Nov 04, 2018 09:38 Asia/Kabul
  • د تاریخ پاڼه ۲۲۹

نن د اتوار ورځ یا یکشنبه د ۱۳۹۷ هجري لمریز کال د لړم د میاشتې دیارلسمه نیټه ده چې د ۱۴۴۰ هجري قمري کال د صفرې له پنځویشتمې او د ۲۰۱۸ میلادي کال د نومبر له څلورمې نیټې سره برابره ده. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            سل کاله اګاهو د ۱۹۱۸ میلادي کال د نومبر په څلورمه نیټه د آسټریا-هنګري امپراطوري په داسې حال کښې چې د وړومبي نړیوال جنګ ختمیدو ته یوه اونۍ پاتې وه، متفقینو ته تسلیم شوه. دغه امپراطوري چې د جنګ پيلونکې وه، د جرمني ترټولو مهمه متحده ګڼله کیده. خو په جنګ کښې له ګڼو ماتو وروسته یې د جګړې د پریښودو شرایط ومنل او د متفقینو د بریا په درشل کښې یې ورسره د پادووا تړون لاسلیک کړ.

له وړومبي نړیوال جنګ وروسته د آسټریا-هنګري امپراطوري په څو هیوادونو وویشله شوه او هابسبورګ لړۍ چې ورباندې یې حکومت کوه، له مینځه لاړه.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۵۴ کاله مخکښې  د دیارلس سوه درې څلویښتم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په دیارلسمه نیټه، د باچا رژیم امنیتي مامورانو په قم ښار کښې د ایران د اسلامي انقلاب د اروا ښاد رهبر حضرت امام خمیني په کور د حملی په ترڅ کښې هغه ونیوه اوتهران ته له لیږلو وروسته یی ترکیی ته جلا وطن کړ . باچا رژیم د اسلامي انقلاب لوی رهبر د ایران د مسلمان ملت د آزادۍ او خپلواکۍ څخه د هغه د ملاتړ او داسلامي ارمانونو د ساتنی په لار کښې د استقامت له مخې ترکیې ته جلا وطن کړ .د باچا د رژیم موخه د امام خمینی رح او د ایران د مسلمان ملت د مبارزو ودرول ؤ ځکه د باچا رژیم په دی هیواد کښې د امام خمینی شتون د باچا رژیم د استبداد پر وړاندې د ایران د مسلمان ملت د هڅونې او پاڅون عامل باله او دا باور یې درلود چې د امام په جلاوطنۍ سره به د خلکو پاڅون هم له مینځه لاړ شي او له مبارزې به لاس واخلي  خو ترکیې ته د حضرت امام خمینې د جلا وطنه کیدو د خبر په خپریدو سره د ایران په بیلابیلو برخو کښې د باچا رژیم په وړاندې پراخ او له اعتراضه ډک لاریونونه وشول.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۴۰ کاله مخکښې د دیارلس سوه اوه پنځوسم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په دیارلسمه نیټه، د اسلامي انقلاب د بریالتوب لپاره د ایران دمسلمانو خلکو د مبارزو په لړ کښې د تهران د زده کونکو او محصلینو اعتراضي لاریونونه د باچا رژیم د مامورانو لخوا په خاورو او وینوولړل شول.  په دی ورځ چې ترکیې ته د امام خمینی (رح) له جلا وطنۍ له کلیزې سره برابره وه ګڼ شمیر زده کوونکو او محصلینو د باچا رژیم د دغه سپک اقدام د غندلو په ترڅ کښې د تهران په پوهنتون کښې غونډه وکړه چې وروسته د خلکو په صفونود باچا رژیم مامورانو حمله وکړه او ګڼ شمیر معترض محصلین او زده کونکی یې په شهادت ورسول. له همدې مخې د لړم دیارلسمه نیټه د اسلامي انقلاب په تاریخ کښې د زده کوونکي د ورځې په نوم ثبت ده .

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            له دغې پيښې یو کال وروسته یعنې له ننه ۳۹ کاله مخکښې د دیارلس سوه اته پنځوسم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په دیارلسمه نیټه،  ترکیې ته د امام خمیني (رح) د جلا وطنۍ د کلیزی او د باچا رژیم د مامورانو لخوا د ایراني محصلینو او زده کونکو د وژلې د لومړنې کلیزې په مناسبت په تهران کښې د محصلینو او زده کوونکو لخوا لوی او پراخ لاریون وشو او په لړ کښې یی یو شمیر انقلابي او مسلمانو محصلینو چی ځان ته یې د امام د لارې پیروان محصلین ویل په تهران کښې د امریکا سفارت چې د ایران د ملت په وړاندې د جاسوسۍ په مر کز بدل شوی ؤ په خپل واک کښې واخیست . دغه اقدام د ایران د اسلامي انقلاب په خلاف د امریکې په ګڼو دسیسو په اعتراض کښې وشو.  له دې اقدامه مخکښې د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت څو ځله د ایران په ضد د امریکا د دسیسو او لاسوهنو په وړاندې په رسمي توګه واشنګټن ته شکایت کړی ؤ . خو د امریکا دولت دا ډول اعتراضونو ته پاملرنه ونه کړه او د پخوا په څیریې د ایران په کورنیو چارو کښې لاس وهنو ته دوام ورکړ .

لکه څنګه چې د امریکا د سفارت له نیولو وروسته هغه روښانه اسنادو او مدارکو چی له دې ځایه تر لاسه شوي وو وښودله چې دا سفارت په اصل کښې د ایران د ملت په وړاندې د دسیسو او جاسوسي فعال مرکز دی . له همدې مخې د اسلامي انقلاب په تاریخ کښې په ایران کښې د امریکا د سفارت د نیولو ورځ د نړيوال استکبار په وړاندې د مبارزې د ورځې په نوم یاده شوه . د امریکا د سفارت له نیولو وروسته د اسلامي انقلاب مشرحضرت امام خمیني رح د دغه میړاني عمل د تأیید او ستاینې په ترڅ کښې وویل : د امریکا د جاسوسي ځالې فتح کول تر لومړي انقلابه څو چنده لوی انقلاب ؤ.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            او له ننه شل کاله مخکښې د نولس سوه پینځه نوېم میلادي کال د نومبر په څلورمه نیټه، د صهیونیسټ رژیم د هغه وخت لومړۍ وزیر اسحاق رابین د یو افراطي صهیونیسټ په لاس ووژل شو . رابین د نولس سوه څلور اویایم او نولس سوه اوه اویایم کلونوتر مینځ د صهیونیسټي رژیم د کارګر ګوند لخوا د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو خو د مالي فساد له امله په زور لیري کړی شو.  همداراز هغه په نولس سوه دوه نوېم میلادي کال کښې په دویم ځل، لومړی وزیر شو او د مینځني ختیځ د تش په نامه سولې لپاره یې مذاکراتو ته دوام ورکړ .د اسحاق رابین ترور د یو افراطي صهیونست لخوا د صهیونسټانو په مینځ کښې کورني اختلافات په ډاګه کوي . او دا ترې څرګندیږي چې تند لاري صهیونسټان عربو ته د تر ټولو لږ امتیاز د ورکولو هم مخالف دي . د ویلو ده چې اسحاق رابین په خپله هم د صهیونیسټو ترهګرو ډلو مشر ؤ او د فلسطینیانو او عربو په ضد یې د ګڼ شمیر ترهګریو اقداماتو اوجنایتونو مشري په غاړه درلودله او زیات جنایتونه یې وکړل.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

ټیګونه