Feb 19, 2018 17:44 Asia/Kabul
  • دپاکستان  او افغانستان بدلونونه  په تیرې اونۍ کې

تهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي پاڼې خوږو مینه والو د خپرونې په دې شیبو کې په تیرې اونۍ کې د افغانستان او پآکستان د مهمو بدلونونو په باب درسره غږیږو ، په پيل کې هم د افغانستان او پاکستان ځينو مهمو خبرونو او ورپسې هم په دې باب تحلیلی برخه ستاسو خدمت ته وړاندې کوو ،هیله ده ترپایه راسره مله ووسئ

          له سعودي عربستان سره ددفاعي شراکت لپاره دپاکستان ددفاع وزیر څرګندونې ،دکابل اسلام اباد په تاؤتریخوالي کې د  افغان ګ کډوالو  په وضعّیت  د ملګروملتو  اندیښنه ، په افغانستان کې د  بهرنیو عسکرو په زیاتولو  دناټو دعمومي منشي  ټينګار ، افغانستان ته دپآکستان دپوځ دعمومی قوماندان  سفر.  هندوستان  ته دپاکستان خبرداری ،  دافغانستان  او پآکستان  له پرمختګ پرته  خبرواترو پاي .  دپآکستان دحکومت په ضد په کابل کې مظاهره او دغه راز  داشرف غني پر حکومت دافغانستان د مشرانو  جرګې نیوکې ، په تیرې اونۍ کې د افغانستان او پاکستان مهم بدلونونه وو چې په داړه   مو څو تحلیلی راپورونو  آوریدو ته  هم رابولوو .

                   په افغانستان کې د ملګروملتو ځانګړي  استازي  مرستیال توبی لنرز   د کابل اسلام آباد دحکومتونو ترمینځ  داړیکو  دترینګلتیاؤ له امله   په پاکستان کې د افغان کډوالو په اجباري ویستل کیدا او  پر دوي ددباؤنو   په زیاتیدا، انديښنه څرګنده کړې ده .

   له پاکستان سره د واشنګټن دمالی  ملاتړونو  دغوڅيدا په باب  دامریکا  له خبرداري وروسته  داسلام اباد چارواکو ګواښ کړی ؤ چې   په پاکستان کې  به د دیره  کابو یو نیم میلیون   افغان کډوالو  پاتیکیدا  یوازې دیوې میاشتې لپاره تمدیدکوي .

 په پاکستان کې  دافغانستان د  کډوالو  د اقامت د دوام او یا دهغوي  د ویستلو موضوع  تل ،د دواړو هیوادونو په تاؤتریخجنو اړیکو کې  اساسی  مشکل دی .

 د افغانستان حکومت   او حتی  دکډوالو په چارو کې  ځينو فعالو  نړیوالو اورګانونو ، پاکستان   پر کابل د دباؤ  د اعمالولو او یا  دنړیوالې ټولنې  دلازیاتو مرستو د  ترلاسه کولو لپاره   دکډوالو له موضوع  په سیاسی استفادې تورن کوي .

 خو داسلام اباد حکومت  د دغه شان  تورونو په ردولو سره وائي ،  د اقتصادی ،امنیتي او ټولنیزو  ملاحظاتو ته  په پام سره ،  باید افغان کډوال  په تیره  بیا هغه کډوال  اوکسان  چې  له  اجازت پرته  په غیر قانوني توګه په پاکستان کې  ژوند کوي ، د دغه هیواد له خاورې باید ووځي .

  له پاکستان سره دملګروملتو او دافغانستان دحکومت مخکینۍ سلامشورې   لامل شوي  دي څو  د افغان کډوالو داجباري ویستلو موضوع   د ۲۰۱۷کال ترپاي پورې  وځنډول  شي .

 دپاکستان حکومت وائي ، په پاکستان کې  غیر قانوني کډوال  سره  له دې چې  له ځينو ترهه ګرو ډلو سره ارتباط لري ،  د دغه هیواد  دښاریزو لپاره د کار کسب د فرصتونو  دمحدودیدا   لامل شوي دي . په  تیره بیا دا چې   په پاکستان کې   کابو درې میلیون غیر قانوني افغان کډوال  ژوند کوي .

