Dec 11, 2020 13:38 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو او د المغرب تر مینځ د اړیکو د رغونې په وړاندې د ترکیې غبرګون

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر خپل المغربي سیال سره په ټلفوني اړیکه کې اسرائیلو سره د دې هیواد د اړیکو د رغولو په وړاندې غبرګون وښود.

د اناتولي د راپور سره سم، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر چاووش اوغلو اسرائیلو سره د اړیکو د رغولو په وړاندې د ترکیې د دریځ په هکله د المغرب د بهرنیو چارو وزیر ناصر بوریطه ته وویل: هر یو هیواد حق لري له نورو هیوادونو سره ډیپلماټیکي اړیکي ټینګي کړي، خو انقرې د داسي اړیکو سره مخالفه ده چي د فلسطین د ارمان د کمزوري کولو په قېمت ټینګه شي.

د امریکا ولسمشر ټرامپ د جمعې په ورځ په خپله ټوویټر پاڼه کې اعلان وکړ چي المغرب او اسرائیل د اړیکو د رغولو په موخه موافقې ته سره رسېدلي دي نو ځکه امریکا هم پر لوېدیځه صحرا باندې د المغرب واک په رسمیت پیژني.

دا په داسي حال کې دی چي د ترکیې واکمن ګوند له کار د پیل سره سم صهیونیستي رژیم سره یې اړیکي درلودلې او اسرائیل د پخوا نه لا د ترکیې له لوري په رسمیت پېژندل شوی و.

خو اسرائیلو سره د ترکیې په اړیکو کې د انکارا دوګوني سیاستونه د شکونو او شبهو د راپیدا کېدو سبب شوی.

 

 

 

ټیګونه