تاریخ پاڼه شماره ۱۲
نن د خالي ورځ یا شنبه د ۱۳۹۶ هجري لمریز کال د وري د میاشتې دولسمه نیټه ده چې د ۱۴۳۸ هجري قمري کال د رجب له دریمې او د ۲۰۱۷ میلادي کال د اپریل له وړومبی نیټې سره برابره ده.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
= ۱۱۸۴ کاله وړاندې، د ۲۵۴ه ق کال د رجب د میاشتې په ۳مه نیټه، د پيغمبر(ص) ګران لمسی، حضرت امام (( علي النقي)) (ع) په شهادت ورسید.
هغه حضرت په ۲۱۲ ه ق کال کې د مدینې ښار سره نږدې سیمه کې نړۍ ته سترګې رڼې کړې او د قدرمن پلار، حضرت امام جواد(ع) تر لار ښوونې لاندې ونیول شو.
هغه حضرت دخپل پلار له رحلته وروسته، د اسلامي امت او اسلامي ټولنې لار ښوونه پر غاړه واخیسته او د امام علي النقي (ع) یو مشهور لقب، (( هادي)) د هدایت کونکي په معنا و.
امام هادي(ع) د اسلام د ځلانده څيرې په رښتینې معرفي کولو کې ډېرې هڅې وکړې.
هغه مبارک د مختلفو عقیدتي، فکري او یا ټولنیزو مسایلو د بحث لپاره پر له پسې ناستې جوړې کړې او په دې ناستو کې یې راپورته شویو پوښتنو ته ځوابونه ویلي دي.
د علم او ادب یوډېر شمېر مینه والو به د هغه په ناستو کې ګډون کاوه او د هغه حضرت د پوهې له بې پایه سمندره یې ګټه پورته کوله.
امام هادي علیه السلام د اړمنو کسانو پناه ځای و او هغوی به یې هیڅکله هم له خپل کوره نهیلي نه شړل.
د امام هادي ع پراخ علم او پوهه له یوې خوا، په خلکو کې د هغه زیاته خواخوږي خو له بلې خوا، د عباسیانو کینه را وپاروله او بالاخره په داسې ورځ یې په یوه طوطئه کې په شهادت ورساوه.
تاسو ته ددغه قدرمن امام د شهادت د ورځې په اړه د تسلیت د وړاندې کولو ترڅنګ د هغه مبارک څو حکیمانه خبرې را اخلو چې فرمايلي یې دي: ((د هغه کس له شره چې خپل شخصیت کم ګڼي او ځانته د ارزښت قایل نه دی، ځان وساتئ)).
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
= ۱۰۵۰ کاله وړاندې، د ۳۸۸ ه ق کال د رجب په درېیمه نیټه، د اسلام ویاړ من ایرانی ریاضي پوه او ستور پيژاندی(( ابو الوفا محمد بن یحیی بوزجاني)) وفات شو.
بوزجاني په ۳۲۸ ه ق کال کې د ایران له یوه شمال ختیځ ښار نیشاپور سره نږدې وزږید او د خپل وخت مشهور ریاضي پوه او ستور پيژاندی شو.
دغه مطلب د هغه د هممهاله او همدارنګه له هغه وروسته تاریخ لیکونکو له قضاوته بشپړ روښانه دی.
هغه په خپلو علمي فعالیتونو کې د خپل وخت له پياوړي عالم، ابوریحان بیروني سره، مکاتبه او د نظر تبادله درلودله.
د بوزجاني د ریاضي د اثارو ارزښت، د مثلثاتو په علم کې د هغه د پرمختګ له امله دی.
له ابوزنجاني ډېر اثار پاتې دي، چې د (( اعمال الهندسه)) کتاب، د علمي هندسې په اړه د هغه په زړه پورې او روښانه کتاب دی.
د (( تاریخ علم حساب)) کتاب د پياوړي مسلمان ریاضي پوه، بوزجاني بل اثر دی.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
= ۹۶۹ کاله اګاهو د ۴۶۹ قمري کال د رجب یا د بزرګې میاشتې په دریمه ورځ ابوالحسن طاهر بن احمد بن بابشاد مصري وفات شو.
بابشاد مصري په پنځمه قمري پيړۍ کښې د ادب یو ستر شخصیت و. هغه اول تجارت کوه خو بیا یې د علم له ترلاسه کولو سره مینه پيدا شوه او په عراق کښې په زده کړه بوخت شو. هغه د زده کړې له بشپړولو وروسته مصر ته ستون شو او د دغه هیواد په کلتوري او ټولنیزو ټولنو کښې په کار بوخت شو.
بابشاد مصري څه موده پس تنهايي غوره کړه او بلآخره په داسې یوه ورځ وفات شو.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
= ۴۳۹ کاله وړاندې، د ۱۵۷۸ زیږدیز کال د اپریل په لومړۍ نیټه، ډاکټر او د اناتومۍ علم پوه(( ویلیم هاروی)) په انګلیستان کې وزږید.
هغه د طب په څانګه کې له تحصیل وروسته، په پوهنتون کې د استاد په توګه په کار لګیاشو او په طبی علم کې یې خپلو پلټنو ته دوام ورکړ.