  که څه  هم داسلام اباد حکومت  دافغان کډوالو د شتون  اقتصادي تاونونه  دهغوي د وباسلو لپاره  دفیصلې  دلیلونه  ګڼي  ،  خو ځيني کارپيژاند  د هغو افغان کډوالو ویستل چې   له پاکستانه د هغوی د پانګې د ویستلو لامل کیږي ،  د دغه هیواد لپاره ډير زیات اقتصادي تاوانونه هم لري .

 د افغانستان او پاکستان دتجارت د ګډې کوټې  مشر  ضیا الحق سرحدي   وئيلی دي ،  دافغان کډوالو په وړاندې د  اسلام اباد دحکومت اوسنی سیاست  دپآکستان  په اقتصادي  وضعیّت   منفي  اغیزې شیندلي دي ، ځکه چې  په دغه هیواد کې   افغان کډوالو په میلیونونو ډالري پانګونې کړي دي  او اوس  هغه ټول  افغانستان ته دبیرته ستنیدا په فکر کې دي .

  په داسې شرائطو کې  چې پاکستان  دافغانستان  دکډوالو پر ویستلو  ټينګار کوي ، خو  دکابل پر حکومت سربیره ،  دملګروملتو  دکډوالو  لوړې کمیشنرۍ هم  داسلام اباد  دغې فیصلې سره مخالفت کړی دی . دافغانستان په زیاتره سیمو کې  امنیتی تاوانونه ، دکارکسب  دزمینو نشتوالی ،د  هستوګنې  د تامینیدا دشرائطو نشتوالی  ،  له پاکستانه د  افغان کډوالو   له وباسلو سره  د ملګروملتو دکډوالو د  لوړې کمیشنرۍ   او دکابل  دحکومت دچارواکو د مخالفت دلیلونه دي .

 داسې ښکاري ،  په پاکستان کې د افغانستان له کډوالو سره    اړونده  مشکلات او مسئلې  باید دافغان کډوالو   دبیرته ستنیدو لپاره  دنړیوالو  بیله شوو مرستو  او د دوو اړخیزو خبرواترو  او تفاهم په چوکاټ کې  حل شي . 

              دپاکستان دفاع وزیر خرم دستګیر خان    په یو لړ څرګندونو کې وئيلي دي ،  داسلام اباد حکومت  دعربستان پشمول  له څو هیوادونو سره  دفاعي تفاهم نامې لري  او هڅه کوي څو   په د فاعي زمینې کې  له دغه هیواد سره   خپلې اړیکې پراخې کړي . 

  دپآکستان دد فاع وزیر څرګندونې ،په عربستان د وسلو   پر خرڅولو  مشتمل  له ریاض سره د دفاعي شراکت،دکلنیو مانورو  دترسره کیدا او  دغه هیواد ته د پوځي روزنیزو  مربّیانو  دلیږدولو په باب  دي  چې  دا موضوع،  لږترلږه له درو کلونو راهسې  تراوسه پورې   په بیلابیلو دلیلونو سره  د پاکستان د ولس  له خوا   له سختو اعتراضونو سره   مخامخ  شوې ده . البته    دپآکستان او عربستان دفاعي اړیکې ،  چې  د دواړو هیوادونو  دسټراټژيکو  مناسباتو په چوکاټ کې تعریف کیږي ،   دیمن  دجنګ په موضوع کې تر  یوه حده  کمزوري شوي دي .

 دیمن په ضد دعربستان  دجنګ دپیلیدا په لومړنیو میاشتو کې  دپاکستان پارلیمان    په دغه  جنګ کې  د  پاکستان دپوځ د دګډون لپاره د ریاض  غوښتنې ته   منفي ځواب  ورکړ  چې  د آل سعود  رژيم دچارواکو سخت خپګان ئې په ځان پسې درلود.

 البته دپاکستان دلومړي وزیر او د دغه هیواد د پوځ د عمومی قوماندان  پشمول د  دغه هیواد  حکومتي چارواکي   دعربستان  غوښتنې ته د پارلیمان له منفي ځواب وروسته  ریاض ته لاړل  څو   د آل سعود رژيم چارواکو ته  دیمن په جنګ کې دپآکستان دپوځ د نه ګډون   دلیلونه  وړاندې کړي .

 د نواز شریف په صدراعظمۍ  د   پاکستان د وخت حکومت   د دې اندیښمن ؤ  چې  دیمن په ضد   دعربستان په  پوځي ائیتلاف کې  د پاکستان  دپوځ  نه ګډون ، له ریاض سره داسلام اباد   پر اړیکو  منفي اغیزې شیندي .

