قرآني زيري (۸)
(last modified Tue, 05 May 2020 10:25:59 GMT )
May 05, 2020 14:55 Asia/Kabul
  • قرآني زيري (۸)

ګرانو او قدرمنو دوستانو د سلامونو په وړاندې او ستاسو د طاعتونو او عبادتونو د قبلېدو په هېلې سره دا دے قرآني زيري له يو بل مطلب سره ستاسو په خدمت کښې يوو هيله ده چې ستاسو د پام او استفادې وړ وګرځي.

خداے پاک د قرآن مجيد د سورۀ صافات له 109 نه تر 112 مبارکوآيتونو کښې فرمائي:

« سَلامٌ عَلی‌ إِبْراهیمَ / کَذلِکَ نَجْزِی الْمُحْسِنینَ / إِنَّهُ مِنْ عِبادِنَا الْمُؤْمِنینَ / وَ بَشَّرْناهُ بِإِسْحاقَ نَبِیًّا مِنَ الصَّالِحین.»

«سلام دې وي په ابراهيم/ هغه ډول چې نېکوکارانو ته اجر ورکوو/ او (ابراهيم) زمونږ له ايماندارو بندګانو څخهدے./ او هغۀ ته مو د صالح پېغمبر اسحاق زېرے ورکړ.»

د قرآن مجيد ځينې مبارک آيتونه هغو نعمتونو ته اشاره کوي چې بخښونکي او مهربان خداے پاک د انسان په اختيار کښې ورکړي دي. الهي نعمتونه هره شېبه د انسانانو لوري ته ورمات وي او د دغو نعمتونو  بې شمېره والے د قرآن په تعبير تر دومره حده دے چې شمېرل يې ناممکنه دي او د نعمتونو دغه زياتوالے انسان له غفلت سره مخامخوي. له دغو نعمتونو څخه يو نعمت د نېک او صالح اولاد لرل دي چې په دغو آيتونو کښې خداے پاک يې خپل پېغمبر ته زېرے ورکوي او دليل يې د حضرت ابراهيم (ع) نېکوکاري او خالص ايمان بيانوي. دغه آيتونه د دې ښودنه کوي چې که څه حضرت ابراهيم (ع) د خپل زوے حضرت اسماعيل (ع) د حلالولو له ازمېښت څخه سرلوړے راووت، خو دغه لطف او عنايت يوازې له حضرت ابراهيم (ع) سره مختص نه دے بلکه چې هر څوک په هره اندازه د خداے پاک په لاره کښې له خپل مال او سر او له خپلو خوښو څيزونو څخه تېر شي نو الهي اجرونه يې په برخه کيږي. هغه کسان چې ايماندار دي او د خداے پاک د بندګۍ په لاره کښې په  اخلاص سره هغه ته تسليم وي، نو د حضرت ابراهيم (ع) په شان يې الهي لطف او رحمت په برخه کيږي او دغه چاره د تاريخ په اوږدو کښې تل دوام لري. قرآن مجيد تاکيد کوي چې درود ويل او د الهي رحمت په برخه کېدل هغه اجر دے مونږ يې محسنينو ته ورکوو.

خداے پاک مېرمن او فرزند چې د آرامښت، خوشحالۍ او نېک نامۍ د بقال سبب کيږي د انسان لپاره يو ستر نعمت ګڼل کيږي او دا اوس د دغه نعمت په لرونکو باندې ده چې د خداے پاک شکرګزار اوسي. د سورۀ نحل په ۷۲ آيت کښې لولوو:

« واللَّهُ جَعَلَ لَکُمْ مِنْ أَنْفُسِکُمْ أَزْوَاجًا وَجَعَلَ لَکُمْ مِنْ أَزْوَاجِکُمْ بَنِينَ وَحَفَدَةً وَرَزَقَکُمْ مِنَ الطَّيِّبَاتِ ۚ أَفَبِالْبَاطِلِ يُؤْمِنُونَ وَبِنِعْمَتِ اللَّهِ هُمْ يَکْفُرُونَ»

 «خداے ستاسو لپاره ستاسو له جنس څخه مېرمنې وګرځولې او ستاسو مېرمنو ستاسولپاره زامن او نمسي پېدا کړل او تاسوته يې له پاکيزه څيزونو روزي درکړه. نو آيا په باطل به ايمان راوړئ او د خداے د نعمت انکار به کوئ؟»