هاروی په ۱۶۱۶ زیږدیز کال کې، په بدن کې د وینی د جریان څرنګوالی وموند او په دې اړه یې رساله ولیکله.
نوموړی همدارنګه دژوندیو موجوداتو د پیدایښت په اړه هم رساله ولیکله.
هاروی په ۱۶۵۷ کال کې مړشو.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
= ۷۲ کاله وړاندې، د ۱۹۴۵ زیږدیز کال د اپریل په لومړۍ نیټه، په جاپان کې پر اوکیناوا ټاپو د امریکايي عسکرو لوی تېری پیل شو.
دغه برید چې ددویمې نړیوالې جګړې په وروستیو کې رامنځ ته شو، د امریکا او جاپان وروستۍ او تر ټولو ستره ځمکنۍ او سمندري جګړه ګڼل کېږي.
ددې ۸۳ ورځني برید په بهیر کې، د امریکا ۱۳۰۰ بېړیو او کابو لس زره جنګي الوتکو برخه لرله.
خو په دې جګړه کې جاپانیانو له خپلې خاورې سخته دفاع وکړه، او د امریکا ۳۶ جنګي بېړۍ د جاپاڼي ځانمرګو پیلوټانو په بریدونو کې په بشپړه توګه له منځه ولاړې او ۳۶۹ نورې سختې زیانمنې شوې.
همدارنګه په دې جګړه کې د امریکا ۷۶۳ الوتکې راوغورځېدې.
البته جاپانیانو له اوکیناوا څخه ددفاع په بهیر کې درانه زیانونه وګالل او ددې ټاپو له یولک او شل زره مدافعینو، یوسل او لس زره مړه او ټپیان شول .
همدارنګه د جاپان پوځ ۱۶ بېړۍ او ۷۸۳۰ جنګي الوتکې له لاسه ورکړې.
که څه هم امریکایانو بالاخره د اوکیناوا ټاپو ونیوله، خو د جاپانیانو مقاومت، د جاپان اصلي خاوره له بریده وژغورله.
په بدل کې د واشنګټن مشرانو د جاپان د تسلیمېدو لپاره، په یوه غیر انساني اقدام کې، په جاپان کې د هیروشیما او ناکازاکي پر ښارونو د اټومي بمباریو فرمان صادر کړ.
اوسمهال، په جاپان کې د امریکا اصلي اډه، د اوکیناوا په ټاپو کې ځای لري او کلونه کېږي، چې ددې ټاپو خلک، ددې اډې د ختمیدوغوښتوونکي دي.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
= او له ننه ۳۸ کاله وړاندې، د ۱۳۵۸ لمریزکال د وري میاشتې په ۱۲مه، د ایران مسلمان ملت، د اسلامي انقلاب له بریالیتوب او په دوه ورځنۍ ټول پوښتنه کې له برخې اخیستو وروسته، په یوه تاریخي او برخلیک ټاکونکي انتخاب لاس پورې کړ.
په دې ټول پوښتنه کې، د ایران مسلمان ملت د ۹۸ اعشاریه دوه سلنې په اکثریت سره، په ایران کې د اسلامي جمهوري نظام درامنځ ته کېدو لپاره مثبته رایه ورکړه او له هغې وروسته، د وري میاشتې ۱۲مه ورځ هرکال، په ایران کې د اسلامي جمهوریت د ورځې په نوم لمانځل کېږي.
که څه هم د ایران مسلمانو خلکو د اسلامي انقلاب په بهیر کې هم په وار وار په خپل هېواد کې د اسلامي جمهوریت د رامنځ ته کېدو غوښتنه کړې وه، خو امام خمیني (رح) د انقلاب له بریالیتوب وروسته، د ایران د راتلونکي نظام ډول په اړه، د خلکو د یوې ټول پوښتنې په ترسره کېدو ټینګار وکړ.
ددې نظر غوښتنې پایله نه یوازې د اسلامي حکومت ګوته په شمار مخالفین ګوښه کړل، بلکې ټولونړیوالو ته یې وښودله چې د ایران خلک د اسلام د مبین دین د قوانینو او تعالیمو په رڼا کې د ولسي او ډیموکراټیک نظام غوښتوونکي دي.
د ایران د اسلامي انقلاب ارواښاد مشر، حضرت امام خمیني (رح)، په ایران کې د اسلامي جمهوري نظام د اعلانېدو په مناسبت د خپل پیغام په یوه برخه کې وفرمایل: ((تاسو ته دې هغه ورځ مبارکه وي، چې د زړورو او مېړنیو او زحمت کشه ځوانانو له شهادت وروسته مو خپل دښمن له پښو وغورځاوه او جمهوري نظام ته مو د غوڅې رایې په ورکولو سره دالهي عدل حکومت اعلان کړ.
داسې حکومت چې په هغو کې دملت پراخو پرګنو شتون یوشان او برابر دی او د الهي عدل رڼا پر ټولو لګیږي او د قرآن او سنتو د رحمت باران، پر ټولو یوشان اوري .))
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*