اسلام اباد ته د ریاض  د  اوڅاره مالی مرستو دغوڅيدا  احتمال  او له عربستانه د  دزرګونو  پاکستانیو کرګرانو     احتمالي ویستل کیدا  ،  دیمن په جنګ کې  د نه ګډون   په پایلو د پاکستان  خورا مهمه اندیښنه وه .

 په انګلستان کې  دپاکستان د  چارو  یو څيړاند او خبریال  فاروق  صلحریا وائي ،  احصائې  ددې ښودنه کوي  چې  دپاکستان   خورا زیاتې مالی مبادلې ، له  سعودي عربستان سره  دي ،  دعربستان  پشمول په عربی هیوادونو کې  په زرګونو پاکستانیان کارونه کوي ، پر دې اساس   دسعودیانو خپه کول دپاکستان  لپاره  مشکل رامینځة کونکی  چاره کیدلی شی .

  البته  پاکستان  په تیر کال کې   دیمن په ضد  دسعودي تیریګر  ائيتلاف  په قوماندانۍ  کې د دغه هیواد دپوځ د  پخواني عمومي قوماندان جنرال راحیل شریف  له شتون سره   په موافقې سره هڅه کړې ، څو  آل سعود  کورنۍ  راضي  کړي او ورسره  همدردي وکړي .  په  همدې اساس  په همدا وروستیو کې  دسعودي عربستان او پاکستان ګډې سمندري  مانوره ترسره شوه . 

 البته  دا ګمانونه هم مطرح وو چې  پاکستان   دیمن په جنګ کې  له سعودي عربستان سره  د دغه هیواد دخلکو   دپراخې او سختې  غوسې  دمخنیوي لپاره  پټې  ملګرتیاوې او غږملتیاوې درلودلي دي .

  په تیرو دوو کلونو کې    دیمن اوسعودي عربستان  په پولو کې د  پاکستان دپوځ  دیوشمیر  پوځيانو  دشتون  په باب  راپورونه  خپره  شوي چې  د اسلام اباد حکومت  رد کړي دي . 

 په دې باب  د پاکستان ددفاع وزیر څرګندونې   چې  سعودي عربستان  دهغه هیواد دفاعی شریک دی ،  په حقیقت کې ،    له ریاضه  د ډيرو زیاتو اقتصادي  مرستو د ترلاسه کولو دبهیر د دوام لپاره  داسلام اباد هلې ځلې  د دوو اړخیزو پوځي اړیکو دساتلو لپاره  دي ، چې  البته په پاکستان کې دغه شان  کړچارونه ،   دولس  او ځينو  سیاسی  او مذهبی  ډلو  له جدي مخالفتونو سره مخامخ  دي .

               دناټو موسسې عمومی منشي  ینس سټولتنبرګ مدعی شوی  په افغانستان کې د ناټو ځواک دشمیر  زیاتول  یوه اړتیا ده. 

 په افغانستان کې د تاټو موسسې  دپوځیانو د زیاتولو دضرورت په  باب  د دغې موسسې  دعمومی منشي  څرګندونې  په داسې حال کې مطرح شوي  دي، چې  دامریکا او ناټو  موسسې  د  چارواکو له خوا په وروستیو کلونو کې   د دغه شان ورته دریځونو   وړاندې کول ،   په افغانستان کې له جدي مخالفتونو سره  مخامخ  شوي دي .

 په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو  دڅه دپاسه شپاړس کلن  شتون ناکامه تجروبه  لامل شوې ، څو  په دغه  هیواد کې  د چارواکو ،ګوندونو  او ولس  په  سویو کې دامریکا ئي او ناټو ځواک  په زیاتیدا  مثبت   تفکر  وجود ونه لري . دغه لیدتوګه شته  چې  په افغانستان کې  دبهرنیو عسکرو  زیاتیدا  له نفسیاتي پلوه ،  په دغه هیواد کې د  تاؤتریخوالو سختیدا او د طالبانو ډلې  دلمسولو  لامل کیږي .  

 په افغانستان کې  دسیاسی  چارو کارپوه  احمدسعیدي  وائي،  په افغانستان کې د پوځي ځواک زیاتیدا   ، په دغه هیواد کې  دجنګ  او د وینو دبهیدا   د دوام  په معنا  ده  او  دسولې له ټينګیدا سره هیڅ مرسته نه  کوي . 