هر موجود خامخا دا غواړي چې خپل نسل وساتي، د خپل نسل دغه بقاء که څه هم په زياترو موجوداتو کښې د يو الهي قانون او دود په توګه بڼه نيسي او په غريزي توګه د ټولو په خټه کښې ګرځول شوي دي،خو په انساني نسل کښې د ارادې او اختيار لرلو په وجه يوه بل شان معنا او مفهوم پېدا کوي. په اسلامي نظريه کښې فرزند پېدا کول د کورنۍ د مضبوطيا او پياوړتيا سبب کيږي او د هر مسلمان لپاره پاک او نېک نسل پرېښودل يوه مبارکه او نېکمرغه چاره ګڼل کيږي. هيڅ مسلمان سره دا نۀ ښائي چې په خپل اختيار سره دې بې اولاده پاتې شي. قرآن کريم د فرزند لپاره  باقيات او صالحات تعبير استعمال کړے دے او مال او اولاد د  دنيا د ژوند سينګار بولي.

په روايتونو کښې هم فرزند د زړۀ ميوې، د سترګو نور، د خوشبختۍ ذريعې، د آخرت د اجر او ثواب او د الهي رحمت او بخشش د ذريعې په شان تعبيرونو سره ياد شوے دے. يو مهم او بنيادي ټکے چې په قرآن مجيد کښې موجود دے د غوره او مومنو انسانانو نسل او اولاد ته پاملرنه ده؛ په نورو الفاظو سره هغه څه چې اهميت لري د نېکوکارو او صالحو نفوسو زياتول دي. د فرزند طلب د انساني نسل د جاري ساتلو په خاطر دي نه يوازې دا چې زمونږ نوم ژوندے اوساتي بلکه که نېک او صالح فرزند تربيت کړو نو زمونږ د عمل دوسيه به نه تړل کيږي او زمونږ له مرګه وروسته به هم زمونږ لپاره نېکۍ راځي. د خداے ګران رسول (ص) په يو حديث کښې فرمائي: «کله چې يو انسان مړ شي نو عمل يې هم پرې کيږي، مګر له دريو لارو څخه يې عمل جاري وي لکه صدقه جاريه، هغه عمل چې ترې خلق ګټه پورته کوي او هغه نېک اولاد چې د هغه لپاره دعا کوي.»

حضرت ابراهيم (ع) له دې سره چې بوډا توب ته رسېدلے ؤ، هم هغه شان د فرزند لرلو له الهي نعمت څخه د برخورۍ شوق لرۀ.

حضرت ابراهيم (ع) او مېرمن يې بي بي ساره ډېر مېلمه پاله وو. بي بي ساره به کوشش کوۀ چې د خېر په کارونو په خاصه توه د مېلمنو په پالنه کښې له حضرت ابراهيم (ع) سره ملګرتيا وکړي. يوه ورځ حضرت ابراهيم (ع) له بي بي ساره سره په کور کښې ناست ؤ چې ناڅاپه څو مضبوط او ښکلي ځوانان ابراهيم (ع) ته راغلل او سلام يې وکړ، ابراهيم (ع) په چټکتيا سره د مېلستيا سامان برابر کړ او د هغوي لپاره يې غټ وريت کړے سخے راوړۀ. بي بي ساره هم د خوړو په تيارولو کښې له خپل خاوند سره ملګرتيا وکړه او دواړو په روڼ تندي سره د مېلمنو مېلمستيا وکړه. خو هغوي عامه مېلمانۀ نۀ وو بلکه ملائک وو چې د انسان په شکل کښې ورته راغلي وو نو ځکه يې ډوډۍ ونه خوړه، د ډوډۍ نه خوړۀ هغه وخت کښې د خطر يو علامت ؤ، حضرت ابراهيم (ع) د دومره مېړنتوب باوجود اندېښمن شو، خو ملائکو ورته وويل مه ويرېږه، مونږ راغلي يوو چې درته زېرے درکړوو چې خداے به درته ډېر زر د اسحاق په نامه يو زوے درکړي چې هغه به هم د خداے پېغمبر وي،او بيا به اسحاق ته د يعقوب په يو زوے ورکړي چې هغه به هم پېغمبر وي.بي بي ساره چې هلته ولاړه وه له حېرانتيا نه اوخندل او وې ويل:

