رمضان په اتلسمه او قرآن کریم د قدر په شپه نازل شوی دی.

رمضان یوازې هغه میاشته نه ده چې خدای د هغې نوم په قرآن کریم کښې یاد کړی او په لغت کښې په شدت سره حرارت او سوځیدو په معنی ده، پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله د دې د اهمیت په اړه فرمایي: د دې میاشتې نوم رمضان ایښودلی شوی، ځکه چې ګناهونه سوزوي.

امام سجاد علیه السلام په صحیفه سجادیه کښې د رمضان میاشتې په استقبال کښې، د رمضان میاشتې په اړه خبرې کړې او په حقیقت کښې د دې میاشتې برکت یې څرګنده کړی. هغه حضرت فرمایې: د الله حمد او سپاس، چې د هدایت یوه لاره چې مونږ ته یې راښودلې د رمضان میاشته ده، د روژې میاشته، د اسلام میاشته، له ګناهونو څخه د پاکیدو میاشته، د آزمایښت میاشته، د قیام میاشته، هغه میاشته چې د خلکو د هدایت لپاره په هغې کښې قرآن نازل شوی. نو بس د دې میاشتې حرمت او بې شمیره فضیلت یې په نورو میاشتو څرګنده کړی. نو د دې میاشتې د لمانځلو لپاره هر هغه څه چې په نورو میاشتو کښې حلال و په دې کښې حرام کړل.  او په دې میاشت کې یې (روژه) ولمانځله او په هغه کې یې خواړه او څښل حرام کړل (د افطار تر وخته پورې) او د افطار لپاره یې یو خاص وخت وټاکه، هغه روژه لرونکي ته له ټاکلي وخت (د سهار د اذان وخت)څخه د روژې نیولو اجازه ور نه کړه. او نه یې اجازه ورکړه چې روژه لرونکی په ځنډ سره خپل روژه مات کړي. بیا هغه د دې میاشتې یوه شپه غوره کړه او د زرو میاشتو شپې یې غوره وګرځوله. او هغه شپه یې د "قدر شپه" وبلله. په هغه شپه، فرښتې او جبرائیل، د خپل رب په حکم، څوک چې وغواړي هغه هر بنده ته رازي، د تقدیر له بدلیدو سره. هغه شپه د فرښتو د سلام او سلامتۍ او برکت شپه ده او دا برکتونه تر سهاره پورې وي. "

 

ټیګونه