      له افغانستانه د  سوکه  سوکه وتلو لپاره د امریکا او ناټو له فیصلې وروسته  د ځواک د زیاتیدا  موضوع په داسې شرائطو کې  دهغوي په ایجنډا کې شامله شوې چې  د دغه هیواد حکومت او ملت  یوازې  دافغانستان  له وسلوال ځواک سره د لویدیځ  د  پوځي روزنیزو او مشورو تي مرستو غوښتنه  کړې ده .

  دامریکا د وخت د ولسمشر  باراک اوباما   دپړاؤ  په وروستیو کلونو کې  او همداراز د دغه  هیواد داوسني ولسمشر  ډونالډ ټرمپ  دپړاؤ په لومړنیو کې  دبهرنیو عسکرو دشمیر زیاتیدا، یوازې   دافغانستان  په جنګ کې  له پوځي ماتې دتښتې  لپاره  دسپینې ماڼۍ  ناکامه  ټاکنه  وه ، چې   دغه  سیاست ، دموجوده تجروبو په اساس ، امریکا اوناټو،په افغانستان کې  د تاؤتریخوالي او ناکراریو د زیاتیدا له بندونه   نه وباسي . 

  د امریکاپه وسیله  دافغانستان د نیواک په لومړنیو کلونو کې ،  په دغه  هیواد کې د دیره بهرنیو  عسکرو شمیر  څه دپاسه یو لک پنځوسو زرو  کسانو ته  رسید، چې  په   هغه وخت کې هم  امریکا اوناټو  ونه  توانیدله،  په افغانستان کې  له ترهه ګرۍ اوتاؤتریخوالي سره  په مقابلې کې  اغیزمن اقدام وکړي .

 په همدې دلیل  ده چې  په افغانستان کې  دبهرنیو عسکرو د شمیر له زیاتیدا سره   پر مخالفتونو سربیره  ،حتی  دلویدیځ  په مطالعاتي او څیړنیزو  ټولنو کې هم   افغانستان  ته نورو عسکرو   دلیږد په باب  دامریکا اوناټو  دماته خوړلي سیاسی تکراریدا ، له جدي نیوکو سره مخامخ شوه .

  په دغو شرائطو کې ،   د امریکا اوناتو  د  ژمنو په اساس ، له هغوي  د  افغانستان د حکومت او ملت  اساسی غوښتنه   د ترهه ګرۍ له ګواښونو سره د مقابلې لپاره  دافغانستان دپوځ او پولیسو  د  له روزنې اوسنبالتیا سره مرسته ده .  

 دافغانستان د جمعیّت اسلامی  ګوند  اجرائي مشر عطامحمد نور  وائي ،  نړیواله ټولنه  دافغان امنیتي ځواک دتجهیزولو لپاره ، په تیره بیا دپوځ  د هوائي ځواک  دپیاوړي کولو  لپاره بې پامي ښودلې ده ،څو  دافغانستان امنیتي ځواک  هماغه شان  کمزوری  او  په بهرنیو تکیه کونکی پاتې شي .  

داسې ښکاري  امریکا او ناټو په افغانستان کې   له امنیتي بحران او بندونه  د وتلو لپاره  باید  د ځواک د زیاتولو  دسیاست په ځاي   د افغانستان  حکومت ته  دامینتی مدیریّت   په بشپړ سپارلو سره   د دغه هیواد  ددفاعي بنسټ  په پیاوړي کولو کې  پخپلو ژمنو عمل وکړي .

             دپاکستان خارجه وزارت  دیوې اعلامیې په خپرولو سره  نوي ډيلی ته خبرداری  ورکړی او  وئيلي ئې دي ،  هندي چارواکي  په هر هغې پيښې کې  چې  په کشمیر کنټرول لاین کې  رامینځةشي ،  په غیر مسئولانه اوبې اساسه څرګندونو سره    د دغو پيښو پاکستان مسئول ګڼي .

  د هند اوپاکستان  ترمینځ  د اوور بند درعایتولو لپاره  د ۲۰۰۳کال   له موافقې سره سره ، دواړه هیوادونه یو بل ،  په کشمیر کنټرول کرښې کې  د اوور بند په  خلاف ورزۍ  تورنوي .

  د اوور بند په خلاف ورزۍ  او دشخړې په پیلولو  د مقابل لوري په تورنولو کې  د هند اوپاکستان     سیاسی شخړه او په کشمیر کنټرول لاین کې  د دواړو هیوادونو دسرحدي  ځواکونو ترمینځ  وسلوالې نښتې ، د دواړو ګاونډیو هیوادونو  په تاؤتریخجنو اړیکو کې  په یوې  عادي چارې  بدلې شوي دي .