«قَالَتْ يَا وَيْلَتَىٰ أَأَلِدُ وَأَنَا عَجُوزٌ وَهَٰذَا بَعْلِی شَيْخًا ۖ إِنَّ هَٰذَا لَشَیْءٌ عَجِيبٌ »:

«افسوس دې وي په ما! آيا زۀ به زوے راوړم په داسې حال کښې چې بوډۍ يم او خاوند مې هم بوډا دے؟ واقعي چې عجيبه څيز دے.» (سورۀ هود - 72 آيت) د خداے پاک استازو بي بي ساره ته وويل: آيا د خداے پاک په فرمان او عنايت باندې حېرانېږې؟ هغه مهربانه خداے دے او ستاسو په اړه همدا غوښتي دي، څو وختونه نه وو تېره چې د ابرهيم (ع) له مينې ډکه کورنۍ د اسحاق په نامه د يو ښکلي ګول په شتون سره لا زياته له مينې او خوشحاليو ډکه شوه، ابراهيم (ع) د خداے شکر ادا کړ او وې ويل: «د هغه خداے شکر ادا کوم چې ما ته يې په بوډا توب کښې اسماعيل او اسحاق عطاء کړل.»

حضرت اسحاق (ع) له حضرت اسماعيل (ع) نه پس د حضرت ابراهيم (ع) دويم زوے دے چې له بي بي ساره څخه دنيا ته راغلي دي. خداے پاک د هغۀ د پېغمبرۍ  وعده هم حضرت ابراهيم (ع) ته ورکړې وه. هغه پېغمبر چې د نورو پېغمبرانو عليهم السلام په شان د خپلې زمانې له صالحو او نېکو بندګانو څخه ؤ او خاص الهي مهرباني او عنايت يې په برخه شو.

په قرآني زيري کښې هغه څه چې ابراهيم (ع) ته له فرزند عطاء کولو نه زيات مهم دي د الهي وحي له لارې د ټولنې د امامت او مشرۍ ذمه واري او د رسالت مقام دے چې خداے پاک له ابراهيم (ع) نه وروسته د هغۀ اولادونو او پاک نسل ته ورعطاء کړ او هغوي يې د دغې درنې ذمه وارۍ د ترسره کولو لپاره لائق او وړ وګڼل. البته دغه ستره ذمه واري د خداے پاک په بندګۍ او عبوديت سره شروع شوه او د هغه ذات په وړاندې په اخلاص او په مخلصانه توګه تسليمېدو سره يې دوام وموند.

خداے پاک د نورو پېغمبرانو عليهم السلام په شان حضرت ابراهيم (ع) سلام ولېږۀ او ورته يې وعده ورکړه چې د ابراهيم (ع) نېک نوم په تاريخ کښې باقي پاتې شي. همدا اوس د حج ټول مناسک د کعبې شريفې له طواف نه واخلې تر هغه نمانځۀ پورط چې د ابراهيم د مقام شا ته ادا کيږي او د هغۀ له نسل څخه د انبياء عليهم السلام پېدا کېدل ټولې په تاريخ کښې د هغه د نېک نوم نمونې دي. همدا اوس چې د دعاګانو او رازونياز مياشت ده پکار دے پاملرنه وکړوو چې حضرت ابراهيم (ع) په خداے پاک باندې په ژور ايمان سره خپله ټوله هستي، خپل وجود او حتی خپل خوږ فرزند هرڅه يوځاے د خپل اخلاص له مخې وړاندې کړل او د خپل معبود په لار کښې قرباني کړل. نو ځکه د خپل اولاد او نسل په اړه د هغه حضرت دعا په اسماعيل او اسحاق عليهم السلام او ورپسې د هغوي په نسلونو کښې د زياتې الهي مهربانۍ د حاصلولو زمينه شوه. مونږ ته هم پکار دے تل د خپلو اولادونو او راتلونکو نسلونو د صالح والي او غوره والی دعا وکړوو.

---------

 

ټیګونه