  هند اوپآکستان  دپوله ساتونکو ترمینځ  ډز ډوز چې  د دواړو هیوادونو د یوشمیر پوله ساتونکو دمرګ ژوبلو لامل کیږي،داسلام اباد اونوي ډیلي ترمینځ  دشخړو او دښمنیود ژورتیا یوازینی لامل  شوی ، چې   تراوسه پورې  دوي     له دغو چټي نښتو  د وتلو لپاره  کومه لاره چاره نه ده پیدا کړې .

 دغه لیدتوګه شته چې  په کشمیر کنټرول لاین  کې په یوه بل    دپاکستان اوهندي عسکرو ډزې ،  په دغې سیمې  د مالکیّت  په باب د دواړو هیوادونو  دتاریخي اختلاف له امله  دي  چې تراوسه پورې   ئې دواړه هیوادونو  دوه ځله سره ښکر په ښکر کړي دي .

 هندوستان ،کشمیر  دخپلې خاورې  یوه برخه  ګڼي  او  دبرخلیک د ټاکنې  دحق په  اعمالولو کې  د کشمیر  دخلکو  دغوښتنو  په ځپنې سره ،    د دغې سیمې  له خلکو سره    له وسلو په استفادې او تاؤتریخوالي سره  چلند کوي . 

 په مقابل کې  پاکستان پر کشمیر  دمالکیّت په باب  دهند  د ادعا په ردولو سره ټينګار  کوي ، چې    د دغې سیمې  دخلکو دبرخلیک ټاکل ، باید  هغوی ته وسپارل شي ، چې  ملګروملتو هم  په دغه شان کړچار سره  دیوه پریکړه لیک په صادرولو سره  د دغې سیمې  دبرخلیک  دټاکنې لپاره  په کشمیر کې  دټول پوښتنې   دترسره کیدا غوښتنه کړې ده .، خو هندوستان  د دغه شان کړچار په ردولو سره کشمیر   یوه داخلی موضوع ګڼي  او      دغې موضوع ته   له وریدیدو  ئې  سیمه ایز اونړیوال  لوبغاړي  منع کړي دي . 

د هند ترکنټرول لاندې  دکشمیر برخلیک  په ۱۹۴۸ کال کې د ملګروملتو دپریکړه لیک په اساس ، باید   د دغې سیمې  داوسیدونکو ترمینځ  دټول پوښتنې  دترسره کیدا له لارې  مشخص شي .  پاکستان  یا هندوستان سره ئې یو ځاي کیدا یوه داسې ټاکنه ده چې  باید  دکشمیر دخلکو  په راي سره  پرې دملګروملتو تر نظر لاندې  په ټول پوښتنې  کې  معلومه شي ، خو هندی حکومت   دټول پوښتنې  ترسره کیدا رد کړې ده .

 دکشمیر دموضوع   له نړیوال کیدا د مخنیوي لپاره  دهندوستان له هلوځلو سره سره ،   پاکستان     دکشمیر  موضوع ته دنړیوالې ټولنې  په پام اړولو  او همداراز په دغې دوسیې کې  دنړیوالې ټولنې  دانسان دوستۍ   لاسوهنې  اودخالت  ته په  هڅونې کې  لابریالی عمل کړی دی .

 تیر کال  دملګروملتو  عمومی اسمبلۍ  دخپلو یو سل درې نوي غړو په   چورلټې فیصلې سره ،   دخپل برخلیک  په ټاکن ېکې  دکشمیر  دخلکو د آزادۍ  دحق  او په  دغې  سیمې کې  دپوځي عملیاتو دنه کولو   په باب  دپاکستان   وړاندیزي مسوده  ومنله ، چې دا هم د پاکستان یوه بریا او دهندوستان یوه بله ماته  ګڼل کیږي .

           دوستانو   په تیرې اونۍ کې د پآکستان او افغانستان د مهمو بدلونونو په باب   داونیز پروګرام  وخت  همدومره ؤ او تر بلې اونۍ پورې مو ،چې   په یوه بل  مطلب سره   ستاسو خدمت ته  حاضریږو.  په نیاؤمن خداي  موو سپارو ، ا... مو مل او ملګری .

 (سیماب)

*********************************************************************************************************************************

 

ټیګونه